د دعوت فضيلت

اسلام ته د بلنې فضيت :

دعوت زيات فضيلت لري ځکه دعوت د پيغمبرانو دنده ده او د نيکو کسانو دنده ده او زمونږ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په نبوت سره د پيغمبرۍ سلسله ختمه شوې ده او د اسلامي دعوت مسئوليت امت ته سپارل شوی دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغوی (صلی الله عليه وسلم ) مبارک صحابه کرام رضی الله عنهم اجمعين په ډير کم وخت کې اسلام د دعوت او جهاد له لارې د شرق نه تر غرب ، شمال نه تر جنوب او د هغه وخت ټولو قارو او نړۍ ته ورسولو نن عصر دا دنده د امت اوسني نسل ته پاتې ده او زمونږ څخه به بل نسل ته پاتې کيږي .

دعوت زيات فضيلت لري په قرآنکريم او سنتو کې يې زيات فضيلت ذکر شوی دی .

قال الله تعالى: وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ[فصلت:33]،

ژباړه : او د وينا له کبله به د هغه چا تر خبرې د بل چا خبره ښه وي ؟ چې د الله لوري ته بلنه کوي او ښه عمل کوي او وايي چې زه مسلمان يم .

عَنْ سَهْلِ بن سعد، رضي اللَّه عنْه، أنَّ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ لِعَلي، رضي اللَّه عنْه: « فو اللَّهِ لأنْ يهْدِيَ اللَّه بِكَ رجُلاً واحِداً خَيْرٌ لكَ من حُمْرِ النَّعم » متفقٌ عليهِ.

له سهل بن سعيد رضی الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علی رضی الله عنه ته وفرمايل :

په الله سوګند دی که چيرې ستا په لاس الله تعالی يو کس ته هدايت وکړي ستا د پاره تر سورو اوښانو بهتر دی .

 عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا.  (مسلم 2674 ) .

له ابی هريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

کوم بنده چې د نيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر او ثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

که د چا په وسيله کوم غير مسلم ته الله هدايت وکړي او هغه اسلام ومني او نيک اعمال شروع کړي د هغه په لمونځ ، زکات ، روژه او نورو ټولو اعمالو کې به داعي ورسره شريک وي ځکه چې دغه داعي د هدايت سبب شوی دی او د هغه د اجر نه به هم هيڅ نه کميږي .

اسلام ته د بلنې عالمي څانګه

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. Muhammad Ismail

    Very wll brother. keep it up.May Allah give more spirit.

اترك تعليقاً