د ليلة القدر مبارکې شپې فضائل

ددې مبارکې او د قدر وړ شپې فضيلت له دې څخه ښه څرګنديږي چې په قرآنکريم کې يو مکمل سورة ددې شپې په فضيلت کې نازل شوی دی او په احاديثو کې هم ددې شپې ډير فضيلت راغلی دی .

د ليلة القدر معنی :

ليلة په معنی د شپې او قدر په معنې د اندازې لګولو او مقررولو، عزت او قدر، د قدر او اندازې شپه ځکه ورته وايي چې په ټول کال کې چې څه کيدونکي وي دهغه ټولو پلان په همدې شپه کې تياريږي، د بندګانو روزې مقرريږي، د ژوند او مرګ او دهغه د کارونو په باره کې فيصله کيږي او کوم څوک چې په دې شپه کې د الله تعالی په ذکر او عبادت کې مشعول وي د الله تعالی په دربار کې هغه کس د قدراوعزت څښتن ګرځي او فرښتې دده د پاره دعا کوي .

په قرآنکريم کې راغلی دی چې دا شپه تر زرو مياشتو نه بهتره ده .

قوله تعالی : إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ * وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ * لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ * تَنَزَّلُ الْمَلاَئِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ * سَلاَمٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (القدر)

ژباړه : يقيناً مونږ نازل کړ دغه (قرآن ) په شپه د قدر کې ، او ته څه پوهيږي (ای محمده ! ) چې د قدر شپه څه ده ؟ (د عزت او شرافت له مخې ) ، د قدر شپه غوره ده له زرو مياشتوڅخه (په دې شپه کې نيکي کول تر زرو مياشتو نيکي کولو غوره دي ) ، نازليږي په دغه شپه کې ملائکې او جبرئيل امين په حکم د رب د هغوی د پاره د هر کار (ټاکل او مقررول د راتلونکې کال د پاره ) امان سلامتيا ده (له هر آفته ) ، دغه شپه د صبا راختلو تر وخته پورې ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ». (رواه البخارى)

ژباړه: چا چې د ليلة القدر شپه د ثواب په نيت رڼه سبا کړه ( يعنی دا شپه يې په ذکر او عبادت تيره کړه ) ټول مخکيني ګناهونه به ورته عفوه شي .

د ليلة القدر د فضائلو خلاصه :

۱- په دې شپه کې د قرآنکريم نازل شوی دی، لقوله سبحانه وتعالی ﴿إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ﴾.

۲- په دې شپه کې عبادت کول تر زرو مياشتو غوره دي .

۳- د برکت شپه ده ، لقوله سبحانه وتعالی ﴿إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ﴾.

۴- پدې شپه کې فرښتې د الله تعالی د احکامو سره ځمکې ته نازليږي په خير ، برکت او او دعا او بښنه غوښتلو سره .

۵- دا شپه له شر او اذيت څخه خالي ده او په دې شپه کې سراسر سلامتيا ده .

۶- په دې شپه کې الله تعالی د خپلو بنده ګانو لپاره د آينده کال رزق ، عزت او ذلت او نور امور ليکي ، لقوله سبحانه وتعالی ﴿فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ﴾.

۷- ددې شپې فضيلت له ماښام څخه پيل تر لمر ختلو پورې دی .

۸- په دې شپه کې د هغه چا لپاره چې په عبادت يې سبا کړې وي د ګناهونو مغفرت دی .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    د اسلامي لارښود چلوونکو الله ج دی اجرونه درکړی چې د دی مهمی او باعظمته شپی په باره کې دی داسي مهم معلومات راټول کړی. الله ج دی توفيق راکړی چې په دی شپه کې د الله ج عبادت او ذکر وکړو. الله ج دی تاسی ته د دی لوی کار اجرونه او بدله په دواړو دارينو کې درکړی. امين
    په اسلامی مينه

  2. الی من یهمه الامر : السلام علیکمورحمة الله وبرکاته!
    اما بعد : اشکرکم شکرا جزیلا علی نشر هذه المواد النافعة الطیبةلخدمة الاسلام والمسلمین …وفقکم الله تعالی اکثر فاکثر والله تعالی یحفظکم ویرعاکم >
    اخوکم فی الله عبد الحسیب مصلح استاذ ( دافغان تکنالوژی انستیتوت ) کابل افغانستان