ښځينه معلمې ته کتل او ور سره خبرې کول ګناه ده ؟

لومړی تر هر څه در ته د جناب حضرت محمد مصطفی (ص) د مینی ډکه تل پاتی او
نه هیریدونکی ارزښتناکه تحفه وړاندی کوم
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
وروسته غواړم ستاسو سره یوه پوښتنه مطرح کړم خدای (ج) دی وکړی چی نوموړی
پوښتنه د قرآن او حدیث په رڼا کی را ځواب کړی

پوښتنه: که چیری یوه ښځه معلمه وی او په صنف کی نارینه و ته تدریس کوی،
په دی وخت کی د نوموړی معلمی سره خبری کول او ورته کتل ګناه لری او پر
سترګو باندی د زنا اطلاق کیږی که یا نه ؟

مننه

ذبیح الله ذهین د کابل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم ، الحمد لله رب العلمين والصلوة و سلام علی محمد  صلی الله عليه وسلم و اله وصحبه اجمعين

په مکاتبو ، پوهنتونو او نورو علمي څانګو کې د نارينه او ښځو مخلوط او کډ تعليم کول حرام دي نور تفصيل دلته وګورﺉ

بيګانه ښځې ته کتل جايز نه دي سړي به له بيګانه ښځو خپل نظر ساتي او ښځې به له بيګانه سړيو خپل نظر ساتي قوله تعالی :يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنّ ((پټې کړئ (له نامحرمو څخه ) سترګې خپلې

بې ضرورته د بيګانه ښځې سره خبرې کول جايز نه دي خو که ضرورت پيښ شي ښځه به د خبرو په وخت  په مينه ناکه ، جزابه او خندرويه لهجه خبرې نه کوي  قوله تعالی  : إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا(الاحزاب 32 ).

په ويلو کې نرمی مه کوئ پس ( که پسته خبره تاسی وکړه ) نو طمع کښې به پريوځی هغه څوک چه په زړه کښې رنځ وي ( دنفاق اوبدکاری ) او ووايئ تاسی خبره ښه ځيږه

د ښځې د پاره د لاندې شرايطو په چوکات کې تحصيل کول جايز دي :

۱- پوره اسلامې حجاب

۲- د نارينه او ښځينه تر مينځ به ګډون نه وي

۳- ښځينه استاذه

۴- که ښځينه استاذه نه وي نارينه استاذ د پاره د پردې يا يوطرفه ښيښې کارول

فتاوي المحمودي حنفي

آن لاين اسلامې لارښود – کابل

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

    ښه پوښتنه او صحیح جواب دی، جزاکم الله خیراً

    (د نا محرمو ښځو سره ګډ اوسېدل حرام دي)

    البته یوه یاداوري مي کول هغه دا چي ټول علوم فرضي کفايې دي که هغه پوره ديني علم وي که ساینسي علم وي (دومره دیني علم فرض عین دی چي خپل عبادات او نور ضروري احکام څوک زده کړي مګر پوره عالم دین جوړېدل فرض کفایې دي)وګوری مشهور تفسیر معارف القران

    خو متاسفانه چي نن سبا جاهلان د جاهلانو په فتواوو عمل کوي- او پر ښځه باندي عصري تعلیم فرض عین ګڼي لکه په حدیث شریف کي چي راغلی دي چي د علم طلب فرض دی مګر دوی دا فکر نه کوي چي کوم علم؟!

    که څه هم موږ ډاکټرو ښځو ته ضرورت لرو مګر هغه هم د پورته شرایطو سره سم او بل دا چي ټوله ښځي به ځغلي بلکه یو کوچنۍ ټولۍ که دا کار وکړي غاړي خلاصیږی.

    نن سبا د فتنو په وخت کي د ښځي راوتل بېله شرعي عذره حرام دی او الله تعالی په قرانکريم کي منع فرمايلی دی:

    وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى…(سورت الاحزاب ایات ۳۳)
    ژباړه: او په خپلو کورونو کي قرار ونیسئ (ای مؤمنانو ښځو!) او مخکنيو د جهالت (د ښځو) د (ښایست) ښکاره کولو په شان (بېګانه خلکو ته خپل) ښایست مه ښکاره کوئ

    مننه

  2. په نني وخت کې کفارو سربیره پردي چې زمونږ خاوره يي تر استعمار لاندي راوستی ده بلکې ورسره يي جوخت زمونږ فکرونه هم استعمار کړیدي.
    د بیلګۍ په ډول که نن يوه پیغله یا یوه میرمن اسلامي حجاب ولري او ځان يي د اسلام په جامه سمبال کړي وي، ده ته په ټولنه کې پس پاتې او اطرافی میرمن وايي او هغه میرمنې چې د الله په قهر ککړ تنګ پتلون او لنډ کالې اغوندي او پر مخ باندي د نړۍ پوډر خلاص کړﺉ وي او شونډان یی سره وي،کناټی يي بوټ بوټ وتي وی، او په بازار کې ګرځي بي ادبي دی معاف وي د زړه د درده دا خبره کوم ځوانان تری نه خوند او مزی اخلې، ده ته بيا مترقي میرمن وايی. نن يي تاسو په نړۍ کې څه په کابل او نورو ولایتونو کې وګورۍ د مثال د لاروښانه کولو لپاره په خپل کور کې د خپلو میرمنو څخه پوښتنه وکړې.
    په درنښت
    زما په لیکنه کوم اعتراض مکوې د زړه له درده می داسی ولیکل

  3. عبدالله

    پښتون ورور دا خو يو څرګند حقيقت دی
    ولی به ستا په ليکنه څوک نيوکه کوي
    د خدای د پاره نن د اسلام په خاوره کې خلک په ډاګه بې شرمی او منکراتو ته بلنه کوي لکه د تلويزنونو بې شرمۍ ته بلونکي سريالونه او د سودي بانکونو سود او قمار ته بلنه چې په علني ډول يې هر بيګا د تلويزيون او يا اخبار له لارې اعلانوي .

    ولې که مونږ دومره هم و نه وايو چې دا حرام او دا ناولی اعمال ولی تر سره کيږي نو بيا دا څه ايمان شو

  4. د محترمو او د قدیرور وررانو اسلام علیلم ورحمت الله و برکاتو
    زه بیا هم یو پشتونه لرم هغه دادی چه یو سری د یو میرمن سره واده کوی او او خلک وائی چه مخکی په تقدیر کی او قلم ئی وهل شوی دی که چیری پدی باره کی کما ته پوره معلومات راکری دا به مو زیات مننه وی زه ستاسو د جواب انتظار کی یم وسلام

    ———————
    و عليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    هو د مخلوق ټول حاديثات د الله په اراده کې دي او په تقدير کې ليکل شوی دي نور تفصيل دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/3880