د روژې مکروهات او فاسدوونکي (مهم احکام )

په روژه كي له حرامو کارو بيکاره خبرو ځان ساتل ضرور دی .

پدی اړه دغه حديث شريف ولولی :

مَن لّم يَدَع قَولَ الزّ ُور ِ وَالعَمَلَ بِه فَليسَ لِلهِ حَاجَةُ ُ اَن يَّدَع َ طَعاَمَه وَشَرَابَه .(رواه بخاري )

ژباړه : کوم سړی چه بد کارونه فضولی خبری نه پريږدي نو الله تعالی دده خوړلو اوڅښلو پريښودو ته څه ضرورت نشته .

دروژی مکروهات : 

۱- بدخويی کول ،غيبت کول ،جګړه کول ،فضولی خبرې او داسې نور حرام اعمال او خبرې .

۲- د لوږی تندی په وجه وارخطايي او ناآرامي ظاهرول .

۳- څه شی په خوله کې نيول يا جويل که خواراکی شی وي او که نه .

۴- د خوراکی څيز څکل خو د ښځی او خادم لپاره چه خاوند يا مالک يي بدخويه وي د خاوند يا مالک دتندخويی د دفعی په وجه چه بدرد ونه وايي باک نلري چه د خوراکی شی مالګه وڅکي  .

۵- په خوله يا پوزه اوبو تيرولو کې دومره مبالغه چه اوبه تر حلق يا ستونی پورې لاړی شي

۶- د غاّښو مينځلو کريم ،سکاره وغيره سره غاښونه پاک او صفا کول .

۷- په خوله کې ډيری لاړی جمع کول او بيايی تيرول .

۸- که دشهوت ويره وي له خپلی بی بی نه مچي يا بوسه اخيسل يا ورتر غاړه کيدل روژه مکروه کوي خو که د شهوت ويره نه وي باک نلری .

۹ – مور لره په خوله کې د څه شي جويل او بيا ماشوم ته د هغه ورکول .

پورته ټولو صورتونو کې روژه مکروه کيږی فاسيديږي نه ولی ثواب يی کميږي .

دروژی فاسدوونکي :

په روژه کې له دریو شیانو څخه د ځان ساتل فرض دي .

۱- له څه خوړلونه .

۲- له څه څښلونه .

له جنسی فعل نه .

پورته دريو فرضونو پر خلاف عمل سره روژه فاسيديږي .خو د روژی فاسدوونکی څيز دخپل نوعيت له مخې پردوه ډوله دي ، هغه چه يوازی قضايي ورباندې واجبيږي او بل هغه چه قضا او کفاره دواړه ورباندې واجبيږي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه صورتونه چه دهغه پر کولو د روژی قضا واجبه ده :

۱- يو څوک د روژی پشلمی وکړي او دا يې خيال وي چه تر اوسه وخت شته خواراک څښاک وکړي خو ورسته ورته معلومه شوه چه سبا ختلی ددغه روژی قضايي روژه واجبه ده .

۲- چا د لمرلويدو نه مخکې داسې فکر  وکړ چې لمر لويدلی دی روژه يې ماته کړه خو ورسته پوه شو چه ماښام لا ندی شوی  نو قضايی روژه ورباندې واجبه ده .

۳- چا په روژه دار باندی په زور خواراک وکړ .

۴- د رمضان نه علاوه بل څه نفل يا واجب روژه قصداً ماتول .

۵- که په روژه کې د چا خولې ته د اوښکو يا خولو څاڅکی ورغلل او مالګينتوب يې په ټوله خوله کې محسوس کړ او ده هغه څاڅکي خيټې ته تير کړل  .

۶- که چا له سره د روژی  نيت ونه ګړ، خو له خوړلو اونورو يې ځان بند وساته ، يا يې له زوال نه ورسته نيت وکړ  .

۷- په روژه کې چا په قصد سره په ډکه خوله کانګی وګړی يا د خولې په غرغړه کې يې بې احتياطي وکړه اوبه له حلقه تير شي  قضا پری واجب ده .

۸- که چا داسې شی چه غذا نه وي لکه د اوسپنی ټوټه، ګاڼی قاغذ يا نور وخوړل چه نه د غذا او نه دوا په ډول وي  قضا پری واجب ده .

۹- په غوږ کې تيل اچول  يا کومه ښځه په روژه کې په خپل تناسلی غړی کې دوا يا تيل واچوی په دې صورت کې قضا پرې واجب ده .

۱۰– که چا په هيره څه وخوړل نو بيا يې فکر وکړ چه روژه خو ماته شوه نو څه يې نور هم وخوړل نو قضا يي پرې لازمه ده.

۱۱- په غاښونو کې د داسې خوراکی څير بنديدل چه د نخود دانې برابر يا له هغه نه لوی وي تر حلق تير شي  .

۱۲- د جماع او وحشی عمل  لواطت نه پرته بل کوم داسې وحشي شيطاني جنسي فعل يې وکړ چه انزال ورسره وشوه  .

۱۳- غاښونه وينی شي او وينی پر لاړو ذياتی وي له ستونی څخه تير شي .

په پورته ټولو صورتونو کي روژه ماتيږي قضايی روژه به بيا نيسي .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

هغه صورتونه چی قضا اوکفاره دواړه پری واجب دی :

۱- قصداً څه خوړل ،څښل ،د ناروغی لپاره دوا خوړل ،له ښځی سره خپل نفسی خواهش پوره کول

يا که دخولی له لاری نه وی پر بله هره طريقه سره بدن ته غذا ي داخلول وغيره .

د روژی کفاره :

ديوی روژې په بدل کې دوی مياشتې مسلسل روژه نيول فرض دي که په منځ کې يوه روژه هم قضاء شي له سره به روژه نيسي .

که دا يې په وس پوره نه ؤ نو شپيتو مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه ډوډی ورکوي.

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 131 times, 1 visits today)

4 تبصرې

  1. زما سوال دا دی که یو سری د بل چا په خمکه کشی کار کوی او کوم قیمتی شیان لکه انتیک شیان پیدا کری نو دا دچا حق کیزی
    وسلام

    اداره :
    خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2926

  2. سلامونه او نیکی هیلی :
    که چیری حوک په روزه کی پیجکاری وکری،زوره یی مکروه ده او که فاسیدیژی. او که فاسدیژی نو کفاره پری شته او کنه.
    مننه
    اسد الله رحمن زوی

    اداره :
    خپل ځواب دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2963

  3. زما ګرانه وروره هیله ده د ځواب په ورکولو کې له ډیر دقت نه کار واخیستل شی
    د روژې په مفسداتو کې مې ولوستل چې دناروغۍ لپاره دوا خوړلو باندې د روژې قضا او کفاره دواړه لازمیږي حال داچې صریح ایت د ناروغۍ په اړه شته چې یواځې قضایی به راوړي.
    بل د جنسي خواهش پوره کول له ښځې یا بل هر چانه روژه فاسدوي

  4. اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
    مننه غاښلی ډاکتر صاحب
    د مريض په احکامو او د دوا په اقسامو کې ډير تفصيل ته ضرورت دی او په دې باره کې زيات احکام موجود دی چې د هغې زده کړه د هر مسلمان د پاره ضرور ده .
    مثلاً مريض په کوم وخت کې د څه ډول مرض له کبله روژه ماتوالای شي
    يا درمل دي د نفس تنګي د پاره د آکسجن کارول دي ، جلدي درمل دي ګازات ، کپسول او مايع درمل دي دا هر يو ځانته احکام لري .
    کاشکي پخوا مو ددې په اړه پوره تفصيل ذکر کړی وای که هر څومره کوښښ وشي بيا هم ډير څه پاتي وي .
    ان شاء الله په آينده کې به د مريض او دوا په اړه ټول احکام را ټول کړو ځکه دا تفصيل غواړي په يوه جمله کې نه حل کيږي .

    د ستاسې د اشارې په اړه هم بايد ووايم چې دلته يوه جمله کارول شوی چې په دې جملې سره مسله بل ډول راوځي او بايد تفصيل موجود وای .
    که په رمضان المبارک کې کوم څوک مريض شي او روژه ده ته ضرر رسوي نو اسلامې شريعت د افطار حکم ورکړ دی کفاره نشته .
    مګر پورته د قصداً کلمه ذکر شوي يعني بې ضرورته
    قصداً د هغو درملو خوړل لکه کپسول وغيره يا مايع لکه شربتونه چې د هضمي جهاز ليارې معدي ته ورسيږي او په وينه کې جذب شي روژه ماتوي او کفاره هم لازموي ځکه دا د خوراک په حکم کې راځي او په پورته لينکه کې همدې ډول ته اشاره شوی مګر په قصد سره بې ضرورته .
    پخوا مې هم وويل چې دا احکام پوره وضاحت غواړي که الله تعالی ژوند راکړ په دې اړه به ټول احکام ان شاء الله را ټول کړو
    آن لاين اسلامې لارښود