په څومره اندازه سرو باندې زکات دی ، زکات په ښځه فرض دی؟

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته پوښتنه می داده چی په څومره سرو کی زکات شته او که کمه زنانه سره د سرو علا وه سه پیسی هم وی نو زکات به سنگه ورکی او بله پوښتنه می دا ده چی سره د ښځې دی ایا په خاوند ددی زکات ده که په ښځه  یعنی ښځې سره لری پیسی نه لری او خاوند پیسی لری سره نه لری دا مالومات راکری دیره مهربانی به مو وی

مدثر اتل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

طلا يا سره زر چې کله 85 ګرامو ته ورسيږي او کال ورباندې تير شي زکات ورباندی فرض دی .

ونصاب الذهب والعملات الذهبية هو ‏(‏‏20‏‏)‏ عشرون مثقالا وتعادل ‏(‏‏85‏‏)‏ جراما من الذهب الخالص ‏(‏والمثقال يعادل ‏4.25‏ جراما‏)‏” .

دوهم :

کله چې سره زر يا طلا نصاب ته ورسيږي ، زکات په ښځه فرض دی د هغې په خاوند فرض نه دی ځکه ښځه مالک نصاب ده .

لا يجب على الزوج أن يدفع الزكاة عن زوجته ، لأن الزكاة إنما تجب على صاحب المال ، وليست الزكاة من النفقة الواجبة للزوجة على زوجها .(موقع الاسلام سوال جواب ) .

دريم :

د نغدو پيسو زکات د سپينو زرو له رويه ټاکل کيږي د سپينو زرو نصاف 200 درهم يا 595 ګرامه کيږي چې تقريباً 40000 اقغانۍ سره سمون خوري ، که څوک 40000 افغانۍ ولري کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

څلورم : د زکات انذازه څلويښمه حصه يا 2.5% ده ، چې د 85 ګرامه د زکات انذازه 2.125 ګرامه کيږي ، دې ته به د استعمال شويو سرو زرو نرخ تعين کړي .

مثلاً که د مستعملې طلا نرخ 1700 افغاني وي نو د زکات انذازه به په نغدو باندې 3613 افغانۍ شي .

او د طلا په نرخ ټاکلو کې د هغه عيار هم بايد په نظر کې ونيول شي ځکه زکات يوازې په طلا باندې فرض نه د هغه په نورو ترکيبي فلزاتو .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً