سلام که چیری یو کس په یوه لیری ځای کښی وظیفه ولری او زیاتره وخت هلته اوسیږی نو که چیری خپل کور ته د څو ورځو لپاره راشی نو په کور کښی مسافر دی او که نه؟؟
مننه – محمد انور سروري
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اصلي وطن هغه وخت باطليږي چې کله سړی له خپل کور ، بال بچ سره بل ځای ته کډه وکړي : فی عالمګيري : ويبطل الوطن الاصلي با الوطن الاصلی اذا انتقل عن الاول با اهله و اما اذا لم نتقل با اهله استحدث اهلاً ببلدة اخری فلا يبطل وطنه الاول ويتم فيهما (ص ۱۵۱ ) .
جناب نبې کريم صلی الله عليه وسلم به ځکه په مکه کې قصر (مسافرانه لمونځ ) کولو چې هلته يې کور و غيره څه باقي نه وو ( کفايت المفتي ج ۳ ص ۳۶۶ ) .
نو تاسې چې کله له سفر څخه کور ته راشی مقیم بلل کيږي ځکه چې دا مو اصلي وطن دی (دلته مو اهل عيال اوسيږي ) .
و الله تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
زما کور په جلال اباد کی دی او دنده می په بدخشان کی ده چی کله د جلال اباد څخه بدخشان ته روانیږم نو په کابل کی زما یو یا دوی شپی او ورځی راځی نو ایا چی زه کله بدخشان ته رسیږم نو په کابل کی زه د مسافری لمونځ وکړم او که څنګه؟
______________________________________________
و عليکم وسلام ورحمته الله وبرکاته
په کابل کې به مسافرانه لمونځ کوﺉ ځکه د اقامت يا پاتي کيدو نيت مو تر ۱۵ ورځو کم دی
آن لاين اسلامې لارښود
اسلام علیکم ورحته الله وبرکته،
په مسافرانه لمونځ کی دسنت حکم څه دی.
په احترام