فرانسې د جمعې په ورځ نږدې ۱۰۰۰ تنه فوځيان د مسيحيانو د حمايت په مقصد مرکزي افريقا ته وليږل .
د جمعې په ورځ د فرانسې خبري رسنيو راپور ورکړ چې فرانسې خپل فوځيان د مرکزي افريقا په پايتخت بانګوئی کې ځای پر ځای کړل ، حال دا چې په دې ښار کې اوس مهال د ملل متحد (ملل کفري ) ۱۲۰۰ فوځيان ځای پر ځای دي .
د سور صليب د يوه مسئول د راپور له مخکې په مرکزي افريقا کې په روانو تازه نيښتو کې تقريباً ۳۰۰ کسان وژل شوي دي او چې د وژل شويو د شمير احتمال تر دي هم زيات کيدای شي .
د فرانسوي فوځيانو حضور په دې دليل دی چې ددې هيواد مسلمانانو د «سه له کا» ائتلاف د تشکيل له مخې د روان کال د می په مياشت کې ددې هيواد حکومت نسکور کړ ، او خپل رهبر [ميشل جوتوديا] يې د رئيس جمهور په حيث واک ته ورسولو ، ميشل جوتوديا د مرکزي افريقا لومړی مسلمان رهبر دی .
اوس مهال د مسلمانانو د ائتلاف پر خلاف ددې هيواد مسيحيان چې فرانسيان او د افريقا ځنې نور هيوادونه يې حمايت کوي جنګيږي او غواړي په نومړی هيواد باندې کفري حشر جوړ او د مسلمانانو حکومت نسکور کړي .
د يادولو وړ ده چې مرکزي افريقا تر ۱۹۶۰ کال پورې د فرانسې مستعمره وه دغه هيواد ۴.۵ ميليونه حمعيت لري .
منبع : اخبار جهان اسلام
ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله