رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :اذا رأيتم الرجل يتعاد المساجد فاشهدوا له بالايمان قال الله تعالی انما يعمر مساجدالله من امن با الله .. الايه (الترمذي 3093)
ژباړه : که چيرې تاسې څوک وليد چې جومات ته د تلو معتاد (عادت ) ولري (د لمانځه او خدمت لپاره ) نو تاسې د هغه د ايمانداری شاهدی ورکړئ . الله جل جلا له فرمايي : هغه کسان جوماتونه آبادوي کوم چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري .
يعنې څوک چې په پنځه وخته جماعت کولو عادت وي يقيناً يو رښتنی مسلمان دی ، او د ده د مسلماني د نښو څخه دا ستره نښه ده .
مګر هغه کس چې جومات نه ځې ايماني ناروغ دی يعنې ايمان يې دومره کمزوری شوی دی چې نور يې د جومات د تګ لپاره نشي هچولی ، د دنيا مينې او مشغولتيا ، د موسيقي آوريدو د ښځې او اولادونو ناز نخرو دومره مصروف او مشغول ساتلی وي چې نور د الله اکبر – الله اکبر له نارو څخه هم شرم نه ورځي .
ژوند يوازې همدا څو شېبې ژوند بولي او د نجات مقصد يې د دنيا پیدا کول وي ځکه ده ته دغه ناري چې حی الصلاة – حی الفلاح ( راشئ ځای د لمانځه ته او راشئ ځای د نجات او خلاصون ) ته هيڅ نه ښکاري او نه ورباندې څه غور کوي .
ګرانه ! خپل ځان ته متوجه شه چې نفس او شيطان څومره خراب کړی يې او که همداسې بې غوره او غافله وې نور دې هم خرابوي ، ستا ايمان څومره ضعيف شوی دی ، د شعائرالله سره ستا مينه او علاقه ګوره او د نيا د عيش او ژوند سره د تا ته علاقه ګوره .
ستا د بی بی ايمان هم کمزوری شوی دی ځکه ستا د کور ماحول خراب دی ، په هغې کې هم دا غيرت نشته چې درته ووايي ولې جومات نه ځي ، ولې د ښځو په شان په کور کې لمونځ کوئ څه غذر لرې ؟
جومات ته لاړ شه تر څو ستا په نيک عمل کې زه هم درسره شريکه شمه ، ځکه چې د خاوند په نيک عمل کې د هغې بی بی هم شريکه وي لکه : حج ، جهاد ، جماعت او نور ځکه بی بی يې د کور ساتنه او پالنه کوې .
ګرانه ! کلک غزم وکړه پاڅيږه جومات ته روان شه ډير وخت نه غواړي يوازې پنځه يا لس دقيقې وخت غواړي او دا هميشنۍ عادت جوړ کړه .
که يو ځل په جومات کې په لمانځه عادت شوې بيا به هيڅکله هم بې جوماته لمونځ ونه کړي .
و ما توفيقي الابالله عليه توکلت واليه انيب
آن لاين اسلامي لارښود