ضيعه يا مؤقته نکاح څه حکم لري ؟

محترمو دآنلاین اسلامی لارښود چلوونکو ته !   السلام علیکم ورحمت الله

زه هم پوښتنه لرم که دنقلی دلایلو په رڼاکی یی راته ځواب کړی مهربانی به مو وی.

پوښتنه:صیغه یا موقت نکاح حرامه ده اوکه حلاله؟ اوپه کوم وخت کی یی جواز درلود اوپه کوم وخت کی بنده شوه، یو چاراته دغه آیت شریف ولوست اوویی ویل چی لدی څخه مطلب څه دی. فماستمتعتم به منهن فآتوهن اجورهن … الایه سورت النسا.

ډیره مننه ستاسو دکامل ځواب په هیله

ستاسو ورور زاهد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

صغه يا متعه چې په عربي کې ورته المتعة يا الزواج الؤقت وايي ،هغه ازدواج دی چې یو سړي له يوې ښځې سره تر معين وخت پورې د څه مال په بدل کې نکاح وتړي .

په ازدواج يا واده کې اصل دوام دی مګر متعه د مؤقت وخت د پاره تړل کيږي متعه د اسلام په شروع کې مباح او وروسته د قيامت تر ورځې پورې حرامه اعلان شوه .

عن علي رضي الله عنه : ” أن رسول الله صلى الله وسلم نهى عن نكاح المتعة وعن لحوم الحمر الأهلية زمن خيبر (البخاري – 3979  اومسلم – 1407 ) .

د حضرت علی رضی الله عنه  نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د خيبر د فتحې په ورځ د متعه نکاح او د اهلي خره د غوښو څخه منع و فرمايل ( دا دواړه يې حرام اعلان کړل ) .

يا أيها الناس إني قد كنت أذنت لكم في الاستمتاع من النساء وإن الله قد حرم ذلك إلى يوم القيامة فمن كان عنده منهن شيء فليخل سبيله ولا تأخذوا مما آتيتموهن شيئاً ” . رواه مسلم ( 1406 ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ای خلکو تاسې ته مې د مؤقتې نکاح په اړه اجازه کړې وه ، مګر يقيناً چې الله جل جلا له  دغه نکاح د اوس څخه وروسته د قيامت تر ورځې پورې حرام  وګرځوله .

که د نکاح  په باره د الله جل جلا له  په حکمونو کې ښه تفکر وشي لکه : الله جل جلا له  د ميړه او ښځې تر مينځ اړيکې ، خاوند يې ښځې ته ښځه خاوند ته سکون او اطمان ګرځولي ، د اولاد رعبت ، او د ښځې د پاره يې عدت او ميراث ګرځولی دا ټول په مؤقته نکاح باندې د حرمت دليل دی ځکه چې په مؤقته نکاح کې عدت ، ميراث ، سکون ، د اولاد تربيه او آينده هيڅ وجود نه لري .

د متعه نکاح څخه هدف يوازې د شهوت پوره کول دي حال دا چې د نکاح د اهداف څخه يو لوی هدف اولاد دی او د نسل دوام دی ، متعه نکاح د ښځې د پاره ډيره تاواني ده ځکه چې د سکون او مسکن ثابت ځای نه لري او د اولاد تربيه او نفقه په صحي شان نه تر سره کيږي .

او چا چې دا نکاح جايزه ګرځولی ده او د متمتع ښځې سره جماع کوي هغه رافضيان او شعيه دي دا به څنګه جايز شي ؟ حال دا چې الله جل جلا له  د شرمګا د حفاظت امر کړی دی بغير له خپلې ښځې او وينځې . { والذين هم لفروجهم حافظون إلا على أزواجهم أو ما ملكت أيمانهم فإنهم غير ملومين } المؤمنين / 5 – 7 .

 رافضيانو د متعه نکاح د اباحت دليل دا آيت شزيف ګرځولی دی :

قول الله تعالى : { فما استمتعتم به منهن فآتوهن أجورهن فريضة } النساء / 24 .

په دې آیت کې د دوی دليل د استمتعتم مراد متعه او د اجورهن څخه د څه مال ور کول خپل دليل ګرځولی دی .

حال دا چې استمتعتم نه مراد شرعي نکاح او د اجورهن څخه مراد مهر دی کوم چې په خاوند باندې د الله جل جلا له  د لورې خپلې بې بې ته ورکول فرض دي .

لکه چې الله جل جلا له  بل ځای فرمايي :

« يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ » (احزاب / 50)‏ . يعنې : ای نبي ! مونږ تاته هغه ښځې چې تا ور ته مهرونه ورکړی دي ، حلالې کړی دي .

د متعه د نکاح د حرمت د پاره د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د حرمت اعلان کفايت کوي ځکه چې قرآن په رسول الله صلی الله عليه وسلم  باندې نازل شوی دی او هغه مبين القرآن دی .

د الله جل جلا له  په دې وينا باندې خپل ليکنه پای ته رسوم

مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا (۸۰ النسآء )

ژباړه : هر څوک چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پيروي کوي ، نو يقيناً چې د الله پيروي يې کړې ده او که څوک ډډ وکړي ، نو ته مو دوی ساتونکی نه یې استولی .

والله أعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email