د اولاد روزنه دريمه برخه (عبادتي او بدني روزنه )

عبادتي روزنه :

    عبادت د اسلامي عقيدي ښکارندوي دی .که څه هم چې ماشومانو ته د بلوغ نه مخکې د عبادت څه مسؤليت نه دی متوجه مګر د عبادت د پاره د ماشومان اماده کول ضرور دي . رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې اړه فرمايلي دي :

( دري کسان مسؤليت لرونکي نه دي ليوني تر څو روغتيا و نه مومي، بيده تر څو چې له خوبه نه وي وېښ شوي . ماشوم تر څو چې د بلوغ دوري ته نه وي رسيدلي ) . ابوداود

مګر د بلوغ د دوري نه مخکي بايد ماشومان د دين او شريعت له  احکامو سره بلد شي ،او هڅه وشي چې په دي دوره کې هغوی په ښو کارونو امر او له بدو کارونو منع شي تر څو د تل لپاره ورسره عادت شي .

د ماشومانو عادت کول په عبادت باندي له اوه کلني شروع کېږي او د لس کلني په سن کې تر يو څــــه تاکــــيد لاندي ونيول شي . او په دي اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : ( خپلو ماشومانو  ته په اوه کلني کې په لمانځه کولو امر وکړئ او که په لس کلني کې لمونځ ترک کړي په ظاهر يي تشويق او و هڅوي او په هغوي بدني فشار راولي ) -. اخرجه مسلم عن ابي هريره   

    د اوه کلني عمر په تعليم او تمرين د عادت کولو عمر دي او د لس کلني عمر د هغه د پابندي عمر دی . که چېري ماشومان په عبادت کې کسالت او ټنبلي وکړي نو بايد په مناسب ډول تهديد شي .

  د ماشوم سرپرست بايد د ماشوم د لمانځه او نورو مسؤليتونو د ادا کولو لازمه څارنه وکړي او په هيڅ ډول د هغه په روزنه او څارنه کې ټنبلي و نه کړي ځکه الله جل جلاله فرمايي : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَى (طه /۱۳۲).

   ( خپلي کورني ته په لمانځه کولو امر وکړئ ! او ته پخپله هم په هغه کلک اوسه .مونږ له تا نه د روزي پوښتنه نه کوو (بلکي) مونږ تا ته روزي در کوو او ښه پايله د تقوا لرونکو ده) .

بدني روزنه :

روغتيا او سلامتي د سالمې روزنې د پاره د انسان د بدني ځواکمنتيا دوه بنسټيزې پايې دي ځکه سالم عقل په سالم بدن کې دی ،او د ژوندانه د مسؤليتونو رفع کول بدني ځواکمنتيا ته اړتيا لري او سستي او ضعيفي د ډيرو مسؤليتونو د رفع کولو مانع ګرځي .

    الله تعالی د ځواکمنتيا په خاطر هغوي په غوره ډول خلق کړي دي او فرمايلي يي دي : ( لَقَدٌ خَلَقٌنَا الٌاِنٌسَانَ فِیٌ اَحٌسَنِ تَقٌوِيٌمٍ ) (التين /۴)

 ( په رښتيا چې انسان مو ( له نظره د جسم او روح ) په ښه بڼه پيدا کړی).

  او د اسلام ستر پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي :

  ( قوي او غښتلي مؤمن د الله تعالی په نزد ډير محبوب دي نظر ضعيف او ناتوانه ته ) المسلم

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 56 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. زماسوال دهغه حدیث په باب دی چه النعمان سراج من امتی:ایاداحدیث موضوعی دی اوکه صحی؟اوبل هغه حدیث چه نبی ع فرمایی چی لمونزجهاداکبردی .خلگ وایی چه داحدیث دجهادپرضدددین دشمنانودخواجورسوی

    مهرباني وکړئ خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/3349