(۴) د کور د اصلاح د پاره څلويښت نصيحتونه

پنځم نصيحت : د اهل ايماني تربيه

عن عائشة – رضي الله عنها – قالت : ” كان رسول الله صلى الله عليه وسلم ، يصلي من الليل فإذا أوتر قال قومي فأوتري يا عائشة ” . رواه مسلم ، مسلم بشرح النووي 6/23

 عايشی رضی الله عنها وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  به چې کله د شپې د وتر لمونځ کولو ويل به يي : پاڅيږه ای عايشی زما سره د وتر لمونځ وکړه (د تهجد کونکي د پاره سنته طريقه دا ده چې لومړی تهجد وکړي او بيا د وتر لمونځ وکړي )

وقال صلى الله عليه وسلم : ” رحم الله رجلا قام من الليل فصلى فأيقظ امرأته فصلت ، فإن أبت نضح في وجهها الماء ” . رواه أحمد وأبو داود ، صحيح الجامع 3488

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : الله جل جلا له  دې په هغه سړي رحم وکړي چې د شپې پاڅيږي لمونځ وکړي او خپل ښځه هم پاڅوي او له هغه سره لمونځ وکړي ، او د نه بيداری په صورت کې د هغې پر مه اوبه اچوي .

ښځو ته په صدقه ورکولو ترغيب ځکه د صدقي ورکول د ايمان د زيادت سبب ګرځې او دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو ستر امر دی ښځو لره :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : “يا معشر النساء تصدقن فإني رأيتكن أكثر أهل النار”.رواه البخاري،الفتح 1/405

ای د ښځو ډلې ! صدقه ورکوئ ځکه تاسې مې اکثره اهل د دوزخ وليدلی  .

او د هغې د پاره د څه تبرع او هبه په شکل د يوه صندوق جلا کول په کور کې تر څو له دې صندوق څخه مسکينانو او فقيرانو ته صدقه ورکړي ، همدارنکه ، د خپل اهل سره د ايام البيض ، عرفه ، د محرم نهم د محرم لسم يا عاشورا په ورځو کې روژه نيول .

شپږم نصيحت : په هغه شرعي او سنتو اذکار باندې پابندې کول کوم چې په کور پورې تعلق لري :

د کور څخه د وتلو دعا :

«بِسْمِ اللهِ تَوَّكَّلْتُ عَلَى اللهِ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللهِ»[ سنن ابوداود 4 / 325]

( د الله په نوم په الله جل جلا له  توکل کوم او د الله جل جلا له  پرته د رجوع ځای او قوت نشته )

کور ته د ننوتلو دعا :

«بِسْمِ اللهِ وَلَجْنَا، وَبِسْمِ اللهِ خَرَجْنَا، وَعَلَى رَبِّنَا تَوَكَّلْنَا» [سنن ابوداود]

 (د الله جل جلا له  په نوم (کور ) ته داخليږم او د الله جل جلا له  په نوم (له کور څخه ) وځم او په الله جل جلا له  توکل کوم )

بیت الخلاء ته د ننوتلو دعا :

«بِسْمِ اللهِ، اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ» [صحيح بخاري او صحيح مسلم]

د الله جل جلا له  په نوم ، ای پروردګاره ! زه پر تا پنا وړم له (شره ) د (شيطان ) نارينه او ښځينه .

د بیت الخلاء نه د وتلو دعا :

 [غُفْرانَكَ] «الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَذْهَبَ عَنِّى الأَذَى وَعَافَانِى» [سنن ترمذي او ابو داود]

آمرزش ترا میطلبم. ثنا و ستایش مرا خدایرا که از من چیزهای مؤذی را دور نموده و مرا عافیت بخشیده است).

(ستا څخه بخښنه غواړم ، ټولې ستاينې هغه الله جل جلا له  لره دي چې زما څخه يي مضر شيان لری کړل او ما ته يي روغتيا او نجات راکړ )

د خوراک نه مخکې دعا :

د خوراک په شروع کې «بسم الله» ويل او که په شروع کې «بسم الله» ويل هير شي نو بيا به : «بِسْمِ اللهِ فِيْ أَوَّلِهِ وَآخِرِهِ»([1]). ( د الله جل جلا له  په نوم په اول او آخر کې شروع کوم ).

د خوراک وروسته دعا :

«الْحَمْدُ ِللهِ الَّذِيْ أَطْعَمَنِيْ هَذَا وَرَزَقَنِيْهِ، مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّيْ وَلاَ قُوَّةٍ» [سنن ابوداود]

ټولې ستاينې هغه الله جل جلا له  لره دي چې ما ته يي دغه خوراک راکړ او ما ته يي بغير د قوت او قدرت له صرف کولو روزې راکړه .

يا دا دعا ويل : الحمد لله الذي أطعمنا و سقانا و جعلنا مسلمين (الجامع الصغير 6756 )

(ټولې ستاينې هغه الله جل جلا له  لره دي چې مونږ ته يي خوراک راکړ او مونږ ته يې د چښاک شی راکړ او ګرځولي يو مونږ مسلمانان )

 د عطسه (پرنجيدلو ) دعا :

کله چې انسان ته پرنجۍ ورشي وايي به : «الحَمْدُ ِللهِ» او څوک چې له ده سره موجود دي هغوی به وايي : «يَرْحَمُكَ اللهُ» (الله جل جلا له  دې پر تا ورحميږي ). پرنجي کوونکی به د هغه په ځواب کې وايي: «يَهْدِيْكُمُ اللهُ وَيُصْلِحُ بَالَكُمْ» (الله جل جلا له  تا ته هدايت وکړي او الله جل جلا له  ستاسې حال يا بال بچ صالح وګرځوي) [صحيح بخاري 7 / 125، او مسند امام احمد بن حنبل]

د جامې اغوستلو دعا :

الحمد لله الذِی کَساَنِی هذا (الثوب ) و رزقنيه من غير حول منی و لاقوة ( اهل سنن – ارواء الغليل ۷/۴۷ )

ساينه هغه الله جل جلا له  لره ده چې ما ته يي واغسته دغه جامه او زورې را کړه بغير زما له توانايی او قدرت څخه .

د نوي جامې اغوستلو دعا :

اللهم لک الحمد انت کسوتنيه اسألک من خير و خير ما صنع له و اغوذبک من شره و شر ما صنع له (ابوداود ، ترمذي )

الله جل جلا له  ساينه تا لره ده چې ما ته دې واغسته (جامه ) زه له تا څخه د دغه جامې خير غواړم او خير د هغه څه د کوم د پاره چې دا لباس جوړ شوی دی او پر تا پنا وړم له شره د هغه او له شر د هغه د کوم د پاره چې  دا لباس جوړ شوی دی .

 د خپلې بی بی سره د کورواله کولو په وخت کې دعا :

«بِسْمِ اللهِ، اللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ، وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا» [صحيح بخاري 6 / 141 او صحيح مسلم 2 / 1028]

 (د الله جل جلا له  په نوم ، ای الله جل جلا له  ! مونږ د شيطان له (شر) نه وساتي ، او هغه اولاد چې مونږ ته يي راکوي د شيطان له (شر) څخه وساتې ).

د خوب نه مخکې دعا :

«بِاسْمِكَ اللَّهُمَّ أَمُوْتُ وَأَحْيَا»[6324 بخاری ]

 (ای الله جل جلا له  ! ستا په نوم زما ژوندي کيدل او مړه کيدل دي )

د خوب نه د بيداريدو دعا :

«الحَمْدُ للهِ الَّذِي أَحْيَانا بَعْدَ مَا أمَاتَنَا وإلَيْهِ النُّشُورُ»[صحيح المسلم ]

 (ثناء او ستاينه هغه الله جل جلا له  لره ده چې مونږ يې وروسته له مرګ څخه ژوندی کړو او د هغه طرف ته زمونږ رجوع کول دي )

د مسواک وهل :

روى الإمام مسلم في صحيحه عن عائشة – رضي الله عنها – قالت : ” كان رسول الله صلى الله عليه و سلم ، إذا دخل بيته بدأ بالسواك ” رواه مسلم كتاب الطهارة باب 15 رقم 44

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  عادت مبارک دا ؤ چې کله به کور ته داخيلدو مسواک به يي وهلو .

آن لاين اسلامې لارښود


[1]– سنن ابوداود 3 / 347.

Print Friendly, PDF & Email