سلامونه او نیکې هیلی امید لرم چی ښه به یاست!!
محترمو کارکوونکو: کولې شۍ چې ماته د روژې د نیولو ، او روژې د ماتولو دعا په عربي او پښتو ترجمی راوليږۍ، الله دی ډیر ډیر اجرونه درکړي په احترام / امیرافغان/
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د سحري په وخت کې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د کومې خاصې دعا ثبوت نشته بس د خوراک په شروع بسم الله ويل او په پای کې د الله تعالی حمد ويل او د طعام مسنونه دعا ويل کافي دي .
د روژه ماتي يا افطار په وخت کې هم د کوم خاصې دعا ويل ضرور نه دی دغه وخت کې الله تعالی د روژتي دعا قبلوي نو څنګه چې غواړی هسې دعا دې وکړي .
ثلاثة لا ترد دعوتهم: الإمام العادل. والصائم حتى يفطر. ودعوة المظلوم (ابن ماجه – ۱۷۵۲ ) .
د دريو کسان دعا نه رديږي – روژه دار د روژه ماتي تر وخت پورې د عادل امام او حق غوښتونکی مظلوم
او د ځنو ماثور دعاؤ ذکر هم شوی دی لکه :
الهم انی لک صمت وعلی رزقُک افطرت
ای الله ! ما ستا د پاره روژه ونيوله او ستا په رزق يې ماتوم
ذهب الظمأ وابتلت العروق وثبت الأجر إن شاء الله
تنده لاړه او رګونه لامده شوه ان شاء الله اجر هم ثابت شو .
د افطار په وخت کې د افطار کولو مخکې دعا کول قبليږي مسلمان لره په کار ده چې په دې وخت کې د الله تعالی دربار ته خپل د دنيا او آخرت حاجتونه وړاندې کړي .
آن لاين اسلامې لارښود