دانلاین اسلامی لارښود ټولو کارکونکو ته سلام وایم. زه یوه پو ښتنه لرم هغه داچی بعضی ښځی دشهیدانو له قبرو څخه مالګه، خاوره یا ایره راوړی اویاهم دهغوی د جامو کومه ټوته له ځان سره ساتی او کله چی څوک ناروغ شی بیا هغه ته مالګه ورکوی اویاهم هغه ټوټه دهغه په بدن باندی یی را کښی، دغه کار د اسلام له نظره څنګه ده؟
راسخ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول د تبرک معنی : تبرک عربي کليمه ده چې معنی يې برکت او خير او د يو شي په وسيله باندې د برکت او خير غوښتلو ته وايي .
تبرک په مشروع (روا)او غير مشروع (نا روا)باندې ويشل شوی دی .
اول مشروع تبرک :
هر هغه امور چې الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم جايز بللي دي هغه ته مشروع تبرک وايي ، لکه :
۱- د الله تعالی په ذکر ، ياد او د قرآنکريم په تلاوت باندې تبرک کول .
۲- پر پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندې مشروع تبرک کول .
۳- پر اولياء او صالحانو باندې مشروع تبرک کول .
۴- د عبادت په وسيله تبرک کول .
۵- د زمزم په اوبو تبرک کول .
او داسې نور چې په اسلامي شريعت کې ثابت شوی وي .
دوهم غير مشروع تبرک :
مخکې د اولياء او صالحانو باندې مشروع تبرک ذکر شو د اولياء او صالحانو مشروع تبرک دا دی چې په ژوند کې د هغوی د مجلس ، ناستې ولاړې صالحو اعمالو او علم څخه تبرک حاصل شي او د هغوی د مرګ څخه وروسته به يوازې د هغوی له علم څخه ګټه تر لاسه کوي نور د هغوی د وجود په آثارو ، د قبر په خاورو باندې هيڅ ډول تبرک جايز نه دی او نه هم په دين کې څه اصل لري .
ځکه تبرک کول يوازې د پيغمبرانو عليهم السلام په ذات او آثارو جايز دی او بس .
مسلمان به هر وخت دا عقيده لري چې خير او شر ټول له جانبه د الله سبحانه وتعالی دي :
الله تعالی می فرمایند: قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف ۱۸۸) .
ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله ، اوکه زه پوهيدلی په غيب باندې نو خامخا حاصل کړی به مې وای ډير له خير (نفعی ) او نه به ؤ رسيدلی ماته کوم ضرر او زيان ، نه يم زه مګر ويروونکی (دکفارو په جحيم سره ) او زيری ورکوونکی (په نعيم سره ) قوم د مؤمنانو ته .
کتاب : تبر ک و انواع آن – تحقیق و تألیف: محمد عبداللطیف
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود