(۲) د کور د اصلاح د پاره څلويښت نصيحتونه

دوهم نصيحت : د ښځې د اصلاح د پاره کوښښ کول :      

کچيرې ښځه صالحه وي نو فبها و نعمت دا به د الله جل جلا له  فضل وي او که صالحه نه وي نو د هغه او کور د اهل اصلاح کول د الله جل جلا له  د طرف نه يو واجبي حکم دی .

او سړی دې په دې پوه شي چې اول خو هدایت د الله جل جلا له  د جانبه دی او اصلی اصلاح کوونکی الله جل جلا له  دی ، لکه الله جل جلا له  چې د خپل بنده حضرت زکريا عليه سلام په اړه فرمايي : { وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ } سورة الأنبياء ، الآية 90

يعنې : او د هغه ميرمن مو د هغه د پاره صالحه او وړ وکرځوله ، دغو کسانو د ښېګنې په چارو کې منډې ترړې کولې او مونږ یې له ميلان او وېرې سره بللو ، او زمونږ پر وړاندې غاړه ايښودونکی وو .

د ښځې د اصلاح د پاره ځنې صورتونه په لاندې ډول دي :

۱- د ځان په شان د هغې د ايمان لوړوالی او داسلامې شريعت د ضروري احکام ور زده کول .

۲- د شپې د لمانځه د پاره د هغې پاڅول .

۳- د قرآنکريم تلاوت کول .

۴- د اذکارو او مسنونه دعاګانو يادول او په مناسب وخت کې د هغه ذکر کول .

۵- د صدقي ورکول .

۶- اسلامې کتابونو لوستل .

۷- اسلامې بيانونو او وعظ ته غوږ نيول .

۸- د صالحو ښځو سره د ديني معلوماتو او نصحيت تبادله کول .

۹- د بد کرداره ښځو د ناستې ولاړې ، راشه در شه څخه پرهيز او د فساد له ځايونو څخه لرې والی

دريم نصيحت : کور د الله جل جلا له  د ياد ځای ګرځول :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ” مثل البيت الذي يذكر الله فيه ، والبيت الذي لا يذكر الله فيه مثل الحي والميت “ .

ژباړه : مثال د هغه کور چې په هغه کې د الله جل جلا له  ذکر کيږي او هغه چې په هغه کې د الله جل جلا له  ذکر نه کيږي په مثال د ژوندي او مړه دی .

نو په کار ده چې خپل کور د الله جل جلا له  د ذکر ځای و ګرځوو . هغه که د زړه ذکر وي ، د ژبې ذکر وي ، لمونځونه وي ، د قرآنکريم تلاوت ، د علم شرعي مذاکره کول او يا د شرعي کتابونه لوستل وي .

نن عصر د ډيرو مسلمانانو کورونه د مړو په شان دي چې په هغې کې د الله جل جلا له  د ذکر پر ځای د شيطان ذکر کيږي لکه موسيقي ، ساز او سرود ، مجسمې او د تصويرونو ځړول ، غيبت او بهتان کول او داسې نور منکراتو نو داسې کور ته به څنګه پريښتې ننوځي ؟ او په داسې کور کې به برکت او خير له کومه شي ؟

دا خو لا څه چې د هغو کسانو به څه حال وي چې پخپل مينځ کې د خپلو نا محرمو خپلوالو تر مينځ اختلاط کوي د اقاربو تر مينځ تبرج وي (بې حجابي ) او د خدمتګار کور او کوتې ته داخليدل وي .

پس ژوندئ کړئ کورونه خپل په ياد د الله جل جلا له  سره .

ليکنه : د ریاض جيد عالم شيخ محمد صالح المنجد

ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email