د علم د زياتوالی مسنونه دعا څه ده ؟

محترم استاد اسلام علیکم: تاسو نه دیره مننه جه په شرعی علم کی د والدینو د اجازی به باره کی مو شرعی معلومات راکره الله نه تاسو ته به اخرت کی اجر غوارم. زه غوارم چه اولاد می به شرعی اصولو برابر وی او صاحب دی دیرعلم شی. نو ایا داسی کومه مستعجابه دعا شته جه زه یی د خپل اولاد لپاره وکرم او زما دغه ارمان پوره شی.

امان الله امين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دعا د غوره عباداتو څخه يو عبادت دی کوم چې مسلمان د هغه په وسيله خپل رب جل جلا له بولي .

قال الله تعالی : وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ(غافر:60)

د الله جل جلا له  ارشاد دی : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې ) قبولې کړم

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الدُّعَاءُ هُوَ الْعِبَادَةُ  (رواه الترمذي 2969) او(أبو داود (1479)  (اوابن ماجه )

يعنې : دعا عبادت دی

بل حديث شريف کې راځي : ليس شيء أكرم على الله تعالى من الدعاء ( الترمذي 3370 ) د الله (جل جلا له ) په نزد د دعا نه بغير بل د اکرام او عزت شی نشته

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : لا يرد القضاء إلا الدعاء ، ولا يزيد في العمر إلا البر ( صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: 2139 )

يعنې په قضا کې بدلون نه راځي مګر په دعا سره عمر نه اوږديږي مګر په نيکی .

هغه دعاګانې چې په خاص ډول قبليږي :

هغه دعاګانې چې په خاص ډول قبليږي د هغه جملې يو هم د اولاد په حق د والدينو دعا ده :

ثلاثُ دعواتٍ مُستجاباتٌ لا شكَّ فيهنَّ دعوةُ المظلُومِ ودعوةُ المُسافرِ ودعوةُ الوالدِ على ولدِهِ) . (رواه الترمذي ) .

دری دعاګانې په خاص ډول سره قبليږي ددی په قبوليت کې څه شک نشته ، يو د مظلوم دعا،دوهم د مسافر دعا  او دريم د مور او پلار دعا د اولاد په حق کې.

نو د خپل اولاد په حق کې د والدينو دعا خاص اهميت لري ، والدينو ته پکار ده چې هر وخت په پوره اخلاص او خشوع سره د الله جل جلا له  په دربار کې خپل اولاد ته د اصلاح ، تقوای ، علم نافع ، رزق حلال … دعا وکړي .

د تاسې د پوښتنې په ارتباط په اسلامې شريعت کې د دعا د پاره څه خاص الفاظ نه دي ټاکل شوي ، بس په کومو الفاظو چې څوک د خير او نېکی دعا کوي کولای شي ، په دعا مهم اخلاص دی .

ام سلمة رضی الله عنها له جناب نبی کريم څخه د علم په باره کې لاندې دعا نقل کړې ده :

وقد جاء عن أم سلمة رضي الله عنها أن النبي صلى الله عليه وسلم : كان يقول بعد صلاة الفجر : ( اللهم إني أسألك ررزقا طيبا وعلما نافعا وعملا متقبلا )
(رواه عبد الرزاق في “المصنف” 2/234) او(ابن ماجه في “السنن” 66)

دا چې د سهار د لمانځه وروسته ووايې : ای الله جل جلا له  زه ستا نه د پاک زرق ، نافع علم او قبول عمل سوال کوم .

چې دا يوه لڼده مهمه او جامع دعا ده .

همدارنګه سنن ابن ماجه کې دا دعا ذکر شوې ده : «اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ عِلْماً نَافِعاً و أَعُوْذُ بِكَ مِنْ عِلمٍ لا يَنفع» (سنن ابن ماجه 2 / 327 )

ای الله جل جلا له  ! ستا څخه علم نافغ غواړم او له داسې علم پر تا پنام وړم چې په هغه کې ګټه نه وي .

او الله جل جلا له  دې مونږ ټولو ته علم نافع (داسې علم چې د دنيا او آخرت نيکمرغي او کاميابې ) پکې وي نصيب کړي .

و الله تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email