نوې طريقې :
د شلم قرن په نيمايي کې د امريکا متحده آیالاتو تصميم ونيو تر څو په سيمه کې د انګليس او فرانسې د نفوذ د ساتنې لپاره په ورته اهدافو ميدان ته راشي[1] مګر د فرانسې او انګليس د استراتيجی خلاف نوي استراتيجی او تکتيک سره چې هغه د ملل متحد په نوم لوبه وه تر څو له دې لارې خپلو اهدافو ته ورسيږي او په دغه تکتيک کې يې مهم تکتيک او لاره د عسکري او فوځي کودتا په وسيله قيادت تر لاسه کول او ددې لارې څخه خپل غربي اهداف او مصالحو خوندې کول وو .
امم متحده :
- د اسلام او مسلمانانو پر ضد يو لوبه ده ځکه واک يې د کفري زبرځواک (روس ، امريکا ، چين ، انګلیس او فرانسې) په لاس کې دی که څه هم ۱۹۳ هيوادونه د هغه غړيتوب لري خو د هوغی په خوله باندې پياز هم نه ټوتې کيږي ښه مثال يې د امريکا د سفارت نقلول دي بيت لمقدس ته .
- قانون يې طاغوت دی – د اسلامي شريعت تطبيق په خاصه توګه حدود ظلم ګڼې .
- د صلح درواغجن شعار چې د امم متحده په نزد صلح دا معنی چې د کفر قانون ته به تسليمږي او په اسلام کې صلح دا دی چې په اسلام کې پوره ننوځي [يا ایهاالذين آمنوا ادخلو في السلم الکافة]
او يا د مقابل لورې داسې تړون چې غلبه د حکم د اسلام وي .
- مساوات : په ملل متحد کې د کافر او مسلمان ، عالم او غير عالم ، متقي او فاسق تر منځ مساوات دی مګر په اسلام کې د کافر ځانته حق دی د مسلمان ځانته …
فاسق ، زاني ، خاين هيڅ کله هم د نيک کس سره برابر نه دی او عالم د جاهل سره برابر نه دی بلکي د هر لپاره ځانته احکام دي .
- اولاء او البراء: په امم متحده کې دوستی د بشر پر بنا ده نه د دين پر بنا
مګر په اسلام کې د دوستۍ او دوښمنی سرحد معلوم دی چې يا به د رحمن طرف ته دريږي او يا د شيطان .
[إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا .
[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ] (التوبه ۱۱۹)
:[ لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ … ] (مجادله/22).
ژباړه: هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی دی ، که څه هم د هغوی پلرونه وي يا يې زامن وي او يا يې وروڼه وي او يا يې ټبر او کورنۍ وي .
آن لاين اسلامي لارښود
ما يلز كوبلاند – لعبة الأمم – ص33 ، تعريب مراد سرخيس