د امريکا د طاغوتي اشغالګر رژيم سره امنيتي تړون

په غور يې تر پايه ولولئ او که تر دې هم غافله ياست بيا يې له سره مه لولئ

پام چې دا خاوره د طاغتيانو قبرستان دی :

دا د اسلام خاوره ده او په دې خاوره باندې له څلوارلس سوه کلونو اسلام حکومت کړی دی ، دا د اسلامې امت هغه اساسه نقطه ، د اسلامې غيرت او ميړاني ، قربانيو او سرښېندنو خاوره ده چې د تل لپاره يې د اسلام دوښمنانو او نړيوالو طاغوتيانو ته داسې درسونه ورکړي دي چې بيا يې د ابد د پاره هم اسلامې امت ته کاږه نه دي کتلي .

په هر وخت او زمانه کې چې کوم طاغوتيان پيدا شوي او د غو طاغوتيانو د ليوني سپي په شان هر طرف ته خوله اچولی ده ، په زرګونو اولسونه  يې په مرګونو ، بې امنيو او غم لړلي دي آخري ماتې او شکست له دې خاورې پيل شوی دی .

يو وخت تاتاريان (مغل ) وو چې تر دمشق پورې يې ټول اولسونه لاندې کړل بې حده ظلمونه يې وکړل آخر د الله (جل جلا له) په نصرت دې همدې خاورې د بچيانو د قربانيو او سرښېندنو په برکت مات او ټوټې شول .

يو وخت کې انګليس وو چې اروپا نه تر امريکا يې ټوله نړۍ تسخير کړی وه ، ددې ستر طاغوت ماتې له دې ځايه پيل شوه .

بل وخت روس وو چې امريکا هم د هغه له وېرې خوب نشوای کولای د افغان کړېدلی ولس د جهاد او قربانيو په برکت د الله (جل جلا له)  په فضل او نصرت له ماتي سره مخ شو .

نن ورځ دغه خاوره له يو بل ستر نړيوال طاغوت سره مخ ده ، هغه طاغوت چې په ډير کبر او غرور يې د افغان په مظلوم بې کسه او بې وسه ولس په دومره غرور يرغل وکړ چې له هيڅ قسم اسلحي کارولو يې مخ وا نړولو ، ان شآء الله اوس وينو چې دا طاغوت هم له سختې ماتې سره مخ دی .

د امريکايي طاغوتي اشغالګر رژيم سره استراتيژيک تړون :

که څه هم چې هيواد مو دولس کاله پخوا د امريکايي طاغوتي رژيم په مشری د نړيوال کفري حشر لخوا اشغال شوی دی واضح ده چې د اشغال او ګوډاګي رژيم تر مينځ د تړون موضوع هسې ملنډې وهل دي ځکه هيواد اشغال دی او دلته اشغال د خپلي خوښي حکمرانان په قدرت کښينولي دي دوی مجبور دی که د خپل قدرت بقاء غواړي نو د خپل کفري بادار اطاعت به کوي نو کله چې خپلواکي نه وي او خبره د غلامۍ او بادارۍ وي داسې باداري چې په وچ زور خپل حکم چلوي نو بيا د تړون مفهوم څه دی ؟

د کفري يرغل سره د استراتژيک تړون خطرناکي پايلې :

اول : د کفري يرغل سره د استراتژيک تړون د کفر او سکالر منل دي (د ايمان زوال )  .

واضح ده چې په هيواد کې د نړيوال کفري يرغل او د ۴۵ کفري هيوادو حضور د نور شمو اهدافو تر څنګ يې يو مهم هدف دا دی چې په هيواد کې اسلامي او شرعي نظام ( د قرآن او سنتو ) قوانين له مينځه يوسي او پر ځای يې کفري ديموکراسي حاکمه کړي ، چې همداسې يې وکړل ، د اوسني نظام قوانين او فيصلي ټولې د ديموکراسۍ قوانينو موافق دي ، که فرضاً د حکومت کوم قاضي يا حاکم شرعي فيصله صادره کړي ، حقوق بشر او کفري ټولنه يې نه پرېږدي او ورته وايي چې زما سره دې د ملل کفري قوانين منلي دي پر همغه عمل وکړئ .

د مثال په توګه قانون منع خشونت عليه زنان چې يو سکولر قانون دی سراسر د شريعت خلاف او د قرآن پر وړاندې د مخالفت صريح اعلان دی .

د دغه کفري قانون متن او د هغه رد دلته وګورئ .

لومړي برخه

دوهمه برخه

دريمه برخه

څلورمه برخه

پنځه برخه ، شپږمه برخه

همداسې د حکومت آساس پر ديموکراسۍ بنا دی ، تفصيل دلته وګورئ .

لومړي برخه ، دوهمه برخه ، دريمه برخه ، څلورمه برخه ، پنځمه برخه

تاسې چې د الله تعالی د دوښمنانو سره د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د دوستۍ او مدد کولو تړون کوئ آيا بيا هم د الله تعالی سره د مينې او دوستۍ او ايمان ادعا کوئ !

لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي :

وقوله سبحانه وتعالى : إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ { [الممتحنة:9] .

ژباړه : بې شکه الله تاسې د هغو کسانو د (دوستۍ ) څخه سخت منع کوي چې د دين په (کار) کې له تاسې سره جګړه کوي او تاسې يي له خپلو کورونو څخه ايستلې ياست او له يو بل سره يې ستاسې د ايستلو په کار کې مرسته کړې ده ، نو څوک چې له دوی سره دوستي وکړي ، نو همدوی ظالمان دي .

دوهم : د بې ګناه مسلمانانو د وژلو تأيدول :

په دې تړون کې يوه ماده ذکر شوی ده چې مونږ پر افغانستان کې د امريکا د قربانيو قدردانۍ کوو ، ای افسوس ! په دغه دولسو کالو کې ددې حکومت په چارواکو کې دومره څوک پيدا نشول چې يوازې يوه ناره يې پورته کړی وای چې ای ظالمې امريکا ولی زما وروڼه وژنې ، ولې په توره شپه کې د خلکو پر کورونو ناتار جوړوې ، ښځې ، ماشومان يې ور وژنې او د کور مشر يې قتل يا بندي کوئ ، خو ددې پر ځای چې د هغه د ظلم او بدمعاشۍ پوښتنه شوې وای د ظلمونو او وحشت قدردانۍ يې کيږي ، د دغه بل اور او روانو وژنو د درولو پر ځای د نور دوام تړون کيږي .

نو هر چا چې ددغه تړون په لاسليک کې برخه واخيسته د تيرو دولسو کلونو په قتلونو او راتلونکو وژنو کې به پوره شامل وي .

دريم: د فساد ، ظلم او وحشت او ټولو منکراتو منل او تأيدول  :

ټولو ته معلومه ده چې په هيواد کې د کفري يرغل تر سيوري لاندې  فساد اوج ته رسيدلی دی او ګوډاګي رژيم په نړواله سطحه په فساد ، غلا او چور کې لومړی مقام کټلی دی ، د سودي بازار ، رشوت ، د بيت المال غصب ، کفري او فاحشه مديا ، شراب او علني فحشاء قوم پرستي ، د اسلامي مقدساتو او شعائرو سپکاوی ، د هغو با عفتو خوندو چې چا يې د ټکري پيڅکه هم نه وه ليدلي په امريکايي سپيو و داړل شوې ، بې عزته او بې عفته شوې ، سپين ږېري او علماء مو بې عزته او بې پته شول ، زمونږ د مظلوم ولس سره يې داسې ظلمونه وکړل چې بيان يې مشکل دی ، نن چې هر کس د هغوی سره استراتيژيک تړون لاسليکوي په دغو ټولو تيرو شويو جرمونو او راتلونکو جرمونو کې ورسره شامل دي ځکه د ددې سره د تړون منل او لاسليک د هغوی د ټولو جرمونو قبلول او حتی د هغوی د ظلمونو او وحشت قدردانی کول دي او په دې بې ايمانه او بې غيرته تړون کې همدا ماده ذکر شوی ده چې مونږ د امريکا د دولسو کلونو قربانيو قدردانی کوو .

څلورم : د فساد ، چور ، غصب او منکراتو دوام :

په تيرو دولسو کلونو کې مو څه وکړل چې وروسته له دې به يې وکړئ د ديموکراسۍ علمبردارانو!

په فساد ، چور او غصب کې مو په نړيواله سطحه لومړی مقام و کټلو بيا هم د امنيت ، بازسازۍ او آزادۍ نارې وهئ !!!

الف ) : امنيت : امنيتي وضعيت له هيچا پټ نه دی اطراف لا پريږده په ښارونو کې څه حال دی په کابل کې چې پايتخت دی په هره اونۍ او مياشت کې څومره کورونه د غلو په وسيله لوټ کيږي ، په رڼا ورځ خلک لوټول کيږي او تښتول کيږي ، اول خو په غله باندې د غله نيول نا شوني دي خو فرضاً که غل ونيسي د پيسو په بدل کې يې په بيړه خلاصيوي او هغه د نورو غلو او لوټ لپاره هم اماده کيږي ، څو هفتې مخکې د کابل په پنځمه حوزه کې د يو کس کور په شپه کې غلو لوټ کړی وو ،غلو چې کوم موبايل له کوره وړی ؤ هغه تر يوې هفتې پورې فعال ؤ ، مخابراتې شبکې د موقعيت او تماسونو په اړه پوره معلومات ورکړی وو خو کابل قوماندنۍ واله ويل که واړه غله وي و به يې نيسو او که په کومه ستره ډله پورې تړلې وي بيا زمونږ له وسه بهر ده او د حوزې د جنايي جرمونو آمر ويل چې ما يې هويت تثبيت کړی دی په دريو ورځو يې نيسم خو د کور مالک وايي چې هغوی داسې راغلي ؤ لکه سړی چې چيرته چکر وهي تر ننه پوري يې هيڅ درک نشته، دا مثال د مشت نمونه خروار په توګه بيان شو نور نو روان وضعيت او حکومت له چا پټ نه دی .

ب ) : بازسازي : په دولسو کلونو کې چې په اصطلاح کومه بازسازي شوې ده ټوله سياسي بازسازي ده کفري يرغل د خپلو سياسي اهدافو د پاره تر سره کړی ده لکه د نظامي بيسونو او اډو جوړول ، د هوايي ځواک د ميدانونو او الوتکو د خطوطو جوړول ، له خپلو استوګنځيو څخه د ديوالونو تاوول ، د تيلو او نورو تجهيزاتو د ځای پر ځای کولو زخاير جوړول او خپلو اهدافو ته د ژر رسيدلو د پاره د سړکونو جوړول او داسې نور دي .

د دغه په اصطلاح بازسازۍ او کومکونو لويه برخه د دوښمن په نظامي تأسيساتو ، هوايي ميدانونو او تجهيزاتو لګول شوې او د دغو مصارفو کمه اندازه په سړکونو ، کلينکونو او مکاتبو او ځنې نورو پروژو لګول شوی ده .

خو که دغه د سړکونو او نورو عام المنفعه پروژو قيمت يوازې د افغانستان د هغو اسليحو او جنګي مهماتو سره مقايسه شي کومې چې امريکايانو له مينځه وړې دي د اسلحې قيمت به څو ځله ورڅخه پورته شي ځکه د روسانو د ماتي څخه وروسته په افغانسان کې بې حده زياتې اسلحې موجودې وې، امريکا ټول هوايي ځواک بمبارت کړ او د اسليحو سترې او لويي لويي دېپوګانې يې په دې بهانه چې دا د مخاليفونو لاس ته لويږي يا دا تير وخته دي او مونږ تاسې ته کمپيوټري اسلحې در کوو ټولي وسوزولې .

په تيرو دولسو کلونو کې داسې کوم آساسي کار نه دی شوی چې هغه د هيواد په اقتصاد باندې تأثير وکړي او ولس د احتياجه خلاص کړي ، ټول کارونه يې داسې دي لکه د برښنا چې د خپلو برښنايي فابريکو د ترميم پر ځای يې په ميليونونو ډالر ولګول له تاجکستان څخه يې برښنا وارده کړه چې د برښنا سويچ به د بل چا سره وي او هغه هم داسې چې تر اوسه پورې يې يوازې پايتخت ته مکمل برق نه دی رسولی او په ځنو سيمو کې داسې ضعيف دی چې د ورځې لخوا حتی د کالاشويي ماشين ته هم کار نه ورکوي  يعنې غير استندرد برښنا ده .

خلکو ! دا فکرونو مو له سره و باسئ چې امريکا مونږ ته هيواد جوړوي له مونږ سره کومک کوي ، هغوی ستا مزدوران نه دي چې تاسې ته ملک جوړ کړي او هغوی دومره ماړه نه دي چې ستاسو سره کومک وکړي بلکي هغوی وږي دي دلته د چور ، ګټې لاس را وړلو لپاره راغلي دي .

هغوی ستا د امنيت راوستلو د پاره نه دي راغلي چې مونږ ته حکومت او امنيت قايم کړي بلکي هغوی زمونږ د تسخيرولو ، د خپل کفري قانون عملي کولو او په دې لاره کې د مخالفت کوونکو د وژلو لپاره راغلي دي .

ج ) : آزادي : په اشغال کې د آزادۍ دعوی هسې خيال دی ، خو تر ټولو بدتره لا دا چې کفر ، شرک ، فساد ، فحشاء د پاره تبليغات او بيان او مديا ته هر ډول اجازه شته او حتی داسې شبکې تقدير او حمايه کيږي لکن د خپل مظلوميت د بيان او اسلام د پاره تبليغات بيا القاعده او تروسيت دی او د هغه د پاره هيڅ اجازه نشته ، آيا د بيان آزادي همداسې وي ؟

آخري خبرداری :

مسلمانانو وروڼو ! په دې باندې ښه پوه شئ چې ددې اشغال آساسي هدف د مسلمانانو تسخير د قرآن او سنتو له مينځه وړل او پر ځای يې د کفري ديموکراسۍ حاکمول دي او هيواد موجود نظام او حکومت يې ددې هدف د پاره يوه پروژه ده تر څو خپل اهداف ورباندې عملي کړي .

مسلمانانو وروڼو ! سخت خطرناک وخت دی د ايمانونو پلورل روان دي او خلک په ډير لږ مال باندې ايمانونه خرچوي ، له خپل ځان او خپل اهل عيال سره ډير پام کوئ ، خپلې عقيده او اعمالو او د خپل اهل عيال عقيدې او اعمالو ته ډير متوجه اوسئ که نن ورځ چا غفلت وکړ او د روانو کفري دسيسو او فتنو خيال يې ونه کړ نو خدای مه کړه د ايمان د ستر نعمت څخه به بې برخې شي .

په هيواد کې د ۴۵ کفري يرغلګرو هيوادونو حضور ستا د امنيت او بازسازۍ د پاره نه بلکي ستا د کافر کولو او تسخيرولو لپاره حضور لري او هر شبه ددې هدف د پاره فعاليت کوي .

ای افسوس د مسلمانان په حال چې نن د اسلام په ماڼې اور بل دی د قرآن پر ځای ډيموکراسي ځای نيسي خو مسلمانان يې په غفلت کې شپې سبا کوي د فکري جګړي پر وړاندې هيڅ فکري مقابله وجود نه لري مسلمانان هره لحظه د هغوی د ښکار کولو تر پوشش لاندې دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د ايمان پلورلو خطرناکې فتنې ته سوونه کاله پخوا داسې اشاره فرمايي :

بادروا بالأعمال فتنا كقطع الليل المظلم يصبح الرجل مؤمنا ويمسي كافرا أو يمسي مؤمنا ويصبح كافرا يبيع دينه بعرض من الدنيا ( المسلم ) .

ژباړه : د نيکو عملونو په کولو کې بيړه وکړئ مخکې له هغو فتنو څخه چې د تورو شپو ټکړو په شان به پرلپسې راځي ( حال به دا وي چې ) سهار به يو کس مسلمان وي او چې کله ماښام شي نو د ايمان نه به محروم وي او ماښام به هغه مؤمن وي او سهار به کافر وي . د دنيا د لږې ګټې د پاره به هغه خپل دين او ايمان خرچوي .

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها فقال قائل ومن قلة نحن يومئذ قال بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم وليقذفن الله في قلوبكم الوهن فقال قائل يا رسول الله وما الوهن قال حب الدنيا وكراهية الموت ( ابوداؤد ، و البيهقی ) .

ژباړه : داسې زمانه نږې ده چې (دوښمن ) قومونه به ستاسو پر خلاف ( د جنګ کولو ، اشغالولو او ستاسو ختمولو ) د پاره يو بل لره داسې دعوتونه ورکوي څنګه چې د خوراک کوونکی ډلې واله نورو ته د خوراک کولو دعوت ورکوي ، چا پوښتنه وکړه چې دا به زمونږ د لږوالي وجه وي ؟ نو حضور صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نه تاسې به هغه وخت ډير زيات يئ خو د سيلاب د خځلو او خاشاک په شان به وئ او الله پاک به د دوښمانو د زړونو نه ستاسې وېره او هيبت وباسي او ددې برعکس به ستاسو په زړونو کې [وهن ] واچوي . چا عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم وهن څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل د دنيا سره مينه او د مرګ څخه وېره .

له الله تعالی څخه ووېرېږئ د دوو ورځو ژوند او دوو ورځو عيش او څو دالرو د پاره پر ځان او اولس اور مه بلوئ !

له الله تعالی څخه وېرېږئ او هغه وخت در په ياد کړئ چې کله مو سترګې د چت طرف ته شي او د ځنکندن نښانې مو ښکاره شي ستا ټول مال او دولت ، عزت او منزلت به په صفر کې ضرب شي نو ددې لږ ژوند لپاره ولې داسې کوئ ؟ ګورئ له الله څخه ووېريږئ چې د الله (جل جلا له) نيول ډير سخت دي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. شمس الرحمن

    اسلام علیکم ورحمه الله

    دا په 100 فیصده سره داسی ثابته خبره ده لکه لمر ته چی ګوری چی دا د غلامی تړون دی دا د اسلامی شعائرو د ورانولو او بندولو تړون دی خو دا د خدای جل جلاله لطرفه یوه ډیر لویه ابتلا ټولو د افغانستان مسلمانانو ته ده چی خبیث او طیب مسلمان او منافق خپلو مخلصو بندګانو ته مالوم کړی – ولی دغه د افغانستان اکثره مسلمانان چوپه خوله ناست دی ولی هر ځای په دی غلام او منافق او لاسپوڅی حکومت او بادار یی ګوذارونه نکوی دا واضح خبره ده چی سکوت یعنی موافق – خو د متعال خدای دربار ته به ورخی او بیا به هلته هیچ بهانه او چل نه چلیږی.
    کچیری داسی وایی چی بی وسه (گوذار نه شو پری کولای، خبره نشو ورته کولای) یو دومره خو کولای شی چی هغه واقعی مجاهدین خو شه پیژنی ورسره کمک وکړی چی د دوی نه دوړه وباسی او داسی ور مالومه کړی چی تړون یعنی څه؟

    په آخر کی:
    یو موضوع ته اشاره کول غواړم هغه دا چی دا خاوره د انګریز د غلامی نه د اولیاوو په برکت آزاده شویده او انشاء الله دا خبیثان او رزیلان (نوکران او باداران یی) به همداسی وشرمیژی.
    خدای دی وکړی چی ټول مسلمان وړوڼه ددی حدیث مبارک په مطابق خپل اسلامی مسؤلیت اداء کړی
    عن ابی سعید الخدری رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم
    من رای منکم منکراً فلیغیر بیده فإن لم یستطع فبلسانه فإن لم یستطع فبقلبه و ذالک أضعف الایمان.
    مونږه ټول مسلمانان باید ددی حدیث مبارک پربنا اول او دوهم قانون کلک ونیسو او مراعات یی کړو دین په زاریو- سر ټیټ نیولو ـ غلامی او پټیدلو ندی راغلی دین په غیرت- قربانی- جهاد او شهادت باندی راغلی.
    پر ضمن کی هغه مسلمان وړوڼه چی د مجاهدینو سره مستقیم او یا غیر مستقیم تړاو او تماس لری د خدای پر لحاظ د مجاهدینو د اصلاح لپاره هم هڅی وکړی چی دیر زیات ورته ضرورت لری پر مجاهدینو کی ډیر زیات مشکلات شته. بعضو یی ددین نه سور اور جوړ کړیدی چی هیچوک ورنژدی کیدلای نشی داسی افراط او تفریط داسلام په دین کی نشته لکه دوی چی د عوامو سره شروع کړیدی. دغه عوام دی چی مجاهدین وو انګریز- روس او نورو منافقینو ته یی شکست ورکړی دی.
    مجاهد دی اوس ددی ملت سره داسی چلند نکوی چی ددین سره په تضاد کی وی د علماوو وعظ – نصیحت او لارښودنی دی واوری او عملی یی دی کړی خپل مشران د واقعی علما وټاکی. جاهلان رهبران دی نه ټاکی چی په نتیجه کی د جاهل د افراط او تفریط څخه علما په تیښته شی ځکه جاهل ته د عالم کړنه هم ناروا او جرم ښکاری بلاخره خدای دی نکړی عالم ددی ډاره چی د جاهل د کړنی سره مخالفت یا ممانعت کوی نو جاهل به یی حلالوی (او عوام به د عالم د ګمراه کیدلو فکرکوی) ځکه هغه جاهل نه پوهیږی چی عالم په حقه دی نو بلاخره به عالم هم خدای مکړه د باطل سره ولاړ وی لکه چی وینو یی.

    والله اعلم

  2. د اسلامي لارښود چلونکو څخه ډيره مننه ، چې اشغالګرو اهداف ، د هغوی وحشانه کړنې او د کړنو نتايج په ډيرو واضحو او مختصرو ټکو کې بيان کړی دی او په اخر مسلمانان لوی خطر ته متوجه کړی دي ، واقعاً چې ډير مهم مطلب ؤ .
    د شمس الرحمن ورور څخه هم مننه کوم چې ډيرو مهمو ټکو ته اشاره کړی ده او د مجاهدينو د چلند په اړه نصيحت کړی دی دا ډير ضروري ده چې د مجاهد عمل ، کړني ، اخلاق او سلوک بايد د ټولو څخه ښه او سم وي ځکه د جهاد هدف د دين قيام او تطبيق او بل بايد په خپلو صفونو کې فاسدو او جاهلو خلکو ځای ور نه کړي ځکه د خلکو د نفرت سبب ګرځي .
    و السلام

اترك تعليقاً