د حيواناتو جنګول – ستر ظالمانه عمل دی

د حيواناتو جنګول :

اسلامې شريعت پر حيواناتو باندې ظلم کول ، د هغه په جنګ اچول او د هغه نښه او هدف ګرځول حرام کړي دي .

فقه السنه ليکي : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيواناتو جنګول يو بل ته د هغوی تحريکول منع کړي دي ، د ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د حيواناتو يو بل ته تحريکول او د هغه جنګول داسې منع کړی دي لکه د حيواناتو په نښه کول يې چې منع او حرام کړی دي .

رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ ( عُذِّبَتْ امْرَأَةٌ فِي هِرَّةٍ سَجَنَتْهَا حَتَّى مَاتَتْ فَدَخَلَتْ فِيهَا النَّارَ لا هِيَ أَطْعَمَتْهَا وَسَقَتْهَا إِذْ حَبَسَتْهَا وَلا هِيَ تَرَكَتْهَا تَأْكُلُ مِنْ خَشَاشِ الأَرْضِ ( رواه البخاري- ۲۲۳۶، والمسلم – ۲۲۴۲ ) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی : يوې ښځې پشی بندي کړي وه چې نه يې هغه ته د خوراک شی ورکول او نه د څښاک او نه يې خوشي کوله چې د ځمکې له ورشو څخه څه و خوري ، هغه پشی بلاخره له لوږې څخه مړه شوه ، (ددې ظلم په وجه ) هغه ښځه دوزخ ته لاړه .

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا: أنَّهُ مَرّ بِنَفَرٍ نَصَبُوا دَجَاجَةً يَرْمُونَهَا. فَلَمَّا رَأَوْهُ تَفَرَّقُوا عَنْهَا، فَقَالَ ابْنُ عُمَرَ: مَنْ فَعَلَ هَذَا؟ إِنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم لَعَنَ مَنْ فَعَلَ هَذَا. (بخارى:۵۵۱۵)

ژباړه : له ابن عمر رضی الله عنهما نه روايت دی چې هغه د يوې ډلې څخه تيردلو چې هغوی چرګ هدف او نښه کړی وو او د هغه په طرف يې غیشي ويشتل ، کله چې هغوی ابن عمر وليد تيت شول . ابن عمر وويل : دا کار چا تر سره کړی دی ؟ څوک چې دا کار وکړي رسول الله صلی الله عليه وسلم په هغوی باندې لعنت ويلی دی .

لعنت د سختو ګناهونو د پاره استعمال شوی دی مطلب يې دا دی چې څوک له دغه ګناه څخه توبه و نه باسي رسول الله صلی الله عليه وسلم هغوی ته ښیرا کړی ده چې د الله (جل جلا له) د رحمت څخه دې لرې وي .

د حيواناتو چنګولو په لوبو کې د شرط او پيسو اېښودل قمار دی :

قمار : هر هغه معامله که په باز‌ۍ لګولو، شرط لګولو يا د بخت او اتفاق پر بنا وي چه ګټه او تاوان يې مبهم او نامعلوم وي هغی ته قمار او ميسر وائی .

په هره لوبه کې چې شرط لګول وي قمار دی ، د حيوان جنګولو په ظالمانه لوبه کې شرط لګول قمار دی .

کل شیء من القمار فهو من الميسر حتی لعب الصبيان بالجو . (ابن کثير ۹۱ ج ۳ )

يعنی: هر هغه څيز  چې په قمار کې داخل وي د ميسر په حکم کې داخل دی تر دې چې د ماشومانو په غوزانو يا چهارمغزو وغيره باندی د ګټلو بيللو لوبې کوي هغه هم قمار يا جواری ده .

جواهر الفقه زیاتوي : ټولې بې فائدې لوبې منع او نا رواه دي ، برابره خبره که په هغه باندې مقابله وشي او که نه ، انفرادي وي يا ډليز . بيا په مقابل کې څه شی مقرر کړي يو طرف ته وي يا دواړو طرفونو ته دا ډول لوبې مطلقاً حرامې دي ، په حديث شريف راځي : کل لهو المسلم حرام الا ثلاثه ملاعبة اهله و تاديبه لفرسه و مناضلة بقرسه ( شامي ج ۵ ص ۵۳ ) .

قمار عظيمه ګناه ده چې په قرآنکريم کې د شيطان عمل ښودل شوی دی او دغه جرم د بت پرستی سره برابر ذکر شوی دی :

قوله سبحانه تعالی :  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( ۹۰سورة المائدة).

ژباړه : ای مؤمنانو! يقيناْ چه شراب اوقمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلورواړه ټول ) پليت دی له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتی تاسی له دې  څخه لپاره ددی چه نجات ومومئ.

د حيواناتو جنګول د کافر قوم ميراث دی :

دا ظالمانه عمل چې بې خولی او ژبې حيوانات يو د بل په مقابل کې تحريک او جنګوي ، دغه حيوانات په سرو وينو ککړ ، زخمې بدن څخه دوی خوند اخلي د کافر قوم ميراث دی چې وروسته د دين څخه نا خبره مسلمانانو کې رواج شوی دی .

نن ډير د افسوس ځای دی چې په دې ظالمانه عمل باندې ځنې مسلمانان ګرفتار دي ، هغوی ته بيا په سلګونو او زرګونو مسلمانان ولاړ وي او د دغه ظالمانه شيطاني عمل سيل کوي .

ای افسوس !!!

د حيواناتو جنګولو ظالمانه کړنې په ګناه کې ټول سيل بين او تماشاواله شامل دي :

ځکه چې دوی پر دغه ظالمانه عمل باندې راضی او خوښ دي نو ځکه په دې شيطاني عمل کې ټول له يوه سره شامل دي ، په دليل د لاندې حديث شريف :

إذا عملت الخطيئة في الأرض كان من شهدها فكرهها كان كمن غاب عنها، ومن غاب عنها فرضيها كان كمن شهدها”.(ابوداود ۴۳۴۵ ).

يعنې : کله چې په یوه ځمکه کې ګناه وکړ شي نو چه کوم خلک هلته موجود وي او په ګناه خفه شي دوی د هغه خلکو په شان دی چه هلته موجود نه وي ( يعنی د دوی څخه د دغه ګناه په اړه پوښتنه نه کيږي ) او چې کوم خلک په دغه ځمکه کې نه وي او پدی ګناه راضی وي نوهغوی د هغی خلکو په په شان دی کوم چه دغه ځای کې اوسي (دوی په هغه کناه کې شريک وي ) .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً