د تلاوت سجده فوراً او که د تلاوت په آخر کې ادا کيږي :

د آنلاین اسلامي لارښود قدرمنو مشرانو سلامونه او نېکې هیلې
د تلاوت سجدې په اړه مې پوښتنه دا ده چې آیا د تلاوت سجده د سجدې د آیت د تلاوت نه سملاسي وروسته وشي او که کولی شو چې د تلاوت له پای ته رسېدو وروسته او یا د ټول قرآن کریم له تلاوت وروسته ټولې سجدې په یوه وخت هم کولی شو او که؟
که ځواب دا وي چې د سجدې آیت له تلاوت سملاسي وروسته دې سجده وشي نو په هغو وختونو کې چې نور لمونځونه نه شو کولی لکه مازدیګر نه وروسته او یا د سهار له لمانځه وروسته نو په دې صورت کې څه وکړو؟
مننه
————-
ځواب
و عليکم السلام ورحمه وبرکاته
د احنافو په نزد په آخر د تلاوت کې کول جايز دي مګر  د مذاهبو د جمهورو په نزد د سجدې آيت د تلاوت څخه وروسته کول په کار دي.
غوره دا ده چې بالفور آدا شي ځکه چې بیا له بنده څخه هيريږي.
او په لمانځه کې به د سجدې د آیت د لوستلو نه پس فوراً ادا کيږي.
و الله سبحانه وتعالی اعلم
ففي الفتاوى الهندية: وأداؤها ليس على الفور حتى لو أداها في أي وقت كان يكون مؤدياً لا قاضياً هذا في غير الصلاتية -أي التي قرأها في الصلاة- أما الصلاتية إذا أخرها حتى طالت القراءة تصير قضاءً ويأثم. انتهى بتصرف يسير.
(Visited 34 times, 1 visits today)