د باغ د ميوجاتو عشر په مالک لازم دی او که په اخيستونکي ؟

د افغان اسلامي لار شود ته !
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
پوشتنه مي داده حي دباغو رانيول (ثمر رانيول) دبدو الصلاح وروسته دباغ اجاره بلل كيري؟
زما سوال دادي كه اجاره نوي بيا ددي اختلاف محل دي؟ حي زكوة پر موجر دي؟ او كه پر مستأجر دي ؟
ستاسي كشر ورور مزمل له پاكستانه‎

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول دا چې لکه څنګه چې تاسې اشاره ور ته کړی ده ميوجات بايد د بدو صلاح څخه وروسته سودا کړ شي .

(صَلاحُهُ ) نه مطلب دا دی چې کله د باغ ميوه ورسيږي يعنې پوره پخه شي او د خوراک د پاره اماده شي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغو ميوجاتو د خرڅولو نه منع فرمايلی ده چې پخې شوی نه وي .

عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِي اللَّه عَنْهمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «لا تَبِيعُوا الثَّمَرَ حَتَّى يَبْدُوَ صَلاحُهُ (البخاري 2183)

د عبد الله بن عمر رضی الله عنه  نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : تر څو چې ميوجات نه وي پاخه شوي هغه مه خرڅوئ .

عَنْ جَابِرٍ رضی الله عنه قَالَ: نَهَى النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم عَنْ بَيْعِ الثَّمَرِ حَتَّى يَطِيبَ (بخارى 2189)

جابر رضی الله عنه  وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ميوجاتو د خرڅولو نه تر هغه پورې څو پخې شوی نه وي منع فرمايلې ده .

ددې حمکت دا دی چې د پخيدو مخکي د ميوې د رژيدلو او نورو آفاتو ويره وي چې بيا وروسته د اختلاف سبب ګرځي .

 دوهم دا چې : که ځمکه چا په اجاره نيولې وي نو د کرهنې زکات (عشر) په موجر وي او که مستاجر ؟

يو قول خو دا دی چې عشر په دواړو لازم دی هم په ځمکې واله او هم په بزګر هر يو به د خپلو حصو مطابق عشر ورکوي (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۸ ص ۱۱۶ )

دوهم قول دا دی چې دا مسئله د خلکو په عرف او رواج پورې اړه لري هر کوم چې زيات حاصل واخيستت عشر په هغه باندې لازم دی ( امداد الفتاوى – فى التنوير۲ ۳۳۴)

دريم قول دا دی چې : په دې زمانه کې عشر په مستاجر لازم دی ځکه موجر چې کوم اجرت اخلي ډير کم دی .

و في الدر:

«‌و  العشر  علی  الموجر کخراج  مـوظف  و  قـالا  عــلی  المسـتأجر  کمستعیر  مسلم‌،و  فی  الحاری‌: و بقولهما  نأخذ»‌.

و  فی  الرد:

«‌(قوله‌:  و  بقولهما  نأخذ….) قلْتُ: لكن في زماننا عامة الأوقاف من القرى والمزارع لرضا المُسْتأجر بتحمل غراماتها ومؤنها يستأجرها بدون أجر المثل بحيث لا تفي الأجرة، ولاأضعافها بالعشر أو خراج المقاسمة، فلا ينبغي العدول عن الإفتاء بقولهما في ذلك لأنَّهم في زماننا يقدرون أجرة المثل بناء على أنَّ الإجْرةَ سالمة لجهة الوقف ولا شيء عليه من عشر وغيره، أمَّا لو اعتبر دفع العشر من جهة الوَقْف وأن المستأجر ليس عليه سوى الأُجْرة فإنَّ أُجْرةَ المثل تزيد أضعافاً كثيرة كما لا يخفى، فإن أمكن أخذ الأجرة كاملة يفتى بقول الإمام، وإلاَّ فبقولهما لما يلزم عليه من الضَّرر الواضح الذي لا يقول به أحد، والله تعالى أعلم.»‌.(رد المحتار:2/60)

 و  فی  الفقه  الاسلامی  للزحیلی‌،  بعد  ذکر  الاختلاف  بین  الامام  وصاحبیه‌:

«‌فان  کان  ایجاب  الزکاة  علی  المستأجر أنفع  للفقراء  وجبت  علیه  و  به  افتی  المتأخرون‌»‌.(الفقه الاسلامي و ادلته:2/820)

دريم که د باغ ميوجات خرڅ کړ شي زکات پر چا باندې لازميږي ؟

کچيرې ميوجات پاخه وي وروسته له رسيدو هغه و پلوري په دې صورت کې عشر په خرڅونکي باندې لازم دی مګر کچيرې محصول رسيدلی نه وي نو بيا عشر په مشتري يا اخيستونکي باندې لازم دی .

و فی  الدر  المختار:

«‌ولو  باع  الزرع‌،  ان  قبل  ادراکه  فالعشر  علی  المشتری  و  لو  بـعده  فعلی‌ البائع‌»‌.

و  فی  الشامیة‌:

«‌ثم  هذا  اذا  باع  الزرع  وحده  و  شمل  ما  اذا  باعه  و  ترکه  المشتری  باذن  البائع  حتی  ادری  فعندهما  عشره  علی  المشتری‌»‌.(رد المحتار:2/60)

د حرمينو د عالم  الشيخ ابن عثيمين رحمه الله نظر هم همدا دی :

اذا كان البيع قد حصل قبل وجوب الزكاة – وهو في الحبوب قبل اشتدادها – ، فالزكاة تجب على المشتري ، أما لو باع الحبوب بعد اشتدادها ، فالزكاة تجب على البائع ؛ لأنها تعلقت بذمته قبل البيع .

والله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. محترمو دآنلاین اسلامی لارښود چلوونکوته
    السلام علیکم ورحمت الله
    زه دوی پوښتنی لرم که دنقلی دلایلوپه رڼاکی یی راته ځواب کړی مهربانی به مو وی.

    لمړی پوښتنه:په وینه باندی اودس ماتیږی اوکنه؟ که مونږ څلورو مذاهبوته حق وایو نو فکر کوم چی دامام شافعی یا امام مالک په مذهب کی نه پری ماتیږی اما دامام صاحب په مذهب کی ماتیږی نودا ډیر غټ تفاوت دی ځکه دفرض لمانځه خبره ده
    مهربانی وکړی لږ رڼا پری واچوی.
    دوهمه پوښتنه:صیغه یا موقت نکاح حرامه ده اوکه حلاله؟ اوپه کوم وخت کی یی جواز درلود اوپه کوم وخت کی بنده شوه، یو چاراته دغه آیت شریف ولوست اوویی ویل چی لدی څخه مطلب څه دی. فماستمتعتم به منهن فآتوهن اجورهن … الایه سورت النسا.
    ډیره مننه ستاسو دکامل ځواب په هیله
    ستاسو ورور زاهد
    ځواب http://dawat.katib.org/archives/3859