علم او تعليم دواړو علومو ديني او دنيوي لره شامل دی[[1]] مګر د شرعي حکم له مخې د خويندو تعليم دری صورتونه لري:
لومړی صورت فرض عین:
د اسلامي شريعت ضروري زده کړه په نارينه او ښځو باندې فرض ده[[2]].
لکه: عقايد، عبادات، ضروري معاملات او د کورني ژوند احکام او نور.
دوهم صورت :
فرض کفايي يا واجب :
هغه علوم چې د امت او اسلامي ټولنې لپاره ضرور وي فرض کفايي يا واجب دي لکه: نسايي ولادي طب، د خويندو دعوت، د خويندو تعليم او نورو ضروري برخو کې په اسلامي حکومت باندې واجبه ده چې ددې کار لپاره يوه ډله خويندې د ټولنې د ضرورت پر بناء وګماري او زده کړې ورباندې وکړي.[[3]]
دريم صورت :
د پورته دوو علومو پرته نور علوم د خويندو لپاره مباح دي.
ولی د پورته ټولو علومو لپاره شرط اسلامي حجاب او د اختلاط نه شتون دی.
قافله دعوت
————————————
۱- قال الله تعالی : [وَعَلَّمَ آدَمَ الْأَسْمَاءَ كُلَّهَا…..] (سوره البقره).
۲- قال رسول الله صلی الله عليه وسلم : « طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ ».
الموسوعة الفقهية ليکي:
په مور او پلار لازمه ده چې خپل اولاد (هلکانو او نجونو) ته د شريعت ضروري احکام ور زده کړي لکه:طهارت، لمونځ، روژه او نور او همدارنګه د حرامو شيانو زده کړه لکه: د زنا، لواطت، غلا، شراب، غيبت، بهتان او نور زده کړه ورباندې واجبه ده.
جاء فی الموسوعة الفقهية:
على الآباء والأمّهات تعليم أولادهم الصّغار الطّهارة والصّلاة والصّوم ونحوها، وتعليمهم تحريم الزّنى واللّواط والسَّرِقة، وشرب المُسكر والكِذب والغيبة وشبهها، وأنّهم بالبلوغ يدخلون في التّكليف.
ومن العلوم غير الشّرعيّة ما يعتبر ضرورةً بالنّسبة للأنثى كطبّ النّساء حتّى لا يطّلع الرّجال على عورات النّساء. جاء في الفتاوى الهنديّة: امرأة أصابتها قرحة في موضعٍ لا يحلّ للرّجل أن ينظر إليه، لا يحلّ أن ينظر إليها، لكن يعلّم امرأةً تداويها، فإن لم يجدوا امرأةً تداويها ولا امرأةً تتعلّم ذلك إذا علّمت، وخيف عليها البلاء أو الوجع أو الهلاك فإنّه يستر منها كلّ شيءٍ إلاّ موضع تلك القرحة، ثمّ يداويها الرّجل، ويغضّ بصره ما استطاع إلاّ عن ذلك الموضع.