الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:
اسلامي شريعت د اسلامي دعوت د پاره لاندې طريقې او قواعد وضع کړي دي :
۱- د الله د دين طرف ته دعوت به په حکمت او ښه پند سره وي ، لقوله سبحانه وتعالی : ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ [النحل:125] .
ژباړه : (خلکو ته ) د خپل رب لارې ته په حکمت او ښه پند بلنه ورکړه .
۲- د هغوی سره په ښه شان په دليل بحث کول ، لقوله سبحانه وتعالی :
وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن [النحل:125]. وقال تعالى:وَلا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ [العنكبوت:46].
ژباړه : او د دوی سره په هغه توګه چې تر ټولو لارو ښه ده خبرې اترې وکړه ، او اهل کتابو سره له غورې لارې پرته بحث او جدال مه کوئ .
۳- د هغوی په اذيت او آزار باندې صبر کول :
قال تعالى:وَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْراً جَمِيلاً [المزمل:10].
ژباړه : او په هغه څه چې دوی وايي زغم وکړه او په ښه شان له دوی ځان لرې وساته .
۴- د ناهېلې او مايوسي نه ځان ساتل او هغوی ته د اصلاح او هدايت دعا کول :
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رضی الله عنه قَالَ: كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم يَحْكِي نَبِيًّا مِنَ الأنْبِيَاءِ ضَرَبَهُ قَوْمُهُ فَأَدْمَوْهُ، وَهُوَ يَمْسَحُ الدَّمَ عَنْ وَجْهِهِ، وَيَقُولُ: «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِقَوْمِي فَإِنَّهُمْ لا يَعْلَمُونَ». (بخارى:3477)
ژباړه : عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وايي : ګواګې همدا اوس نبی کريم صلی الله عليه وسلم وينم : چې د يو پيغمبر قصه يې کوله چې خپل قوم يې وهلی او په وينو لړلی وو او هغه په داسې حال چې څهرې څخه يې وينې پاکولې وايي : ای الله ! زما قوم وبخښي ځکه چې هغوی نه پوهيږي .
۵- د شرعي علم حاصلول ، هغه داعي چې کفارو ته دعوت ورکوي بايد دومره علم ولري چې د کفارو د شبهاتو او دلائلو ځواب په ښه شان د اسلامي شريعت موافق ورکړي ، که خپله يې دا کار په توان کې نه وي دا موضوع دې له نورو ديني علماؤ او نورو اسلامي سايتونو سره شريکه کړي .
قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ (يوسف ۱۰۸)
ژباړه : ووايه دغه لاره زما ده چې خلق بولم د الله طرف ته په بصيرت ( علم او ښکاره بيان ) .
۶- غير مسلمو ته د اسلام ښکاره کول او تمثيل يې په ښه سلوک او تعامل ، تقوی او امانت دارۍ سره ، ډير کسان چې مسلمان شوي دي يا مسلمانيږي هغوی د مسلمان د ښه سلوک ، امانت دارۍ ، انصاف ، عدالت ښې معاملې جذب کړي او د هغه د ښو اعمال تر تأثير لاندې راغلی او بيا يې د اسلام دين ته مخ کړې ده .
قال تعالى:وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآياتِنَا يُوقِنُونَ [السجدة:24]
ژباړه : او کله چې هغوی زغم وکړ او زمونږ پر آيتونو يې باور وکړ ، په هغوی کې مو داسې لارښوونکي پيدا کړل چې زمونږ په امر يې لارښوونه کوله .
وقد قالت عائشة عن رسول الله صلى الله عليه وسلم: كان خلقه القرآن. رواه أحمد .
او بی بی عايشه رضی الله عنها وايي د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق قران وو ( سلوک او کردار ټول د قرآن موافق وو ) .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
يجب عليك تسجيل الدخول لاضافة تعليق.