رسالت آنلاین اکادمي

رسالت لومړنۍ معیاري آنلاین اکاډمي ده چې درسي دورې یې په لاندې توګه دي:

 تمهیدي دوره: دوې میاشتې

 ابتدائي دوره: څلور میاشتېمتوسطه دوره: شپږ میاشتې

 عالی دوره: شپږ میاشتې 

تمهیدي دوره

اهداف د مفرداتو صحیح تلفظ، د اسلامي عقیدې او آدابو زده‌ کړه.
وخت دوې میاشتې
کتابونه ۱- تهمیدي قاعده ۲- اسلامي عقیده او آداب.
د درسي کتابونو محتوا په دې دوره کې د عربي ژبې د حرفونو پېژندنه، صحیح تلفظ او د حرکاتو سره بلتیا، د اسلامي عقیده لومړني اساسات، او اړین ورځني اسلامي آداب چې یو مسلمان ماشوم ورته اړتیا لري لوستل کیږي.

 

 

 

ابتدائي دوره

اهداف د قرآن کریم  روان تلاوت ته چمتووالی, د سالمې عقیدې او غوره اخلاقو زده ‌کړه.
وخت څلور میاشتې
کتابونه  ۱- قاعده رسالت2- اسلامي آداب او اخلاق3- د اسلام اساسات.
د درسي کتابونو محتوا په دې دوره  کې دمخارجو، حرکاتواو لومړنیو تجویدي قواعدو  کامله پېژندنه، به تفصیلي بڼه د دین دری ګوني اصول، پنځه  ګوني ارکان ،د لمانځه عملي زده‌ کړه ، مسنونه دعاګانې، او ورځنیي د بېلابېلو چارو (خوراک، څښاک، ناسته ولاړه، خوب…) آداب، د مور او پلار، ګاونډیو، خپلوانو او حیواناتو حقوق لوستل کېږي.

 

 

 

متوسطه دوره

اهداف د تجوید په بڼه د قرآن تلاوت، د اسلامي احکامو او اخلاقو زده کړه
وخت شپږ میاشتې
کتابونه 1-   لس سپارې ناظره 2- د تجویداساسات ۳- فقه عبادات

4- آداب 5- انوارسیرت

د درسي کتابونو محتوا په دې دوره کې لس سپارې ناظره، په کامل او تطبیقي بڼه تجوید، د لمانځه، زکات، روژې، او حج احکام، اود نبوي سیرت یوه برخه لوستل کېړي.

 

 

 

عـــــالي دوره

اهداف د تجوید او حسن صوت په پوره بڼه د قرآن تلاوت ، له دیني علومو او مضامینو سره کافي آشنایي
وخت شپــږ میاشتې
کتابونه 1-  شل سپارې ناظره 2- عقیده 3- فقه 4- حدیث

5- د آخرې سپارې حفظ او ژباړه

د درسي کتابونو محتوا په دې دوره کې شل سپارې ناظره،عقیدوي مهم مسائل، د بیلا بیلو موضوعاتو په اړه احادیث، فقهي مهم احکام لوستل کېږي او د آخرې سپارې حفظ او ژباړه هم د دې دورې یوه برخه ده

 

زموږدرسي خدمات ۲۴ ساعته دي، په هره وخت کې چې ستاسو اولادونه فرصت لري، کولای شي چې زمونږ سره زده‌کړې ته دوام ورکړي.

د نصاب ټول کتابونه په (power point)  سافت ویر کې په ډېر ښایسته ډيزاین او نويو معیارونو لیکل شوي دي، په ورځني درسونو کې د (zoom) سافت‌ویر په مټ  له سلایډونو نه ګټه اخستل کیږي.

شاګردانو ته په هره دوره کې مربوط کتابونه د (pdf) په بڼه ورکول کیږي.

د شاګردانو د ارزیابۍ په موخه د اونۍ او دورې په پای کې آزموینه اخستل کیږي، د هرې اونۍ په پای کې د شاګردانو درنو کرونیو ته یو مفصل درسی راپور ورکول کیږي.

معیاري تدریس، دقیق مدریت، او روښانه راتلونکی له موږ سره

تجربه کړئ

د رسالت اکادمی لنډ بيان په ويديو کې

ولټساپ شمیره :93787894383

 

 

 

 

 

 

 

 

(Visited 301 times, 1 visits today)