ملا علي قاري رحمه الله څوک ؤ ؟

شيخ ملاعلي قاري رحمه الله په نړيواله سطحه يو شيخ القرء ، محدث ، فقيه او پياوړی خطاط تير شوی دی چې د زهد او تقوی يوه نمونه وه د عربي ملکونو ډير برجسته علماء د ده اقوال او ليکنې د مأخذ په توګه کاروي .

ملاعلي قاري د افغانستان د هرات په ولايت کې پيدا شوی دی ، هغه د قرآنکريم حفظ د وخت مشور قاري مولانا معين الدين بن حافظ زين الدين څخه حاصل کړ او نور اسلامې علوم يې د هرات د ښار له علماء کرامو څخه حاصل کړ .

هغه وخت چې کله د هرات ښار د ايران د صفوي حکومت د يرغلګرو تر يرغل لاندې راغی او صفوي حکمرانانو د توري په زور پر خلکو باندې خپل مذهب تپلو او د هرات ډير مهم او برجسته علماء کرام يې په شهدادت ورسول او په خلکو ژوند تنګ کړ .

نو ملا علي قاري د وطن پريښودو ته مجبور شو خپل وطن يې ترک او د مکې مکرمې په لورې روان شو .

علامه ملاعلي قاري په مکه کې د علم قرائت ته خاصه توجه وکړه او اوه قسمه قرائت يې د مکې له برجسته علماؤ څخه زده کړ او د قرائت سند يې تر لاسه کړ چې ملاعلي قاري په اړه وايي : واما سندی فی تحقیق القراءت وتدقیق الروایات فعلی المشایخ العظام والقراءالکرام من اجلهم فی هذا الفن الشریف واکملهم شیخ القراء بمکة الغراء وحید عصره وفرید دهره العالم العامل الصالح الکامل الشیخ سراج الدین الیمنی الشوافی بلغه الله سبحانه المقام العالی الوافی وجزاء عنی وعن سائر المسلمین الجزاءالکافی.

ملاعلي قاري د احاديث علم په هرات کې د پياوړې عالم شيخ الاسلام هروي : شيخ احمد بن يحيی بن محمد سعد الدين مسعود بن عمر تفتازاني هروي څخه حاصل کړی ؤ ، او په مکه مکرمه کې د حديث علم له ستر محدث شيخ زين الدين عطيه بن علی سلمي مکی څخه حاصل کړ چې ملا علي قاري مرقاة شرح مشکاة المصابيح او همدارنګه رساله د القوارض کې شيخ زين الدين د اسناذا، مولانا او سيدی په القابو نومولی دی .

هغه همدارنګه د هغه وخت له مشهورو محدثينو لکه : سید زکریا علی بن حسام الدین المتقی الحنفی، شیخ عبد الله سندی، شیخ شهاب الدین ابن حجر الهیتمی او حافظ شیخ قطب الدین مکی حنفی څخه حاصل کړي دی ، کله څنګه چې په علم حديث کې ملاعلی قاري پوره مهارت لرلو همداسې يې په فقه کې هم مهارت لرلو .

ملا علي قاري په نړی کې د احنافو د ترجمان حيثيت لرلو چې ده حنفي فقه په قرآن او سنتو تشريح او توضيح کړی ده او فقه کې ده د احنافو مسلک ته ترجيح ورکوله .

ډيرو بزرګانو ملا علي قاري د 11 قرن له مجتهدين څخه بللی دی .

علامه عبد الحی لکهنوی وايي:شیخ شهاب الدین رملی اوملا علی قاری د يوولسم قرن له مجتهدينو څخه وو .

همدارنګه ملا علی قاري د وخت له برجسته خطاطانو او ليکوالانو څخه ؤ چې ډير ښکلی ليک ليکلو شیخ محمد طاهر کردی مکی وايي :کان یکتب الخط الحسن والغالب أنه أخذ الخط عن الشیخ حمد الآماسی وکان یکتب فی کل سنة مصحف واحدا ویبیعه ویصرف ثمنه علی نفسه.

هغه خط له شيخ حمدالله اماسی څخه زده کړی ؤ ، د کال به يي يو قران مجيد ليکلو او د هغه د پلورلو په پيسو به يې د کال خرچ او مصارف تأمينول .

شیخ عبد الحق محدث دهلوی يې په اړه وايي :کان رجلا من اهل العجم،جمیل الخط،یقال له الملا علی قاری إشتری منه الشیخ علی المتقی نسخة من تفسیر الجلالین التی کتبه بخطه الحسن باثنی عشر جدیدة اعترفا …………..

شيخ علی متقي يو له عجمي غوره خطاطانو څخه په نوم د ملا علی قاري وو چې د جلالين تفسير يي په ډير ښه خط ليکلی ؤ چې د هغې وخت په دولسو سکو مې واخست ، حال دا چې شيخ علی متقي د هغه په ښه ليکلو کې ډير زيار او کوښښ کړی وو او ما چې په کوم قيمت اخستی وو تر هغه نه د زيات قيمت لائق ؤ.  زاد المتقين

ملا علي قاري په علم تفسير ، حديث ، قرائت ، فقه ، ميراث ، تصوف ، تاريخ ، ادب ، نحو او نورو کې تر 125 زيات کتابونه ليکلی دي چې مشهور يې په لاندې ډول دي :

1- مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح 2-فتح باب العنایه بشرح النقایه 3-شرح الوقایه 4-ارشاد الساری فی المناسک 5-الثمار الجنیه فی أسماء الحنفیه6-شرح ثلاثیات بخاری7-نزهة الخاطر الفاترفی ترجمة الشیخ عبد القادر8-الناموس9-شرح فقه اکبر10-رسالة فی ترکیب لا اله الا الله11-فرائد القلائد12-حکم سب الشیخین وغیرهما من الصحابة13-شرح عین العلم…………

شيخ ملا علي قاري رحمه الله  1014 کال د شوال په مياشت کې په مکه مکرمه کې وفات شو او په جنة المعلی کې خاورو ته وسپارل شو ( انا لله و انا اليه راجعون ) .

کله چې د ده په مرګ باندې د مصر د الازهر علماء خبر شول  په ده پسې يې د جنازې غايبانه لمونځ ادا کړه او د ده روح ته يې دعا وکړه .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ډیره مننه، ډیر ښکلی معلومات وو.