د اسلامي ښار پلان جوړول له یوناني او رومي ښکارونو سره برق لري، ځکه د اسلامي ښار په پلان جوړولو کې د اسلامي شريعت قواعد او د مؤمنانو مصالح په نظر کې نيول کيږي.
حقيقت دا دی چې په اسلام کې د ښار(مدينة) د پلان جوړولو طريقه په اصل کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت له ټاټوبي (المدينة المنوره) څخه پيل شوی او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په مبارک دور کې تطبيق او عملي چې بيا وروسته د خلفاء راشدينو او نورو اسلامي واکمنيو پر مهال يې پراخوالی موندلی دی.
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په پيل کې د جومات لپاره يو مناسب ځای انتخاب کړ کوم چې د خرماوو د وچه ولو ځای وو او د دوو يتيمانو ملکيت وو، د هغه قيمت يې ادا کړ په ښاري اصطلاح کې د استملاک چارې تر سره د جومات لپاره يې پلان برابر او په خپلو لاسونو له صحابه کرامو سره یو ځای د هغه په جوړولو پيل وکړ.
د ښار د هر اړخيز نظم لپاره داسې پلان جوړ کړ چې د هغه په وسيله قبلوي اختلاف ختم او اسلامي ورورولي یې را منځته کړه.
همدارنګه په مادي لحاظ یې د ښار جوړولو لپاره داسې ځای انتخاب کړی وو چې ځمکه یې پراخه، حاصل خيزه او د زياتو اوبو لرونکی وه.
په دغه ښار کې هماغه وخت او حالاتو ته په کتلو د ښاريانو هر ډول ضروریات په نظر کې نيول شوي وو، د خلکو د روغتيايي خدماتو په موخه د درملنې لپاره خيمې درول شوې وې، د تعليمي خدماتو لپاره د وخت د امکاناتو سره سم جومات او يو مشخص ځای په نظر کې نيول شوی وو، د ښار د نظافت ساتلو لپاره به سړکونه او کوڅې پاک ساتل کيدل، ځکه چې د نظامت او له لارې څخه د اذيت شي لرې کول د ايمان جز بلل کيده، د حيواناتو د ذبحې لپاره لرې ځايونه ټاکل شوي وو لکه: د معاويه له کور سره نږدې د کوچې په پای کې او د بازار په سر کې د ابې يسار په څنډه کې.
همدارنګه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې ازدخام او ضرورت ته په کتلو سره د سړکونو او کوڅو پلنوالی ټاکل شوی وو، نبوي جومات ته د باب سلام په لورې غځيدلي سړک پلوالی ۲۰ کزه تقريباً (۹،۵) متره وو، او د فرعي کوڅو پلوالی به ۵ يا ۶ او يا ۷ کزه وو.
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی که چيرې د ګاونډيانو تر منځ په لاره باندې اختلاف وي نو ۷ کزه يا ۳،۵ متره لاره به پرږدې[1]، يعنې د فرعي کوڅو لږه اندازه پلوالی به ۳،۵ متره وي.
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم په بازار باندې د کنترول او څارنې سيستم تصويب کړی وو او پخپله به يې په بازار کې د معاملاتو اسلامي بنسټونه بيانول، او د مدينې منورې د بازار د کنترول او څارنې لپاره يې عمير رضی الله عنه ټاکلی وو.
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د خارجي مېلمنو (وفد) لپاره ځانګړې ځايونه ټاکلي وو لکه: د عبدالرحمن بن عوف لوی کور او سرای، د رمله بن حارث انصاري کور.
او له مدينې منورې وروسته د حضرت عمر فاروق په خلافت کې د بصرې ښار د مدينې منورې پشان جوړ شو او بيا د کوفې او بيا د بغداد ښار او بیا وروسته په آسيا او افريکا کې د مسلمانانو لخوا ډير ښارونه جوړ شول او کله چې جنوبي اورپا د مسلمانانو په لاسونو باندې فتحه شوه هلته د قرطبه، غرناطه اسلامي ښارونه جوړ او په اورپا کې یې د أندلس ستر اسلامي تمدن رامنځته کړ.
د ښار د موقعيت او پلان ګزارۍ په اړه د علماوو نظرونه:
اول- ابن خلدون:
د ښار د موقعيت او پلان ګزارۍ په اړه ابن خلدون وايي: د ښار جوړولو څخه مقصد او هدف د استوګنې کورونه او سرپناهونو جوړول دي داسې چې اړين ضروريات او عامه خدمات په نظر کې ونيول شي او زيان لرونکي شيانو مخنيوی وشي.
يعنې د ښار جوړولو لپاره دری شرطونه دي:
۱- د ګټو او مصالح جلبول.
۲- د زيان لرونکو شيانو مخنيوی.
۳- د عامه خدماتو او آسانتياوو په نظر کې نيول.
دوهم- ابن أبي ربيع:
ابن أبي ربيع د ښار د موقعيټ ټاکلو او پلان ګزارۍ لپاره څلور شرطونه بيان کړي:
۱- د پاکو اوبو موجوديت او ظرفيت تر څو د ښار ضرورت پوره کړي.
۲- په ښار کې د ټولو ضرورياتو رفع کول څو خلک د یو شي د تر لاسه کولو لپاره بل ښار ته مجبور نشي او همدارنګه د ضروري خوراکي موادو ذخاير پکې موجود وي.
۳- معتدله هوا چې د ژوند لپاره مناسبه او د ناروغيو د مخنيوي لپاره مهمه وي.
۴- څړځایونو ته به لنډ وي ځکه د انسان ژوند له حيواناتو سره تړلی دی. او په معاصر وخت د ښار د پلان ګزارۍ لپاره د ترافيکو د جريان لپاره سړکونه او د هغو د جريان لپاره د هر ډول اسانتياوو برابرول او د موانع لرې کول او همدارنګه د ترافيکو د پارک کولو لپاره مناسب ځايونه په نظر کې نيول.
او ابن أبی ربيع د ښار د پلان جوړولو لپاره لاندې سپارښتنې لري:
۱- په ښاري پلان کې د کافي پاکو اوبو رسول.
۲- سړکونه او کوڅې پراخه په نظر کې نيول تر څو د تګ لپاره مناسب وي.
۳- جومات په داسې ځای انتخابول چې ټولو خواوو ته نږدې وي.
۴- بازارونه پراخه او نږدې په نظر کې نيول تر څو خلک خپل ضروريات له نږدې څخه پوره کړي.
دريم- القزويني:
قزويني د ښار د ټاکلو او پلان لپاره دری شرطونه بيان کړي:
۱- معتدله هوا.
۲- د دريم، څلورم او پنځم اقليم مناطق.
۳- لونده ځمکه ( د اوبو لرونکي)، د ځنګل ساحې او سمندر ته لڼد ځای.
څلورم- ابن الأزرق:
ابن د ښار د ټاکلو او پلان لپاره د ابن خلدون دری شرطونه بيان او څلورم شرط دا ور زیات کړی چې د ښار لپاره د حکومت امنيتي سيستم موجود وي تر څو د خلکو سر، مال او عزت خوندي وي.
د ښاري پلان جوړولو فقهي قواعد:
د ښاري پلان ګزارۍ لپاره هغه که د عامه ضرورياتو، خدماتو او اسانتياوو برابرول دي لکه: مساجد، علمي مراکز، د ناروغانو د درملنې مراکز، دولتي اماکن، تفريحي پارکونه، شنې ساحي او نور.
او همدارنګه د ترافيکو د کنترول لپاره د سړکونو توسيعه، د عامه اماکن لپاره د ځمکو استملاک او استوګني او تجارتي ځایونو تقسيم، په استونګنيزو ودانيو کې د ګاونډې څخه د ضرر دفع کول او د پردې او حجاب په نظر کې نيول ټول د لاندې فقهي قواعدو په رڼا په نظر کې نيول کيږي:
۱- «درء المفاسد مقدم من جلب المصالح» او يا « دفع المضار و جلب المصالح».
۲- «تقديم المصلحة العامة علی المصلحة الخاصة عند التعارض»
۳- «لا ضرر و لا ضرار»
۴- «أرتکاب أخف الضررين».
۵- «العادة محكمة (قاعدة العرف)»
[1] – “لا ضرر و لا ضرار للرجل أن يضع خشبة في حائط جاره و إذا اختلفتم في الطريق الميتاء فاجعلوها سبعة أذرع (رواه البخاري).