روژه او قرآن

مسلمانانو وروڼو او خويندو ! قرآنکريم د الله سبحانه وتعالی هغه سپېڅلی کتاب دی چې د فضيلت او اهميت د پاره به دلته يوازې دومره ووايم چې نن عصر کې نه پيغمبر شته او نه هم وحی ځکه چې د پيغمبرۍ او وحی سلسله د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت سره ختمه شوې ده نن عصر د الله تعالی او د مخلوق تر مينځ د ارتباط وسيله يوازې قرآن او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت دي .

♣♣♣♣♣

د الله تعالی دغه مبارک کتاب په دې مياشت (رمضان ) کې ټول په يو ځل د دنيا آسمان کې بيت العزت ته نازل شوی چې بيت العزت ته يې د يو ځل نزول حکمتونه دا دي :

۱- دا چې قرآنکريم د مسلمانانو په نزد سپېڅلی کتاب دی ، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم معجزه ده ، نو د اسلامي امت د تعظيم لپاره بيت العزت ته نازل شوی دی .

۲- خپل د قرآنکريم د شان تعظيم .

۳- د رسول الله صلی الله عليه وسلم د شان تعظيم تر څو د آسمانونو ملائکې پوه شي چې الله (جل جلا له) هغه ته څومره لوړ شان ورکړی دی چې په ده باندې نازل شوی کتاب په يو ځل بيت العزت ته نازليږي .

۴- د اوو آسمانونو اهل ته دا اعلان چې قرآن ورستی آسماني کتاب دی .

۵- دا چې قرآن په يو ځل د يوې جملې په توګه بيت العزت نازل شوی دې ته اشاره ده چې الله سبحانه وتعالی عالم الغيب دی ، په ټولو حوادثو د واقع کېدو څخه مخکې پوه دی .

♣♣♣♣♣

د قرآنکريم په ښه شان تلاوت هر وخت فضيلت لري مګر په رمضان المبارک کې خاص فضيلت لري چې قرآن او روژه به دواړه د مؤمن شفاعت کوي :

الصيام والقران يشفعان المعبد يقول الصيام ای رب انی منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعنی فيه ويقول القران منعته النوم بالليل فشفعنی فيه فيشفعان ( رواه البيهقي ، احمد و حاکم ) .

ژباړه : روژه او قران دواړه د بنده شفاعت کوي ،روژه به وايي : ای پروردګاره ! ما دا بنده د ورځې د خوړلو،څښلو او نفسی خواهش پوره کولو نه منع کړی ؤ – نن زما شفاعت دده په حق کې قبول کړه ، او قران به وايي ما دی د شپې له خوب او آرام نه منع کړی ؤ الهی ! نن دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه ، د روژې او قران دواړو شفاعت به ددی بنده په حق کې قبول شي (ددی بنده سره به د مهربانی او مغفرت معامله وشي او دده د پاره به د جنت فيصله وشي او په خاصو رحمتونو سره به وپالل شي .

نو مسلمان ته پکار ده چې په فکر او تدبر سره قرآن تلاوت کړي ، د تراويح په ختم کې کډون وکړي ځکه چې د قرآن د هر حرف په تلاوت باندې لس نيکۍ دي :

من قرا حرفاَ من کتاب الله فاهُ  به حسنة والحسنة بعشرا مثالها لا اقول (( آلم ) حرف ، الف حرف و لام حرف و ميم حرف . ( رواه الترمذی والدارمی )

ژباړه : چا چې د قرآن يو حرف ولوستلو ، نو هغه يوه نيکی و ګټله او يوه نيکی د الله د قانون کرم مطابق د لسو نېکيو برابره ده ( د وضاحت لپاره فرمايي ) زه دا نه وايم ( يعني زما مطلب دا نه دی ) چه آلم يو حرف دی ، بلکه الف يو حرف دی لام يو حرف دی او ميم  يو حرف دی دغه شان آلم  ويلو والا بنده ته به ديرش نيکۍ ليکل کيږي .

او د قرآنکريم په ختم کې کډون کول د قرآن د شفاعت او ګناهونو د بښنې سبب ګرځي :

د ابی هريره نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

من قام رمضان ايماناً و احتساباً عفر له ما تقدم من ذنبه (بخاری ).

ژباړه : څوک چې د رمضان په مياشت کې دشپې قيام وکړي (د تراويح لمونځ ) د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي .

عن أبا سلمة بن عَبْدُ الرحمن- أن رَسُول اللَّهِ صَلَى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسلَّمْ ذكر شهر رمضان فقال ((شهر كتب اللَّه عليكم صيامه، وسننت لكم قيامه. فمن صامه و قامه إيماناً واحتساباً خرج من ذنوبه كيوم ولدته أمه). (سنن ابن ماجه او النسائی).

ژباړه : له أبا سلمة ابن عَبْدُ الرحمن نه روايت دی :چې رسول اللَّه صلَى اللَّه علَيْه وسلم  د رمضان د مياشتی يادونه وکړه چې دا هغه مياشت ده چې الله تعالی د هغی روژی پر تاسې فرض کړی ده نو څوک چې د رمضان روژی ونيسی او د شپې (د تراويح لمونځ ) هم وکړي د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره نو له ګناهونو به داسې وځی لکه په کومه ورځ چې مور زيږولی وي .

مسلمانانو وروڼو او خويندو !

په روژه کې حد اقل يو سپاره قرآن په تدبر سره تلاوت کړئ ، او په ترايح کې د قرآن په ختم کې کډون وکړئ ځکه روژه به ډيره ژر تيره شي خو بيا به وروسته آرمان کوئ .

همدارنګه که په روژه کې د قرآنکريم تفسير ته غوږ ونيسئ لوی اجر لري ځکه د شرعي علم حاصلول دي .

او تفسير له دې ځای ښکته کړئ .

https://dawat610.com/archives/4118

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 181 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً