د چرسو څکول ،تجارت او زراعت حرام دی

چرس څکول د مذاهبو په اتفاق حرام دي ، د حرمت وجې او دلائل په لاندې ډول دي :

اول  د عقل زوال او نشه : د اسلامې شريعت عمومي قاعده ده چې هر شی نشه ولري حرام په حکم د شرابو او خمرو کې شامل بلل کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( كل مسكر خمر ، وكل مسكر حرام …. رواه مسلم (2003) .

ټول نشه کوونکي شراب دي ، او ټول نشه کوونکي حرام دي ،

عَنْ أَبِي مُوسَى الأشْعَرِيِّ رضی الله عنه : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم  بَعَثَهُ إِلَى الْيَمَنِ، فَسَأَلَهُ عَنْ أَشْرِبَةٍ تُصْنَعُ بِهَا، فَقَالَ: «وَمَا هِيَ»؟ قَالَ: الْبِتْعُ وَالْمِزْرُ، فَقَالَ: «كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ». (بخارى:4343)

ژباړه:له ابی موسی الأشعري رضی الله عنه نه روايت دی دی چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه يمن ته وليږلو ،هغه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  د شرابو په باره کې چې هلته جوړيدل پوښتنه وکړه ، رسول الله پوښتنه وکړه : هغه له څه شي څخه جوړيږي ؟ ويې ويل : له له وربشو او عسل . رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : هر نشه کوونکی شی حرام دی .

مطلب دا چې هر ډول مشروبات وي چې نشه ولري هغه که د هر ډول ماده او يا هر ډول کمياوي تعامل ولري حرام دي .

حافظ ابن حجر رحمه الله وايي : په استدلال د دغه حديث (كل مسكر حرام) هر شی چې نشه ولري ولو که شراب نه وي حرام دي او په دغه حرمت کې چرس او نور شامل دي .

قال الحافظ ابن حجر : ” واستُدل بمطلق قوله : (كل مسكر حرام) على تحريم ما يسكر ولو لم يكن شرابا ، فيدخل في ذلك الحشيشة وغيرها . “فتح الباري” (10/45) .

السياسة الشرعية ليکلي : همدارنګه چرس چې د بنګو يا چرسو له بوټې جوړيږي حرام دي ، او دا تر شرابو بد دي له جهته ددې چې د عقل او فکر خرابونکي دی ، خمر او شراب له دې جهته خبيث او بد دي چې دوښمنۍ او جګړې ته تحريک کونکی دي او دا ټول د الله جل جلا له  د ذکر او لمونځ لرې کوونکي دي .

وقال في “السياسة الشرعية” (ص92) : ” والحشيشة المصنوعة من ورق القِنَّب حرام أيضا ، وهي أخبث من الخمر من جهة أنها تفسد العقل والمزاج ، والخمر أخبث من جهة أنها تفضي إلى المخاصمة والمقاتلة ، وكلاهما يصد عن ذكر الله تعالى وعن الصلاة .

دوهم  جسمي او مالي ضرر : په چرسو کې عظيم اضرار موجود دی او ضرر رسول الله صلی الله عليه وسلم  ځان او بل ته حرام دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( لا ضرر ولا ضرار ) رواه أحمد وابن ماجه (2341)

چرس څکول روغتيا ته زيات زيان اړوي ، عقل او فکر خرابوي ، د هاضمي جهاز کډوډوي او نور د داسې امراضو سبب ګرځي چې د انسان عزت او کرامت ته زيان رسوي او همدارنګه د مالي زيان سبب ګرځي ( د چرسو د زيان په اړه دوکتور وهبة الزحيلی مکمله موضح ليکلی ده د نور تفصيل د پاره “الفقه الإسلامي وأدلته” للدكتور وهبة الزحيلي (7/5511) وګورئ

د چرسو بيع ،تجارت او زراعت ټول حرام دي :

د مذاهبو په اتفاق د چرسو بيع ، تجارت او د هغه هر ډول معاملات او همدارنګه د هغه کرل او زراعت حرام دی ، د تحريم په اړه يې زيات دلائل ذکر شوی دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : (إن اللَّه حرم بيع الخمر، والميتة، والخنزير، والأصنام ) ، يعنې : الله جل جلا له  حرام کړي ده بيع د شرابو ، مردارې ، خنزير او بتانو ) . حشيش يا چرس نشونکی ماده حکم يې د شرابو دی .

د چرسو حرمت پورته ذکر شو چې د انسان د جسم د پاره مضر او ټولنه کې د فسق او فجورو د خپراوې سبب ګرځي نو په دې بنا د اسلامې شريعت حکم دی چې د ګناه په کار کې به يو له بله مرسته او مدد نه کوئ {وتعاونوا على البر والتقوى، ولا تعاونوا على الإثم والعدوان} .

 او بل دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :: ( إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه )

يقيناً الله جل جلا له  چې د کوم شی د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي .

فقه علی المذاهب الاربعه ليکي :

حكم الاتجار بالمخدرات

لقد اشتغل بعض المسلمين بتجارة المخدرات من الخمور، والحشيش والأفيون، والكوكايين، لما تدر عليهم تجارة هذه الأشياء من الربح الطائل، من أسهل الطرق ويصلون إلى الغنى الفاحش في أقرب وقت. مع أن الشريعة الإسلامية تحرم هذه الأرباح، وتعتبر أن عيشة أصحابها من الحرام.

حرمة زراعة الحشيش

اتفق الأئمة على تحريم زراعة الحشيش، والخشخاش، لإستخراج المادة المخدرة منها لتعاطيها أو الإتجار فيها، وحرمة زراعتهما من وجوه

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email