د ژبې هلاکت

هسې خو ټول ګناهونه جهنم ته دتلو سبب جوړيږي . ليکن د ژبې ګناهونه چه څومره په کثرت سره کيږي ، دومره ګناهونه بل اندام نه کوې . ګوريء دروغ ، چغلې ، غيبت ، بهتان ، ګنځل او نور دا ټول ګناهونه هم د ژبې پيداوار دی . نو ددې وجې چه جهنم ته کوم خلک داخليږې نو په هغوي کښې به زيات خلک دژبې د وجې داخليږې .

قد سّل رسول الله صلی الله عليه وسلم عن اکثر ما يدخل الناس الجنة فقال تقوی الله وحسن الخلق وسّل عن اکثر مايدخل النار فقال الا جوفنا الفم والفرج . ( أخرجه الترمذي وصححه وابن ماجه ) .

ژباړه : د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه تپوس وشو . چه کوم عمل زيات جنت ته د داخليدو سبب ګرځې ؟ نونبی عليه السلام ورته وفرمايل . دالله نه ويره او ښه اخلاق . او دهغې عملونو تپوس ترې نه وشو . کوم چې زيات د جهنم دتلو سبب جوړيږی نو نبی عليه السلام وفرمايل . د دوو  ځايونو د لاسه په ډير خلک جهنم ته داخليږې . خيټه ، او ژبه او شرمګاه  .

ددې خبرې تايد د يوبل حديث نه هم کيږی چه جهنم ته به ډير خلک د ژبې دلاسه داخليږې : قال معاذ بن جبل قلت يارسول الله أنؤ اخذ بما نقول فقال ثکلت أمک يا ابن جبل وهل يکب الناس فی النار علې مناخرهم اِلاحصايد ألسنتهم .(أخرجه اترمذي وصححه وابن ماجه والحاکم وقال صحيح علي شرط الشخين ) .

ژباړه : حضرت معاذ رضی الله عنه فرمايي . ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ . ای دالله پيغمبره ! آيا مونږ چه کومې خبري کوو . په دې باندې به مونږ نيولې کېږو . نو نبی عليه السلام راته وفرمايل مور درباندې بوره شه ( دا دعربو يوه محاوره ده . ښيري نه دې ) خلک به پړمخې جهنم ته دخپلو ژبو دګناهونو د وجې پريوځی .

ان لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email