نور د الله روی ومنئ جوماتونو ته لاړ شئ

نور نو ټولو هغو وروڼو ته د الله سبحانه وتعالی روی وړاندې کوم څوک چې پر خپلو استوګنځيو کې لمونځ ادا کوي او د ستر چښتن (جل جلاله ) د عظيمت او لویی آواز اوري ( الله اکبر – الله اکبر ) هغوی دې نور د لمانځه د ادا کولو لپاره جومات ته لاړ شي .

خصوصاٌ هغه افغانان وروڼه چې په غير مسلمو هيوادونو کې اوسيږي د جومات سره خپل علاقه ضرور وساتئ ځکه چې د ماحول تر تأثير لاندې راځئ .

زه چې له وړکتوب څخه د جومات سره عادت يم اوس مهال له ډېرې مودې ناروغ يم کله ډير په تکليف شم په کور کې راته وايي نن دلته لمونځ وکړه ځکه چې مريضی مو زياته ده مګر ما ته په کور کې لمونځ هيڅ خوند نه راکوي او کله چې جومات لاړ شم ناروغی مې هم کمه شي .

يو ځل د پوهنتون په ليله کې ډير سخت ناروغ شوم په پښو شل شوم خو په هغه حالت کې هم په اتاق کې لمونځ خوند نه راکولو بيا به دوو محصلينو تر اوږو نيولی جومات ته رسولم .

ګرانو د جومات داسې مينه ده که يو ځل مو په زړه کې ځای ونيسي بيا به يې هيڅکله پرې نږدئ .

ما د خپل ځان د پاره دغه عمل خوښ کړئ دی او د تاسې د پاره يې هم غواړم ، پر تاسې مې دا نه لوريږي چې د الله اکبر نارې دې وهل کيږي خو تاسې دې پخپلو کورونو کې ناست ياست  .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل ړانده صحابي ته هم اجازه ور نه کړه :

له أبى هريره (رضی الله عنه) نه روايت دی چې وايي: [ أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل أعمى. فقال: يا رسول الله! إنه ليس لي قائد يقودني إلى المسجد. فسأل رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يرخص له فيصلي في بيته. فرخص له. فلما ولي دعاه فقال “هل تسمع النداء بالصلاة؟” فقال: نعم. قال “فأجب”.] ( المسلم باب يجب إتيان المسجد على من سمع النداء) .

يو ړوند سړی رسول (صلی الله عليه وسلم) ته راغی ويې ويل : څوک نه لرم چې جومات ته مې ورسوي او له آنحضرت صلی الله عليه وسلم نه يې اجازه وغوښتله تر څو په کور کې لمونځ وکړي ، آنحضرت صلی الله عليه وسلم هغه ته اجازه ورکړه کله چې هغه سړی څه لاړو هغه ته يې غږ وکړ او ويې فرمايل : آيا آذان اورې ؟ ځواب يې ورکړ هو ، ويې فرمايل نو آذان ته به ځواب ورکوئ ( لمونځ په جَمع ادا کړه ) .

و اما توفيقي الا بالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً