په اسلامي هيوادونو کې د نړيوالې محکمې اصلي موخه د ښځو تعليم نه دی، هغه تعليم چې د ښځو لپاره ضرور او د هغې د فطرت موافق وي نه بايد غفلت پکې وشي او نه هم ځنډ، بلکي د دغه محکمې اصلي موخه د اسلامي شريعت د پلي کولو پر وړاندې دریدل دي ځکه د دغه محکمې قانون طاغوتي دی او د اسلامي حدودو پلي کول ظلم ګني (العیاذ بالله).
د ښځې د تعليم او آزادۍ څخه یې موخه له خپل کور، خپل سرپرست ، خپلې اصلي او فطري دندې او اسلامي حجاب څخه آزادي ده.
دا ډول حکم اصلاً د اشخاصو پر وړاندې حکم نه دی بلکي د اسلام او د اسلام د سياسي نظام پر وړاندې دريدل دي او د دغه طاغوتي ادارې موخه دا ده څو د اسلامي نظام پر وړاندې نړيوال مخالفتونه را وپاروي.
د ملل متحد لوبه
(Visited 31 times, 1 visits today)
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله