د نوې زږيدلي ماشوم عقيقه ، د ويښانو خريل او نوم ايښودل

آيا د نوې زږيدلې ماشوم ټول سنت لکه : عقيقه ، د ويښتانو خريل ، ختنه او د نوم ټاکل ټول په اومه ورځ تر سره کيږي او که په نورو ورځو کې هم کيدای شي

DA HAR SA NA WARNDEE DA ONLINE LARKHUD KARKAWONKOO TA SALAMONA WEM ZAM 1 POKHTNA DA DEE CHE KILA YOO MASHOM FAYEDA CHE NO DA HGA BA PO 7 WARZ TOL SUNAT PORA KAWEE YANEE AQEQA OW SUNAT KAWIL OW WEKHTAN KALWAL OW DASEE NOOR SUANT CHE KOM DEE PO 7 WARZ IYA KA PO 7 WARZ ONSHEE NO BILA KOMA GOWRA WARZ DEE CHE PO HGAY YE OKROO LA MULA SHAB NA DEERA DEERA MANA CHE ZAM POKHTNA RTA JAWAB KEE WASALAM

عمر لندن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مستحب دا ده چې په اومه ورځ  د ماشوم عقيقه ، د سر د ويښانو خريل وشي او همدارنګه د هغه د پاره نوم وټاکل شی .

جناب نبی کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي :  ” كل غلام رهينة بعقيقته تُذبح عنه يوم سابعه ، ويُسمى فيه ويُحلق رأسه ” رواه الترمذي (1522) وأبو داوود (3838) وصححه الألباني في إرواء الغليل (1165) .

د دريو امامانو په نزد مستحب دا ده چې په اومه ورځ د ماشوم عقيقه ، نوم ټاکل او د سر د ويښانو خريل تر سره شي (کفايت المفتي ج ۸ ص ۲۴۹ – درالمحتار کتاب الاضحية ۶ / ۳۳۶ ) .

لجنة الدائمة ليکی : که عقيقه ، او حلق په اومه ورځ تر سره نشي باک نه لري همدارنګه که عقيقه په يوه ورځ او د سر خريل په بله ورځ تر سره شي باک نه لري (لجنة الدايمة ۴۴۳/۱۱ – هیئت کبار علماء عربستان ) .

فتاوي علماء بلدالحرام لیکي : ځنو صحابه کرامو رضی الله عنهم ویلي دي : که په اومه ورځ تر سره نشي نو په څوارلسم ورځ که بيا نشي په يويشتمه ورځ او که هغه ورځ هم له لاسه ووتله هر وخت چې امکان وي دا کار به تر سره کوي يو مياشت وروسته ، څو مياشتې وروسته يو کال وروسته .

خو ځنې علماء په دې معتقد دي چې کله ماشوم د بلوغ سن ته ورسيږي عقيقه ساقطيږي

و الله اعلم

فتاوي علماء بلدالحرام – مکة المکرمة رقم ۳۰۹۵ .

خو د خير په کار کې بيړه په کار ده اکثره وخت په ښه کار کې بيړه نه کول او د نن سبا په هيله پريښودل د شيطان وسوسې وي چې بلاخره د هغه ښه کار فرصت له لاسه وځي .

آن لاين اسلامې لارښود

(Visited 129 times, 1 visits today)

3 تبصرې

  1. salamualikum wa rahmatullahe wabraqato.
    mong la ta see qadermano sakha da aqeeqe pa barakee ham poshtana karee wa Allah jalejallala ajree azeem der kree che mong ta mo pa deer kam wakht kee deer sha malomat rakral oss balla poshtana da dee che ma tollo zamano ta da see nomona khwakh karee dee lka khalid hamza aw omer kho che da oss twalod shwee zoye ta mee Osama khwakh karee woo kho la badamargha pa dee tollana kee dee khalqo aksolamal deer kharap malom sho lka pa dawakhano aw sharwalio ke da certificate akhestalo pa wakht ke. no ladee kabla stasee qadermano na hela kawma che dasee da uo askhabe nome ra ta khwakh karee che dee serware qyeenat da Qumndanano (saffasalrano )na wee deera mnanana ba mo wee

  2. 1.

    يونيو 10th, 2011 عند 7:03 م

    salamualikum wa rahmatullahe wabraqato.
    mong la ta see qadermano sakha da aqeeqe pa barakee ham poshtana karee wa Allah jalejallala ajree azeem der kree che mong ta mo pa deer kam wakht kee deer sha malomat rakral oss balla poshtana da dee che ma tollo zamano ta da see nomona khwakh karee dee lka khalid hamza aw omer kho che da oss twalod shwee zoye ta mee Osama khwakh karee woo kho la badamargha pa dee tollana kee dee khalqo aksolamal deer kharap malom sho lka pa dawakhano aw sharwalio ke da certificate akhestalo pa wakht ke. no ladee kabla stasee qadermano na hela kawma che dasee da uo askhabe nome ra ta khwakh karee che dee serware qyeenat da Qumndanano (saffasalrano )na wee deera mnanana ba mo wee

    إضافة تعليق

  3. واقعاً چې شيخ اسامه د اسلامې امت يو ستر او تکړه مجاهد ؤ هغې خپل شاهي او د آسانتياوو څخه ډک ژوند پريښود او د افغان مجاهدينو تر څنګ ودريد د افغانانو مسافر ميلمه خپله ځواني د افغان کړيدلي ولس په کنډواله خاوره او غرونو کې تيره کړه او پوره څلويښت کاله يې د سره او تور يرغل پر وړاندې مبارزه وکړه .
    روح يې ښاد او دوښمن يې دې ناښاد وي .
    هو په دې خو شک نشته چې ددې مجاهد له نامه سره کافران او منافقين جوړ نه دي نو په کوم شی کې چې سړي ته ضرر رسيږي له هغې څخه پرهيز پکار دی ځکه مشخص ددې نوم ايښودل يا د کوم بل نوم ايښودل شرعي حکم نه دی چې سړی ورباندې ټينګ شي بلکي يو مباح کار دی .
    الله تعالی ستاسې او زمونږ ټولو اولادونه د اسلام خادمان وګرځوي
    د رسول الله صلی الله عليه وسلم د څو فوځي جنرالانو نمونه په لاندې ډول دی
    حمزه
    خاليد بن وليد
    عمر بن الخطاب
    بشير بن سعد
    سعد بن ابی وقاص
    عبدالله بن جحش
    زيد بن حارث
    ابو سلمه
    عبدالله بن انيس
    عبدالله بن عتيک
    عکاشه بن محص
    محمد بن مسلمه
    ابوعبيده بن جراح
    زيد
    عبدالرحمن بن عوف
    علی بن ابی طالب
    کزر بن جابر
    ابان بن سعد جعفر
    اوس ستاسې خوښه چې کوم يو نوم خوښوﺉ
    آن لاين اسلامې لارښود