د آنلاین اسلامی لارښود د پاڼې چلوونکو او د پوښتنو او ځوابونو د برخی محترم علمای کرامو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
وروسته له سلامه زما یوه پوښتنه ده هغه دا چی ما په انترنټ باندې ځینی کسان ولیدل چی لومنځ یی په فارسی ژبه ادا کولو نه په عربی ژبه.لکه څنګه چط عربی ژبه یوه له ښکلو او مکملو ژبو څخه ده چې قرآنکریم هم په همدی ژبه نازل شوی ده. نو پوښتنه دا ده چې پرته له عربي ژبې په بله ژبه باندی د لمانځه ادا کول څه حکم لری.
مننه
محمد رحیم صمیم
د کابل ولایت څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د فقهاؤ په اتفاق په لمانځه کې د قرآئت لوست د عربي څخه پرته پر بله ژبه باندې جواز نلري
مګر امام ابی حنيفه رحمه الله د مغذور کس لپاره چې قرآئت نشي لوستلی لومړی فتوی ورکړي او وروسته يې له خپل قول څخه رجوع کړی ده .
يعنې د قرآن لوستل د عربي څخه پرته پر بله ژبه باندې جواز نلري .
ويجب أن يُعلم أن ما نسب إلى أبي حنيفة من جواز قراءة القرآن بالفارسية لغير القادر على العربية صحّ رجوع أبي حنيفة عنه، والفتوى عند الحنفية على منع قراءة القرآن بغير العربية. قال صاحب الهداية الحنفي بعد ذكر المسألة: “ويروى رجوعه في أصل المسألة وعليه الاعتماد” (الهداية مع شرح فتح القدير 1/249). وقال الشيخ علاء الدين الحصكفي من الحنفية بعد ذكر المسألة: “لأن الأصح رجوعه -أبو حنيفة- إلى قولهما -أبو يوسف ومحمد- وعليه الفتوى” (الدر المختار شرح تنوير الأبصار 1/484). وأكد العلامة ابن عابدين الحنفي صحة رجوع أبي حنفية عن قوله في هذه المسألة (حاشية ابن عابدين 1/484).
او په لمانځه کې د قرآن کريم ( فاتحه ، قرآئت ) څخه پرته دعا او تسبيحاتو په اړه دری اقوال دي :
۱- مطلق منع او حرام دي .
۲- مکروه دي .
۳- د معذور کس لپاره چې عربي نشي زده کولای جايز دي .
پورته مسئله د معذور کس لپاره ده .
او پاتې شوه دا خبره چې په فارسي او بله ژبه باندې لمونځ کوي او يا هم د عربي څخه پرته په بله ژبه باندې قرآن ليکي دا د اسلام دوښمنو ، قرآن دوښمنو او عربي ژبې دوښمنو خطرناکه دسيسه ده ، دا ډول لمونځ قطعاً نه صحي کيږي او د عربي پرته پر بله ژبه قرآن ، قرآن نه بلل کيږي .
تفصيل دلته ولولئ :
https://dawat610.com/archives/14351
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود