د ښې ښځې صفات څه دي ؟

د ښی ښڅی ښه صفات اوعادات که په لنډ ډول ولیکی ډیره مهربانی به مو وي

احمد شاه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ښې ښځې مهم صفت دينداري او تقوی ده چې خپله د ديندارۍ بيا د خير برکت او ډيرو صفاتو مجموعه ده :

رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښځې د انتخاب په اړه فرمايي :

” تنكح المرأة لأربع : لمالها ، ولحسبها ، ولجملها ، ولدينها ، فاظفر بذات الدين تربت يداك ” متفق عليه . ښځه د څلورو شيانو په نظر کې نيولو سره انتخاب کړﺉ : مال او دارايي ، اصل او نسب ، ښايست او دينداري ، پس دينداره ښځه انتخاب کړه ، لاس دې په خاورو سپره شه (ابي هريره )

په پورته حديث شريف کې په ذات الدين صفت باندې تأکيد شوی ځکه که ښځه دينداره وي نو د ديداري د ټولو صفاتو بنسيټ او اساس بلل کيږي ، هغه صفات چې په ذات دين ښځه کې شامل وي ځنې يې په لاندې ډول دي :

۱- سالمه عقيده : سالمه عقيده چې د اهل سنت و الجماعت موافق وي د ټولو ښو اعمالو بنسيټ بلل کيږي او که د اهل بدعت او اهل ضلالت څخه وي نو هغه ذوات الدين يا دينداره نه بلل کيږي .

۲- د ميړه اطاعت : دينداره ښځه د خپل ميړه اطاعت کوي ځکه چې هغه د الله جل جلا له  او رسول الله صلی الله عليه وسلم  د امر فرمانبرداره وي الله جل جلا له  او رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغې ته د خپل خاوند د اطاعت کولو حکم کړی دی .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قِيلَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّ النِّسَاءِ خَيْرٌ ؟ قَالَ : الَّتِي تَسُرُّهُ إِذَا نَظَرَ ، وَتُطِيعُهُ إِذَا أَمَرَ ، وَلَا تُخَالِفُهُ فِي نَفْسِهَا وَمَالِهَا بِمَا يَكْرَهُ .

ژباړه : ابی هريرة وايي : چا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه چې کومه ښه ښځه ده ؟ ويې فرمايل :هغه چې کله ور ته وګورې خوشحاله شي ، چې کله د څه امر ور ته وکړي اطاعت کوي ، او د ځان او مال په حصه کې کوم چې ته يې نه خوښوي مخالفت نه کوي (ستا په غيابت کې د خپل نفس او مال حفاظت کوي ) .

بل حديث شريف کې راغلی : “الدنيا كلها متاع ، وخير متاع الدنيا المرأة الصالحة ” رواه مسلم 1468

دنيا ټوله متاع ده ، د دنيا غوره متاع صالحه او دينداره ښځه ده .

۳- د خير په کار کې د ميړه مدد کول :دينداره ښځه د خپل خاوند د دين او ايمان مددګاره وي هغه ته په طاعت امر کوي او له بې دينۍ او محرماتو يې منع کوي .

په حديث شريف راغلي رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرفاروق رضی الله عنه  ته و فرمايل :ايا تا د غوره مال او کنز څخه خبر نه کړم چې يو څوک يې زخيره کوي ؟ هغه غوره مال او دولت عبارت له : شاکره زړه ، ذاکره ژبه او مسلمانه دينداره ښځه (رواه الترمذي 3094) .

۴- دينداره ښځه نيکوکاره او صالحه وي :

دينداره بی بی د خپل رب فرمانبداره وي او کله چې ميړه مسافر وي هغه د خپل کور او آبرو حفاظت کوي او تر ټولو مهمه دا چې خپل اولاد ته اسلامې روزنه ورکوي .

قوله تعالی : فَالصَّالِحَاتُ : قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ( النساء/ 34)

 نو نېکې ښځې امر منونکې دي او د (ميړو ) په غيبت کې (د هغوی د شان او مال ) ساتنه کوي له همدې امله الله جل جلا له  د هغوی (د حقونو پر ميړونو باندې ) ساتنه کړې ده .

وعَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِى وَقَّاصٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : ( أَرْبَعٌ مِنَ اَلسعَادَةِ : الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ ، وَالْمَسْكَنُ ألوَاسِعُ ، وَاَلجَارُ الصَّالِحُ ، وَالْمَرْكَبُ اَلهَنِيءُ ، وَأَرْبَع مِنَ اَلشًقَاوَةِ : اَلْجَارُ السُّوءُ ، والمرأة اَلسُّوءُ ، وَالْمَسْكَنُ اَلضيقُ ، وَالْمَرْكَبُ السُّوءُ ) .

سعيد بن ابی وقاص وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : څلور د سعادت او نيکبختۍ څيزونه دي : صالحه او دينداره ښځه ، پراخه استوګنځی ، صالح ګاوندی ،راحت او آسوده سورلۍ ، او څلور د بدبختی څيزونه دي : بد ګاوندی ، بده ښځه ، تنګ کور ، بده سورلۍ .

۵- دينداري د جنت د دخول وسليه ده : دينداره ښځه اطاعت کوونکي د خپل رب او خپل خاوند وي داسې ښځه به په ډير اکرام او عزت جنت داخليږي هغې ته به ويل کيږي له کومې دوازې چې غواړې جنته ته داخله شه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إِذَا صَلَّتْ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَحَفِظَتْ فَرْجَهَا وَأَطَاعَتْ زَوْجَهَا قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الْجَنَّةَ مِنْ أَيِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ شِئْتِ  (رواه أحمد (1664)

يعني : کله چې کومه ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي ، د آبرو حفاظت وکړي او د ميړه اطاعت وکړي ، هغې ته ويل کيږي له کومې دروازې چې غواړي جنت ته ننوځه .

نو څرګنده شوه چې د ښځې دينداري زيات اهميت لري دينداره ښځه د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب ګرځي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email