۱- مستحبه ده چې ناوکۍ بی بی خپل خاوند ته ځان سينګار کړي ، داسې سينګار چې د شرعې موافق وي د شريعت مخالفت پکې نه وي لکه : د وريځو نري جوړول ، د مصنوعي باڼو يا ويښتانو اچول او نور [1] .
۲- مستحب ده خاوند خپلې ناوکۍ بی بی ته د لطف او مهربانۍ اظهار وکړي او هغې ته شيدې يا نور خوراکي شی ورکړي ، بی بی اسماء رضی الله عنها وايي چې ( د بی بی عايشې رضی الله عنها د واده په شپه) د شيدو يو لوی لوښۍ راوړل شو او د هغه څخه رسول الله صلی الله عليه وسلم شيدې وڅښلې او بيا يې عايشې رضی الله عنه د څښلو لپاره ورکړې[2] .
۳- د واده د اولې شپې بل سنت دا دی چې خاوند به د خپلې بی بی په تندې لاس ونيسي بسم الله به ووايي او دغه دعا به ووايي :« اللَّهُمَّ! إِنِّي أَسْأَلُكَ خَيْرَهَا وَخَيْرَ مَا جَبَلْتَهَا عَلَيْهِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا وَمِنْ شَرِّ مَا جَبَلْتَهَا عَلَيْهِ »[3] .
ژباړه : ای الله! زه له تا څخه د هغې خير او هغه څه چې په هغې کې دې پيدا کړي خير غواړم ، او پر تا باندې پنا غواړم له شره د هغې او شر د هغه څه چې په هغې کې دې پيدا کړی دي پنا غواړم .
۴- سنت دی چې د جماع يا کورواله په وخت کې ووايي : «بِسْمِ اللهِ، اللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ، وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا»[4]
ژباړه : د الله پاک په نوم شروع کوم، ای الله ! ما د شيطان له شر څخه وساتې ، او هغه اولاد چې ما ته يې راکوې د شيطان له شره وساتې .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي (فإن قضي بينهما ولد لن يضره الشيطان أبدا) که له هغوی دواړو څخه بچی پيدا شي شيطان به هيڅکله هم هغوی ته ضرر ونه رسوي ( متفق عليه) .
د واده يا نکاح کولو يو هدف دا دی چې دواړه خاوند او ښځه پاکدامه پاتې شي او هيڅکله هم د حرامو طرف ته متوجه نشي چې په دې صورت کې جماع يا له خپلې بی بی سره کورواله کول يو صدقه ده په دليل د لاندې حديث شريف :
« وفي بُضْعِ أَحَدِكُمْ صَدَقَةٌ، قالوا: يا رَسولَ اللهِ، أَيَأتي أَحَدُنَا شَهْوَتَهُ وَيَكونُ له فِيهَا أَجْرٌ؟ قالَ: أَرَأَيْتُمْ لو وَضَعَهَا في حَرَامٍ أَكانَ عليه فِيهَا وِزْرٌ؟ فَكَذلكَ إذَا وَضَعَهَا في الحَلَالِ كانَ له أَجْرٌ »[5] .
ژباړه : او خپلو ښځو سره يو ځای کيدل صدقه ده . ( صحابه کرامو) وويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ايا د مونږ نه چې څوک شهوت پوره کوي د هغه د پاره هم اجر او ثواب دی ؟ ويي وفرمايل : مګر کله چې څوک خپل شهوت د حرامې لارې پوره کوي ګناهکاريږي ؟ پس په همدې ترتيب که هغه له حلالې لارې پوره کړي د اجر او ثواب مستحق ګرځي .
۴- د حيض او نفاس پر مهال جماع کول حرام دي .
۵- د شا طرف شرمګاه کې جماع کول حرام دي .
۶- د خپلې بی بی سره جماع يا مباشرت يو راز دی چه ددې راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بې شرمي ده.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « إِنَّ شَرَّ النَّاسِ عِنْدَ اللَّهِ مَنْزِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ: الرَّجُلُ يُفْضِي إِلَى امْرَأَتِهِ، وتُفْضِي إِلَيْهِ، ثم يَنْشُرُ سِرَّهَا »[6] .
ژباړه: د قيامت په ورځ به د الله تعالی په مخکې هغه سړی بدترين درجه کې وي چه د ښځی سره جماع کولو نه پس د هغی راز ښکاره کوي.
۷- د کورواله څخه وروسته غسل کول فرض دي[7] .
آن لاين اسلامي لارښود
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – مجمع الزوائد ومنبع الفوائد- ۸۳۱۲ – آداب الزفاف في السنة المطهرة لشيخ الباني.
[2] – مجمع الزوائد ومنبع الفوائد- ۸۳۱۲ – آداب الزفاف في السنة المطهرة شيخ الباني.
[3] – رواه ابن الماجه :۱۹۱۸و ابؤداود :۲۱۶۰
[4] – حديث متفق عليه .
[5] – رواه مسلم:۱۰۰۶ .
[6] – رواه مسلم :۱۰۲۷.
[7] – د نور تفصيل لپاره د مسلمانو خويندو احکام کتاب / تألف : حمدالله شاکري ولولئ .