د کامياب مسلمان قايد صفات

د کامياب مسلمان قايد (مشر) صفات هغه که وزير وي، رئيس وي، آمر وي او يا هم مدير وي تر څو په دنيا او آخرت کې کامياب وي بايد د لاندې صفاتو لرونکي وي، کچيرې کوم صفت پکې نه وي نو بايد کوښښ وکړي چې هغه صفت پخپل ځان کې راولي:

۱- نيک اخلاق:

د یو مسلمان قايد له مهمو صفاتو څخه یو هم نيک اخلاق دي، د نيکو اخلاقو په وسيله د مأمورينو او ماتحتو لخوا خپل مشر ته د اداري احترام علاوه معنوي احترام حاصليږي، عربي معقوله ده «أحترم أحترمک» ( ته د بل احترام کوه څو هغه ستا احترام وکړي)، نيک اخلاق د نيکو او حميده صفاتو مجموعه ده، چې په سر کې یې صداقت او رښتيا، په وعده باندې وفاء، صبر او حوصله، عفوه او بښنه، د نورو سره نيک سلوک، د بد ګويي څخه پرهيز کول او داسې نور.

نيک اخلاق د جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د رسالت له أهدافو څخه يو هدف دی: «إِنَّمَا بُعِثتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخلَاقِ»[1](يقيناً چې زه د اخلاقو د تکميل لپاره استول شوی يم).

او نيک أخلاق عبادت دی، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: « إن المؤمنَ لَيُدْركُ بِحُسنِ خُلُقِه درَجةَ الصائمِ القَائم »[2].

ژباړه:(مومن بنده د خپلو ښو اخلاقو په ذريعه د (نفلي ) روژه نيونکي ،عبادت کونکی درجه حاصلولی شي).

۲- قدوه حسنه (د نورو لپاره ښه اقتداء):

دا چې مسلمان قايد به پخپلو ويناوو او عمل کې د نورو لپاره یو اقتداء وي، په کوم شي باندې چې خپلو تر لاس لاندې مأمورينو ته حکم کوي نو په هغه باندې بايد لومړی خپله عمل وکړي، او د څه څخه چې هغوی منع کوي نو دی به خپله پرهیز ورڅخه کوي.

کچيرې يو رئيس او قايد خپله امانتدار نه وي او نورو ته په امانتدارۍ باندې حکم کول به یې څه اثر ولري؟

کچيرې خپله په وظيفه باندې مقيد نه وي، غير حاضري کوي، نا وخته خپلې دندې ته حاضريږي، نو نورو ته په حاضرۍ تأکید او نصحيت کولو کې به یې څه اثر وي؟

يا هم نورو ته په عدل باندې حکم کوي خو خپله ظالم وي.

يا هم نورو ته د اخلاص کولو ناري وهي خو خپله له عامه ګټو شخصي ګټې ورته مهمې وي.

۳- عادل به وي:

دا چې مسلمان قايد به د خپلو لاس لاندې کسانو په منځ کې عدل کوي او د دوی تر منځ به په معامله او امتيازاتو کې فرق نه کوي، هغه که اداري امتيازات وي لکه: اجرت، معاش او نور او يا هم معنوي امتيازات وي لکه: تقدير، حسن معامله او احترام.

کچيرې د دوی او يا عارضينو په منځ کې عدالت ونه کړي نو د دوی په زړونو کې نفرت او بدبيني را منيځته کيږي چې بلاخره یې له کار څخه زړه پورته کيږي.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «خِيَارُ أَئمَتكُمْ الَّذينَ تُحِبُّونهُم ويُحبُّونكُم، وتُصَلُّونَ علَيْهِم ويُصَلُّونَ علَيْكُم، وشِرَارُ أَئمَّتِكُم الَّذينَ تُبْغِضُونهُم ويُبْغِضُونَكُم، وتَلْعُنونَهُمْ ويلعنونكم »[3].

ژباړه: (د تاسې څخه غوره مشران هغه دي چې تاسې هغوی خوښوئ (دوست ګڼئ) او هغوی تاسې خوښوي، او تاسې د هغوی لپاره دعا کوئ او هغوی ستاسې لپاره دعا کوي، او د تاسې بد مشران هغه دي چې تاسې هغوی بد ګڼئ او هغوی تاسې بد ګڼي، تاسې په هغوی باندې لعنت وايئ او هغوی پر تاسې باندې لعنت وايي).

معاویه رضی الله عنه وايي: زه له دې څخه حيا کوم چې پر داسې چا مې ظلم کړې وي د الله تعالی پرته پر ما باندې بل مدد کوونکی پيدا نه کړي[4].

او علي بن فضل يوه ورځ وژل چا ورته وويل ولې ژاړې؟ ويې وويل: د هغه چا په حال مې وژړل چې پر مايې ظلم کړی وي او سبا ورځ د الله تعالی پر وړاندې ودريږي او هغه لره هيڅ دليل نه وي[5].

سليمان بن عبدالملک په منبر باندې وو يو کس آواز ورته وکړ ای سليمان! د آذان ورځ در په یاد کړه، نو سليمان له منبر څخه را ښکته شو او هغه سړي ته یې آواز وکړ چې د آذان ورځ کومه ده؟ سړي ورته وويل: الله سبحانه وتعالی فرمايي: [فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَن لَّعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِـمِينَ][6].

ژباړه: (په دې وخت کې به یو آواز کوونکی(اسرافيل ع) د هغوی په منځ نارې کړي چې: د الله پاک لعنت دې وي پر ظالمانو ).

سيلمان وويل: ما ستا سره څه ظلم کړی دی ؟ ویې وويل: زما په فلاني ځای کې ځمکه وه ستا وکيل را څخه واخيسته نو بيا یې وکيل ته وليکل چې هغه ځمکه ورکړه.

قايد او مشر ته ښايي چې د قدرت او اقتدار پر مهال پر چا ظلم و نه کړي، ځکه چې د ظلم سرچينه پېښمانتيا ده، ستا سترګې به د غفلت خوب کوي خو د مظلوم سترګې به بيداره وي، الله تعالی ته به د مظلوميت فریاد کوي.

۴- تقوی او امانتداري:

مسلمان قايد به امانتداره وي، ځکه امانتداري د اسلامي سياست بنسټ بلل کيږي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: [إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ].

ژباړه: (بې شکه الله تاسې ته حکم کوي چې امانتونه د هغو څښتنانو ته و سپارئ او کله چې د خلکو تر مينځ منځګړيتوب کوئ په عادلانه ډول منګړيتوب وکړئ).

حکومت او حکومتي دنده یو مسؤليت او امانت دی، په دغه امانت کې هر ډول بې پروايي، غفلت کول، شخصي ګټې پالل، ادارې فساد او نور خيانت دی.

متأسفانه زمونږ په ټولنه کې د پردي اشغال له ناوړو اغيزو څخه يو هم ادارې فساد، رشوت او په مسؤليت کې خیانت کول وو، د اشغال تر سيورې لاندې داسې رژيمونه هم تير شوي چې په نړيواله کچه يې په فساد، غلا او رشوت خوړلو کې لومړی يا دريم مقام ګټلی دی چې اوس يې هم اثرات شته.

خو د اسلامي نظام له سترو دندو څخه يو هم د فساد له منځه وړل دي، مسلمان قايد چې کله تقوی داره او امين کس وي پر ټوله اداره یې اثر پريوځي او څوک د خيانت جرأت نشي کولی.

اداري فساد او رشوت په یوه ټولنه او حکومت کې د لویې او سترې بربادۍ سبب کيږي، چې حق به باطل او باطل به حق ګرځول کيږي، د هغه په وجه د بنده ګانو حقوق ضایع کيږي.

په رشوت ورکوونکي او اخستونکي لعنت دی :«لعنَ رسول الله صلی الله علیه وسلم الراشي و المرتشي»[7] (رسول الله پر رشوت ورکوونکي او اخستونکي باندې لعنت ويلی دی).

د لعنت لفظ د لويو خطرناکو ګناهونو لپاره راځي او یا هم د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ښیرا ده چې داسې کسان دې د الله پاک له رحمت څخه لرې او محروم وي.

او کوم بدن چې په حرامو تغذیه شوی وي، او توبه ونه باسي نو داسې بدن جنت نشي تلی.

رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: «لا يدخل الجنة جسد غزی من الحرام»[8].

او چا چې توبه ويستله الله تعالی به یې توبه قبوله کړي، نبي (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: « التَّائِبُ مِنْ الذَّنْبِ كَمَنْ لَا ذَنْبَ لَهُ»[9]. ( له ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه ګناه یې چې نه وي کړې).

۵- مهربانه به وي:

دا چې مسلمان قايد به مهربانه او د نرم زړه خاوند وي، د آسانۍ معامله به کوي او سختي به نه کوي، جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: « يسِّروا و لا تعسِّروا، و بشِّروا و لا تنفِّروا»[10].

ژباړه: (آساني کوﺉ سخت ګيري مه کوﺉ، زيرې ورکوﺉ، بيزارول او متنفرول مه کوﺉ).

همدارنګه فرمايي: «أَهْلُ الجَنَّةِ ثَلاثَةٌ: ذُو سُلْطانٍ مُقْسِطٌ مُوَفَّق، ورَجُلٌ رَحِيمٌ رَقيقٌ القَلْبِ لِكُلِّ ذِى قُرْبَى وَمُسْلِم، وعَفِيفٌ مُتَعَفِّفٌ ذُو عِيالٍ »[11].

ژباړه: (اهل جنت دری ډلي دي: عادل او مُوفق[12] مشر او امام، مهربانه او د نرم زړه خاوند د ټولو خپلوانو او یا هر مسلمان، پاک لمنه قناعت کوونکی او د عيال خاوند چې له سوال څخه پرهيز وکړي).

که چيرې د کوم کس څخه خطاء وشي د هغه معافي کول په کار دي، کچيرې کوم کس د سزا وړ وي او د سزا ورکول یې په توان کې وي نو هغه ته عفوه او بښنه کول پکار دي چې دا عفوه او بښنه به د هغه د محبت د زياتوالي او احترام سبب ګرځي.

او عفوه او بښه او تيرينه د رښتني مؤمنانو صفت دی.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [الَّذِينَ يُنفِقُونَ فِي السَّرَّاء وَالضَّرَّاء وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ][13].

ژباړه: (پرهيزکاران هغه کسان دي چې په خوښۍ او نا خوښۍ دواړو حالاتو کې مالونه خيراتوي، قهر زغمونکي او خلکو ته عفوه کوونکي وي او الله پاک نيکي کوونکي خوښوي).

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «اللَّهُمَّ مَن وَلِيَ مِن أَمْرِ أُمَّتي شيئًا فَشَقَّ عليهم، فَاشْقُقْ عليه، وَمَن وَلِيَ مِن أَمْرِ أُمَّتي شيئًا فَرَفَقَ بهِمْ، فَارْفُقْ بهِ»[14].

ژباړه: (يا الله څوک چې زما د امت د چارو مشري په غاړه واخلي او پر دوی باندې سختي راولي، ته په هغه باندې سختي راولې، او څوک چې زما د امت د چارو په ترسره کولو کې نرمښت او مهرباني کوي ته د هغه سره نرمې وکړې).

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«مَن يُحرِمُ الرِّفقَ يُحرَمِ الخَيرَ كُلَّه»[15] (رواه مسلم ).

 ژباړه: (چا كښې چه نرم خويي نه وه هغه د هر قسمه خير او نيکی نه محروم او بې برخې دی).

خو دغه رحم او مهرباني بايد د ټنبلۍ، بې نظمۍ سبب نه شي بلکي په هر څه کې باید انصاب وي.

۶- پاک نفسه به وي:

مسلمان قايد او مدير به پاک نفسه وي، اهل هوا به نه وي، د نفس د خواهشاتو تابع به نه وي ځکه چې بیا د حق څخه منحرف کيږي،کچيرې د يوې ادارې مشر پاک نفسه وي نو له شهواتو او محرماتو څخه به پاک وي او د شک پرته چې مأمورين به هم په هغه پسې اقتداء کوي، چې بلاخره به اداره له شهواتو او محرماتو څخه پاکه وي.

او د پاک نفسي څخه مقصد د نفسي غوښتنو ترک کول، قناعت او د حرص څخه پرهيز کول او نورو ته د طمع نه لرل دي.

ابی هريره (رضی الله عنه) روايت کوي چې جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: «عُرِضَ عليَّ أول ثلاثة يدخلون الجنة: الشهيد، وعبد أدى حق الله وحق مواليه، وفقير عفيف متعفف»[16].

ژباړه: (ماته وړاندې شول هغه دری کسان چې لومړی به جنت ته داخليږي، شهيد، او هغه بنده چې د الله تعالی او خپل مالک حق یې ادا کړی وي (عبادات او معاملات يې دواړه سم وي)، او قناعت او صبر کوونکی فقير).

۷- پر خپله رأی به ولاړ نه وي:

مسلمان قايد بايد ديکتاتور نه وي، یوازې پر خپله رأی باندې به ولاړ نه وي بلکي له نورو سره به مشوره کوي، د نورو رأیو او نظرياتو ته به هم ارزښت ورکوي، د مشورې اهميت او ګټې مخکې بيان شوې.

۸- خير غوښتونکی او نصيحت کوونکی به وي:

مسلمان قايد به د خپلو مأمورينو لپاره نصيحت کوونکی وي، هغوی به غفلت، سستۍ او ټمبلۍ ته او خطاوو ته متوجه کوي، ځکه په یوه اداره کې چې هر څومره مأمورين فعال وي، او خطاووې کمې وي په هماغه اندازه به اداري کارونه سم، منظم او پر وخت اجراء کيږي.

ځکه چې مسلمان قايد د ادارې لومړی مسؤل دی، له معقل بن يسار (رضی الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: « مَا مِنْ عَبْدٍ اسْتَرْعَاهُ اللَّهُ رَعِيَّةً فَلَمْ يَحُطْهَا بِنَصِيحَةٍ إِلاَّ لَمْ يَجِدْ رَائحَةَ الْجَنَّةِ »[17].

ژباړه: (هر بنده ته چې الله تعالی د رعيت مسؤليت ورکړ مګر هغه د هغوی په خير غوښتنه او نصحيت کې کمی وکړ نو د جنت بوی به ونه مومي).

۹- ځان غوښتونکی به نه وي:

مسلمان قايد به ځان غوښتونکی او يوازې د شخصي ګټو په فکر او خيال کې نه وي، بلکي د مأمورينو ګټې او مصلحتونه به په پام کې نيسي څه چې ځان ته خوښوي هغه به نورو ته هم خوښوي ځکه کچيرې يوازې شخصي ګټو  ته پام کوي نو د هغه معنوي حالت او اعتبار ته صدمه رسوي او په مأمورين کې يې اعتبار له منځه ځي.

انس (رضی الله عنه) وايي چې جناب رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي:«لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ »[18].

ژباړه: (کامل مؤمن هغه دی چې څه د ځان لپاره خوښوي هغه د نورو لپاره هم خوښ کړي).

۱۰- د ادارې په چارو به عالم وي:

مسلمان قايد به د دفتر او ادارې په چارو باندې پوه او عالم وي، کچيرې د ادارې له چارو څخه ناخبره وي نو د ادارې مقررات، طرزالعمل او قوانين به مطالعه کوي او ځان به ورباندې پوه کوي، ځکه چې له يوې خوا به د ادارې صحي کنترول کولی شي او له بلې خوا به يې په مأمورين کې اعتبار، او ثقه والی لوړ وي او هغوی به يې په ښه شان اطاعت کوي.

۱۱- حکمت او ذکاوت:

مسلمان قايد به د حکمت ذکاوت او زیرکتیا خاوند وي، تر څو په اجرائاتو کې اشتباه نشي، او د مأمورينو پر وړاندې يې دقت او ذکاوت څرګنديريږي او هغوی پخپلو کارونو کې د بې پروايی پر ځای له دقت څخه کار اخلي، خو ددې سره سره به د تواضع څښتن وي پر مأمورينو به غرور او تکبر نه کوي، او د خپلو ماتحتو لپاره به د عاجزۍ وزرې غوړوي، او دغه صفت د ده عزت نور هم لوړوي، ابی هريره (رضی الله عنه) وايي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: « ما نقصت صدقةٌ من مالٍ، وما زاد اللهُ عبدًا بعفوٍ إلا عزًّا، وما تواضع عبدٌ إلا رفعه اللهُ»[19].

ژباړه: (د صدقې په ادا کولو سره مال نه کميږي، او د عفوې او بښنې په کولو سره الله تعالی د بنده عزت زياتوي، او څوک چې د الله تعالی لپاره تواضع او عاجزي کوي الله تعالی یې لوړوي).

۱۲- له تعصب او عداوت څخه پرهيز:

له تعصب او دوښمنۍ څخه به پاک وي ځکه د هغه معامله له خلکو او ټولنې سره ده، د تولنې او دولت تر منځ پل دی، تعصب او عداوت په اسلام کې ګناه ده چې له حق او انصاف څخه د انحراف سبب ګرځي.

ابن قيم رحمه الله د تعصب د ځنو بڼو په اړه ويلي:

او له دې جملې څخه یو دا دی چې د جاهلیت په دعاوو کې ګډون، او د جاهليت د زمانې په شان غمرازي او تسليت ورکول، قوم او نسب ته بلنه کول، همدا رنګه مذهبونو، طریقو او مشایخو ته بلنه کول او د تعصب او هوا له مخې د ځنو غوروالۍ پر ځنو نورو باندې، او د کوم (قوم او ډلې) سره چې تړاو لري نو د هغې پلوي او ملاتړ دوستي، دوښمني او د خلکو ارزونه به په هماغه قوم او ډله سره کوي په کوم پورې چې دی اړه لري، دا ټول د جاهليت لورې ته بلنې دي[20].

آن اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – رواه البخاري في الأدب المفرد-273.

[2] – رواه ابؤداود.

[3] – رواه صحيح مسلم.

[4] – إني لأستحي أن أظلم من لا يجدُ عليَّ ناصراً إلا الله.

[5] – أبكي على من ظلمني إذا وقف غداً بين يدي الله ـ تعالى ـ ولم تكن له حجة.

[6] – سوره الاعراف:44.

[7] – رواه مسند أحمد: 47/11، و سنن الترمذي:1337.

[8] – رواه البيهقي و السلسلة الصحيحة: 2609.

[9] – رواه ابن ماجد :4250. اسناده حسن.

[10] – متفق عليه .

[11] – رواه صحيح مسلم.

[12] – کامیاب او بریالی.

[13] – سوره آل عمران :134.

[14] – صحيح مسلم :1828.

[15] – صحيح مسلم .

[16] – رواه الترمذي: 3832.

[17] – رواه البخاري: 7150

[18] – رواه البخاري:13.

[19] – أخرجه مسلم (2588). 123

[20] – وقال ابنُ القَيِّمِ في نَبذِ صُوَرٍ من التَّعَصُّبِ: (ومنها: الدُّعاءُ بدعوى الجاهِليَّةِ، والتَّعزِّي بعَزائِهم، كالدُّعاءِ إلى القبائِلِ والعَصَبيَّةِ لها وللأنسابِ، ومِثلُه التَّعَصُّبُ للمَذاهِبِ والطَّرائِقِ والمشايِخِ، وتفضيلُ بَعضِها على بَعضٍ بالهَوى والعَصَبيَّةِ، وكَونُه مُنتَسِبًا إليه، فيدعو إلى ذلك، ويُوالي عليه ويُعادي عليه، ويَزِنُ النَّاسَ به، كُلُّ هذا من دعوى الجاهِليَّةِ.

(Visited 8 times, 1 visits today)