څلورم قانون :
د هلک او نجلی د پاره د واده د سن ټاکل :
هر گاه شخص زن را كه سن قانوني را تكميل نه نموده به عقد نكاح در آورد، به حبس متوسط كه از دو سال كمتر نباشد، محكوم میګردد ( قانون منع خشونت ) .
د هلک د پاره ۱۸ کاله او د نجلی د پاره ۱۶ کاله د واده سن ټاکل شوی دی .
قانون منع خشونت عليه زنان ليکي : (اهليت ازدواج وقتي كامل مي گردد، كه ذكور سن (18) و اناث شانزده سالگي را تكميل كرده باشند).
او که څوک په پورته قانون باندې عمل و نه کړي داسې سزا يې ورته ټاکلي ده :
(هر گاه شخص زن را كه سن قانوني را تكميل نه نموده و بدون رعايت حكم مندرج ماده (71) قانون مدني به عقد نكاح در آورد، حسب احوال به حبس متوسط كه از دو سال كمتر نباشد، محكوم و نكاح در صورت مطالبه زن، مطابق احكام اين قانون فسخ مي گردد) (ماده بسست و هشتم ) .
دا قانون د اسلام خلاف دی ځکه چې په اسلامي شريعت کې د واده کولو سن نه دی ټاکل شوی .
بلکي د نابالغو نکاح د ولی د اجازت په شرط صحي ده ، ليس في الشريعة تحديد لسن زواج الرجل أو المرأة ، وقد أجمع أهل العلم على جواز تزويج الصغيرة إذا زوجها أبوها من كفء( موقع الاسلام سوال جواب ) .
يجوز نکاح الصغير و الصغيرة اذا زوجها الولی ( هنديه ج ۲ ص ۲۹۰ ) .
د عايشی رضی الله عنه واده بلوغ ته د رسيدلو سره سم شوی :
وقالت عائشة رضي الله عنهما : ( تزوجني النبي صلى الله عليه وسلم وأنا ابنة ست , وبنى بي وأنا ابنة تسع ) (متفق عليه) يعنې : عايشه رضی الله عنه وايي : د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مې په سپږ کلنۍ کې کوږده او په ۹ کلنۍ کې واده وشو ( يعنې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته ور وستل شومه ) .
دا چې په اسلامي شريعت کې د نکاح د پاره سن نه دی ټاکل شوی ، فقهاؤ کرامو يې حکمت دا ښودلی دی چې د هلک او نجلی د بلوغ سن نظر جغرافيوي اقليم او اقتصاد ته فرق کوي د ګرمو اقليمونو هلکان او نجلی په کم سن کې بلوغ ته رسيږي مګر د یخو مناطقو هلکان او نجلی پس بلوغ ته رسيږي ، چې په هلکانو او نجونو کې د بلوغ سن فرق کوي ، د نجلی د بلوغ سن له 9- شروع تر 16 کلنې او د هلک د 12 کلنۍ نه شروع تر 17 کلنې پورې وي .
اسلام چې کامل ، شامل او نړيوال دين دی داسې حکمونه يې وضع کړی دی چې د ټولې نړی احوال او حالات په نظر کې نيول شوي دي ، کچيرې د واده سن 18 وټاکل شي د ګرمو اقليمونو ځوانان به د بلوغ نه ورسته 6 کاله انتظار کوي ، نو سره له دې چې يو څوک د واده د پاره پوره امکانات ولري ، د هغه د 6 کاله انتظار په موده کې په فتنو او ګناه د مبتلاء کيدو څوک ضمانت کولای شي .
حال دا چې څوک چې د نکاح کولو توان لري اسلامي شريعت هغه ته په نکاح کولو کې د بېړی حکم کړی دی:
وعن علي رضي الله عنه، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال له: “يا علي، ثلاثٌ لا تؤخرها، الصلاة إذا آنت، والجنازة إذا حضرت، والأيم إذا وجدت لها كفؤاً” (رواه الترمذي والمشکاة ) .
ژباړه : د علی رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ای علی : په دريو څيزونو کې تأخير مه کوه (بيړه کوه ) ، د لمانځه په ادا کولو کې کله يې وخت داخل شي ، د جنازه کله چې حاضره شي ، او نکاح کله يې چې سيال پيدا شي .
او فرمايي : رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي:[ إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ] ( الترمذی (1084) و ابن ماجه(1967) و حاکم (2695)) .
ژباړه : هر کله چې تاسې ته داسې کس چې دين او اخلاق يې د تاسې د خوښۍ سبب شي د خواستګارۍ د پاره رجوع وکړي نو د هغه سره خېښي وکړﺉ که نه نو په ځمکه کې به فتنه او فساد خواره شي
او څوک چې د نکاح کولو توان نه لري اسلامي شريعت هغه ته د صبر توصيه کړی ده تر هغه پورې څو الله تعالی د نکاح کولو وس او توان ورکړي .
الله جل جلا له فرمايي : وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ( النور 33) .
ژباړه : او څوک چې د نکاح (اسباب ) و نه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامې امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي :
« يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ» (متفق علیه – بخاری او مسلم ) .
ای ځوانانو ! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي ، ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي ،او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي ځکه روژه شهوت کنترولوي ، (روژه خپله د صبر تمرين دی) .
مګر په اسلامي شريعت کې د نکاح د پاره سن نه دی ټاکل شوي ،د نکاح د پاره د سن ټاکل او بيا په ټاکل شوي سن باندی د نه عمل کولو د پاره د سزا ټاکل د اسلامي شريعت خلاف ظلم دی او دې ډول صنف ته الله جل جلا له په خطاب سره فرمايي :
الله تعالي فرمايي: [ أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ] ( الشوری ۲۱ ) .
آیا دغه خلک د خدای سره داسې شريکان نیسي چه د دوی د پاره يې په دين کې داسې طريقې غوره کړی چه الله تعالی د هغې اجازه نه ده کړې.
او فرمايي:[ اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلا مَا تَذَكَّرُونَ] (اعراف ٣).
(ای خلکو !) د هغه څه نه پيروي وکړئ چې تاسې ته د ستاسو د پالونکي له خوا نازل شوی دي او بې له خپل رب څخه د نورو د دوستانو په توګه پيروي مه کوئ ،لږ نصيحت منئ.
له پيغمبر صلی الله علیه وسلم نه په صحيح حديث ثابت دی چه فرمايي : «مَن عَمِلَ عَمِلاً لَيسَ عَلَيهِ أمرُنا فَهُوَ رَدٌّ»:. (مسلم-1718) .
يعنې : هر څوک چه داسې عمل تر سره کړي چه زمونږ له (دين ) څخه نه وي مردود دی .
او فرمايي : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!» (متفق عليه) .
ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصار ) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟
او داسې کسانو ته د خطرناکو پايلو خبرداری ورکړ شوی دی :
بقول الله تعالى : [ فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ] (النور/ 63 ) .
ژباړه : پس ودې ويريږي هغه کسان چې مخالف کوي له امره د دغه (رسول زما ) له دې نه چې ورسيږي دوی ته آفت په دنيا کې او ورسیږي دوی ته دردناک غداب په آخرت کې .
د الله تعالی څخه ووېرېږئ ، د اسلامي شريعت پرځای په ټولنه کې د کفر او طاغوت قانون مه رواجوئ .
تر دې به لوی ظلم بل څه وي چې هغه خلک چې پر الله جل جلا له او د هغه په راليږل شوي شريعت ايمان لري، تاسې يې په فريب او توکه سره د کفر او طاغوت قانون د خپل دينوي اقتدار ، خپل پوچ نظر او مفکرې له مخې دعوتوي . که نه پوهيږي ځانونه پوه کړئ ، که د کفر او مخلوق نه ويريږئ د هغوی تر تأثير لاندې وئ نو يوازې له الله جل جلا له څخه وويرېرئ او د هغه (جل جلاله) حکمونو ته پوره تسليم شئ .
ګورئ د الله تعالی نيول ډير سخت دي ، نن مو چې هر طرف ته نارې وهل پيل کړي دي او خلک د الله جل جلا له څخه وېروو ، د الله تعالی په مخلوق مو ډير زيات زړه سوزي.
او بل دا د اسلامي شريعت را سپارل شوی مسئوليت چې هغه کسان له الله جل جلا له څخه ووېروو کوم چې د هوا او هوس په لومو کې ګير شوی وي .
” وما علينا إلا البلاغ “
” فعتبروا یا اولی الباب “
آن لاين اسلامي لارښود
د آنلاین اسلامی لارښود ټولو کارکوونکو ته سلامونه وایم : پس له سلامه ، دغه د غرب ګوډاګیان او لاڅپوڅي ولی د ازدواج لپاره سن او عمر ټاکی ؟ دا خو پدی خاطر ټاکی چی فساد او فحشا په اسلامی ټولنه کی خپره کړی څرنګه چی دغه فحشا او فساد په غرب کی اخیری درجی ته رسیدلی دی ، دغه ګوډاګیان چی دغه قانون یی جوړ کړی دی د غرب ګوډاګیان او په نوم افغانان دی دوی ه افغانان دی او نه اسلام ته قایله دی بلکه دوی هغه کسان دی چی په غرب کی یی په هوټلونو کی کاسی او لوښی وینځل او کله چی د افغانستان اسلامی امارت ددغه ګوډاګیان په سوال او زاری سره چی غرب ته یی کولی ماتی سره مخ شو نو دوی ډیر خوشحاله شول او موقع ورته پیدا شوه چی همدا اوس دی وخت دی زه یا به وزیر شی او یا به ریس ځکه چی دوی خو په هوټلونو کی لوښی وینځل نو فورا څوک وزیر ، څوک ریس او داسی … ، نو پدی خاطر دوی د غرب لنډغری او پلیتی ډیموکراسی ته کار کوی پدی خاطر چی دوی د هوټلونو څخه راوستل او دلته یی وزیران ، والیان او ریسان کړل .
دیدارالحق دیدار
ننګرهار همیشه بهار
اسلام عليکم ورحمة وبرکاة
ښاغلی ديداد ورور رښتيا هم همداسې ده
تر ټولو مهمه دا چې مونږ په دغه پليت قانون و پوهيدلو ، الله اسلامي لارښود ته کاميابي ورکړي
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
نو بیا ولی داسی چوپ پاتی یو باید خپل آواز اوچت کرو ددی ناولی قانون مخه ونیسو دا خو زمونز اسلامی وظیفه ده باید علماء ددی غربی قانون په د مطبوعاتو له لاری ملت ته خبر ورکری او خپل اسلامی مسولیت ته یی متوجه کری. مننه
و حيد جانه وروره ، مديا او مطبوعات ټول د دوی په واک کې دي او هغه د همدې لپاره کار کوي چې څنګه خلک بې لارې کړي .
په حکومت کې شامل علماء خو څو ډالرو داسې بې ايمانه ، بې غيرته کړل چې په ژوند کې به هم د حق او غيرت وينا ورباندې ونه کړي .
او افغانانو خو دې پرېږده چې که کوم چيرې د قرانکريم نسخه د کوم کافر لخوا وسوځول شي دوی يې په مظاهرو دفاع کوي .
حال دا چې د قرآن احکام د قرآن د نسخې په سوځولو له مينځه نه ځي اصلاً د قرآن سوځول دا دی چې د قرآن پر خلاف د قرآن او سنتو د له مينځه وړلو لپاره د غرب قانون رواجول او تطبيق کول غواړي د قرآن سوځول دې ته وايي .
عجيبه دا ده چې دا قرآن سوځول د داسې کسانو په لاس تر سره کيږي چې د مسلمانی دعوا هم کوي دې ته بيا ټول چوپ ناست وي خو که کله د کافر لخوا په ظاهری شکل قرآن سوځې بيا يو دوې ورځې نماشي ناري وهي او بس .