د نفاس په وخت کې جماع يا کورواله کول څه حکم لري ؟

محترمو ورونو!

السلام علیکم

یو له دوستانو نه راڅخه وپوښتله چې که یو سړی د خپلې ښځې سره د نفاس په حالت کې د شا لخوا یعنی د مقعد لخوا یو ځای شي څه حکم لري.

دا چې ما سره پوره او دقیق ځواب نه وو نو له تاسو وروڼو څخه غواړم چې په دغه مورد باندی خپل نظریات راسره شریک کړی

والسلام

ستاسو ورور محمد حامد له کابله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : دا چې د حيض او نفاس په موده کې له ښځې سره جماع کول حرام دي لقوله تعالی : ( فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ وَلا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى يَطْهُرْنَ ) البقرة/222 يعنې د ښځو څخه د مياشتني عادت په موده کې ځان لرې وساتئ او څو چې دوی ښي پاک شي ور ته مه نږدې کيږئ .

دوهم : د ښځې سره د شاه په طرف دبر يا مقعد کي جماع کول حرام دي ، لقوله سبحانه وتعالى : ( فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّه ) البقرة/222، يعني  کله چې ښې پاکې شوې نو کولای شئ په هغه ځای کې چې الله جل جلا له  تاسې ته امر کوي ور ته راتګ وکړئ .

يعنې څنکه چې الله جل جلا له  تاسې ته امر کوي چې هغه  د مخي طرف دی کوم چې د حرث يا کښت او نسل ځای دی .

لقوله تعالی : ( نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُم ) البقرة/223، يعنې ستاسې ښځې ستاسې لپاره کروندې (د نسل ځای ) دی نو هر ډول چې غواړئ د خپل کښت کرلو ځای ته ورشئ .

واضح ده چې دبر يا مقعد د نسل ځای نه دی  .

او لکه څنکه چې د حيض او نفاس په موده کې جماع کول حرام دي ځکه چې هغه وخت کې چرک او نا پاکې وي همداسې د شاه په طرف کې جماع کول د پاکي او نا پاکۍ په موده کې حرام دي ځکه چې دا د جماع ځای نه دی .

او همدارنګه په دې باره کې ډير احاديث راغلي چې په هغه کې د ښځې سره د لواطت کولو سخت وعيدونه ذکر شوی دي :

د أبي هريرة رضي الله عنه نه روايت دی چې  : رسول الله صلى الله عليه وسلم  فرمايي: (ملعون من أتى امرأته في دبرها ) رواه أحمد وأبو داود (2162) وحسنه الألباني في صحيح أبي داود .

معلون دی ( د الله جل جلا له  د رحمت څخه محروم او لري ) دی هغه کس کوم د ښځې سره د شا په طرف مقعد کې جماع وکړي )

نور تفصيل دلته وګورئ

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. څرنګه چه دنفاس په حالت کی جماع کول حرام. کچیری يوسړی دنفاس په وخت کی جماع وکړی ددی څه حکم دی په لاند دوه حالاتو کی. (ایا په نکاح باند کوم اثر غورځیږی). ۱-حالت: کچیر قصدآ وکړی یعنی خبر وی چه دا حرام دی ۲- کچیر خبرنه وی.

    مهربانی به مو وی که جواب موراولیږه.

  2. څرنګه چه دنفاس په حالت کی جماع کول حرام. کچیری يوسړی دنفاس په وخت کی جماع وکړی ددی څه حکم دی په لاند دوه حالاتو کی. (ایا په نکاح باند کوم اثر غورځیږی). ۱-حالت: کچیر قصدآ وکړی یعنی خبر وی چه دا حرام دی ۲- کچیر خبرنه وی.

    مهربانی به مو وی که جواب موراولیږه.

    • د حيض او نفاس په وخت کې جماع کول حرام دي که د چا څخه دا ګناه وشي نو په اخلاص سره دې توبه وباسي او صدقه دې ورکړي .
      د صدقې اندازه يو دينار يا نيم دينار دی .
      د ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی که څوک د حيض په وخت کې مقاربت وکړي بايد « يَتَصَدَّقُ بِدِينَارٍ أَوْ بِنِصْفِ دِينَارٍ » (يو دينار يا نيم دينار به صدقه کړي ) رواه أحمد (1/229، 312 )، و أبو داود(264 ، 2168 )، و الترمذي (137) بنحوه. و النسائي (290)،و ابن ماجه (640).
      الشیخ محمدبن إبراهیم- فتاوی و رسائل (2/98،99) کې ليکلي چې هر دينار له يو طلايي مثقال سره برابر دی .
      يو مثقال 4.25 ګرامه او نيم مثقال 2.125 ګرامه کيږي که نیم دينار وټاکو او د سرو رزو د يوه ګرام قيمت 1700 فرض کړو نو 2.125×1700 به مساوي شي په 3312 افغانۍ به په مسکينانو او فقيرانو وويشي .
      او په نکاح هيڅ خلل نه رامينځته کيږي ځکه نکاح يوازې په طلاق او ارتداد يا کفر ته اوښتلو باندې له مينځه ځي او بس
      والله اعلم

  3. زه دزړه له کو ستاسو څخه مننه کوم چه مونږ ته مو ځواب راکړ.