د څو مهمو شرعي پوښتنو ځواب

ګرانواومحترمواستادانواوداسلامی دین خدمت ګارانو دیرخوښ یم چی داسی یوڅوک شته چی دمسلمانانودینی پوښتنوته دخپل قیمتی وخت په تیرولوسره ځواب ورکوی

اوالله (ج) به انشاءالله ددی خدمت بدله په دنیااوآخرت کی ورکوی اومونږبه هم دعاورته کوو

ګرانواومحترموزه هم یوڅوپوښتنی لرم هیله ده چی بیرته په همدغه ایمیل دارس راته ځواب راکړی که زرشی نوډیره به ښه وی ترڅوله ګناه څخه می ځان ساتلی وی

اوله پوښتنه =دقضاشویولمنځونوبیرته راکرځولووختونه په ډیرساده ډول راوښیی

   دوهمه پوښتنه =دخپلی ښځی دتیومچوکول اویاهم زبیښل څه حکم لری

دریمه پوښتنه =دخپلی ښځی سره دمقعدله خوایوځای کیدل څه حکم لری آیاروادی اوکه نه که وی په کوم وخت کی دی

څلورمه پوښتنه =دخپلی ښځی سره دلوڅوفلموکتل څه حکم لری روادی اوکه نه که وی په کوم وخت کی دی

پینځمه پوښتنه =له خپلی ښځی سره دحیض اونفاس په وخت کی یوځای والی څه حکم لری روادی اوکه نه که وی په کوم وخت کی دی

شپږمه پوښتنه =په کوم وخت کی غوسل فرض کیږی آیاکه انزوال صورت ونه نیسی بیاهم فرض کیږی

اوومه پوښتنه =دخپلی ښځی په تناسلی آله باندی دخپلی تناسلی آلی لګول (په خوله باندی یی )څه حکم لری

اتمه پوښتنه =دښځی سره په خبرواویامستی باندی که چیری دمیړه له الی څخه کم څه راووځی اوپه فشارهم نه وی په خوندیی هم پوه نه شی څه حکم لری

ستاسودزرځواب په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لمانځه قضايي د مکروه وخت څخه بغير هر وخت کرځول کيدای شي تفصيل دلته وګورئ

دوهم ځواب : که په تيو کې شېدې نه وي باک نه لري ، تفصيل دلته وګورئ .

دريم ځواب : د مقعد له ليارې يو ځای والی حرام او سخت ګناه ده داسې کول د الله تعالی د رحمت څخه د لريوالي سبب کيږي او دا کس معلون دی تفصيل دلته وګورئ .

څلورم ځواب : د لوڅو فلمونو کتل د نارينه او ښځو د پاره حرام د کبيره ګناهونو مجموعه ده تفصيل دلته وګورئ .

پنځم ځواب : له ښځې سره د حيض او نفاس په وخت کې يوځايوالی حرام دی تفصيل دلته وګورئ .

شپږم ځواب : د غسل د فرض کيدو صورتونه دلته وګورئ .

اوم ځواب : دا عمل د کافر قوم او حيواناتو کار دی تفصيل دلته وګورئ .

آتم ځواب : دا د شهوت اوبه دي په دې باندې غسل نه فرض کيږي تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً