په عمره خرييل شوي سر باندي بيا پاكي ووهل شي كه نه ؟

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته
كه چيري يو كس ديري عمري كوي ، د مثال په دول نن يي عمره وكره او سر يي هم كل كر
سبا بيا عمره كوي نو كل سر باندي بيا پاكي ووهي كه نه
او كه چيري دي كس پرون عمره كي سر پاك صفا كل كري وو،، او نن يي بيا عمره وكره ، له دي أمله چي سرباندي ويشتان يي نشته نو بيا يي پاكي و نه وهله او جان يي له أحرام نه حلال كر حكم يي سه دي
آيا دم ورباندي أوري كه نه ؟؟؟

روح الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په عمره او حج کې د ويښتانو خريل او لنډول (حلق او تقصير) دواړه جايز دي لکن خريل افضل دي ، خو ويښتانو به د يوې ګوتې په اندازه يا تر هغه زيات پرې کول په کار دي ، کچيرې ويښتان تر يوې ګوتې کم وي نو بيا يې خريل واجب دي .

او که د چا سر مخکې خريل شوی وي ، يا د چا ويښتان نه وي او يا پک وي بيا صرف په سر باندې چاره تيروي واجب دي .(معلم الحجاج ص ۲۲۱ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً