په ژبه باندې د لمانځه نيت کول څه حکم لري ؟

د لمانځه د شروع کولو نه مخکي په خوله سره د لمانځه نيت کول څه حکم لري که يې څوک وکړي.

مننه     کندهار  hmm  

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نيت د زړه ارادې او قصد ته وايي يعنې د لمانځه د پاره به سړی پخپل زړه کې نيت کوي داسې چې زه د الله تعالی په دربار کې د يو اهم عبادت د ادا کولو د پاره دريږم ، همدارنګه به د لمانځه د وخت ، نوعيت (فرض ، سنت ، نفل ) او وخت په اړه نيت کوي .

په ژبه باندې نيت کول د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم نه دي ثابت شوي .

فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي : د زړه نيت کول کافي دي بحواله : ولو نوی بلقلب ولم يتکلم بللسان جاز بلا خلاف بين الائمة لان النية صل القلب لا عمل اللسان و استحباب ضمه اليه لما ذکرنا (غنيتة المستملي ص ۲۵۱-۲۵۲ ) .

النيت ادارة الدخول فی الصلاة والشرط ان يعلم بقلبه ای صلاة يصلی الخ (عالمګيري ) .

ابن قيم رحمه الله په “‌اغاثه  اللهفان‌“‌ کې ويلي دي : نيت عبارت له قصد او ارادې د يو کار د انجام د پاره چې ځای يې زړه دی او اصلاً په ژبه پورې هيڅ تعلق نه لري ، د نيت په باره کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه هيڅ ډول لفظ نه دی ثابت شوی .

په ځنې فقهي کتابونو کې ليکل شوی دي نيت په زړه کې کول پکار دي مګر په ژبه ويل يې غوره دي مګر ما ددي خبرې هيڅ سند او دليل پيدا نشوای کړای .

که چا ته معلوم وي مهرباني وکړئ له مونږ سره يې شريک کړئ

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email