اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
پس له سلام نه
مننه کوم له تاسو څخه چى مونږه ته د هر سوال جواب راکوى الله تل خوشحاله اباده لره
زما دا پوښتنه ده
ايا کافر کولى شى چى مسجد ولاړ شى
مننه- شريف الله
مسجد الحرام ته د غير مسلم ننوتل جواز نلري ، لقوله سبحانه وتعالی :[إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلاَ يَقْرَبُواْ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا]
مګر د مسجد الحرام څخه پرته نورو جوماتونو ته د کافر او غير مسلم ننوتل په لاندې شرطونو جايز دي .
۱- د مسلمانان اذن او اجازه به وي ، د مسلمان د اجازې پرته ننوتل جواز نلري .
۲- مصلحت به پکې وي لکه : د اسلام په اړه معلومات حاصلول ، د قرآن اوريدل ، د لمونځ کوونکو ليدل ، د وعظ اوريدل او نور .
۳- د جومات احترام به ساتي ، د جومات بې حرمتي به نه کوي ، جومات ته به لوڅ او نيمه لوڅ او بې حجابه نه ننوځي ، تصويرونه به نه اخلي ، شورماشور به نه جوړوي .
په دليل د لاندې احاديثو :
رُبط ثمامة بن أثال في سارية المسجد قبل إسلامه. ( البخاري 450 ومسلم 1764)
دخول وفد نجران من النصارى إلى المسجد. (البخاري 4120 ومسلم 2420)
دخول ضمام بن ثعلبة رضي الله عنه قبل إسلامه لما وفد من قومه وهم بنو سعد بن بكر إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم وهو في المسجد. (البخاري 4573)
(الأحكام السلطانية 261)
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود