ای خوبه وړيه غافله ! دا د خوبونو شپه نه ده ، د رحمت ، برکت او مغفرت شپه ده ، په دې شپه کې رحمت ، برکت او د جبريل امين په شمول بې حسابه ملائکې ځمکې ته نازليږي .
پاڅه ای خوبه وړيه ! دا د خوبونو شپه نه ده .
پاڅه ! خپلې ګناهونه دې پخپلو اوښکو ووينځه ځکه دا د مغفرت شپه ده ، داسې اوښکې تويې کړه ، او په توره شپه کې خپل رب ته دومره وژاړه چې د آسمان ملائکې دې سيل وکړي او بيا له ځانه سره دا خبر يوسي چې دا امت اوس هم په وينو او اوښکو لړلی دی .
بيا قرآن را واخله په ژړا ژړا يې و لوله ځکه چې د قرآن نزول په همدې مبارکه شپه کې شوی دی ، بيا دې خپل ځان ، خپل اهل عيال او ټولو مسلمانانو ته د خير ، هدايت ، مغفرت او عافيت دعا وکړه .
بيا دې ماخستن لمونځ او تراويح په جومات کې ادا کړه او بيا څومره د چې په توان کې وو نفلي لمونځونه وکړه ، ځکه چې د حشر په ورځ لومړی حساب د لمانځه دی ، په دغه شپه کې هر عمل د زرو مياشتو د عمل کولو اجر لري نو دغه نفلي لمونځونه به د فرضو د نقصان په صورت کې يوه ذخیره وي .
او بيا د سهار لمونځ په جومات کې ادا کړه .
لنډ دا چې دا شپه ( چې د ماښام څخه پيل تر لمر ختلو پورې ) په ذکر ، تلاوت ، نفلونو ، توبه ، دعا او استغفار سبا کړه .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : قد جاءکم شهر رمضان ، شهر مبارک ، فيه ليلة خير من الف شهر ، من حرمها فقد حرم الخير کله و لا يحرم خير الا المحروم .
ژباړه : يقيناٌ پر تاسې د رمضان مياشت راغله ، مبارکه مياشت ، په هغه کې يو شپه ده چې غوره ده له زرو مياشتو ، چا چې دا شپه په عبادت او اطاعت تيره کړه نو یقيناً د هغه ټول خير په برخه شو ، مګر د خير څخه هغه څوک محروم شو چې دا شپه يې په عبادت تيره نکړه ( رواه احمد ) .
پس ای زما وروره ! ، ای خورې ! ، ای پلاره ! او ای مورې !
دا ورځې ډېرې لږ دي د رمضان المبارک آخرې شپې او بيا تاق شپې دي چې د تراويح څخه تر پشلمې دوه ، دری ساعته کيږي .
نو خپل نيت مو خالص کړئ ، د دنيا د مشغوليتونو څخه لرې شئ او ددې لوی خير لپاره ملا وتړئ .
معلومه نه ده چې بل رمضان پورې به ژوندې وو او که نه همدا اوس پر خپلو ټولو ګناهونو توبه وباسئ او د لوی سفر لپاره ځانونه چمتو کړئ .
پس ای زما وروره ! ، ای خورې ! ، ای پلاره ! او ای مورې !
پاڅئ ! د صالحو او نيکو بندګانو لاره اختيار کړئ ، او د شيطان له ملګرۍ لرې شئ .
وَمَن يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاء قِرِينًا (النسآء :۳۸ ) .
يعنې : او د چا چې شيطان ملګری شي نو دا (شيطان ) بد ملګری دی (ځکه شيطان سړی د خير څخه منع کوي او داسې کارونو ته يې لمسوي چې هغه د ده لپاره تباهي وي ) .
نو پاڅئ ! د کسل ، ټنبلۍ او شيطان لاره پرېږدئ او د صالحانو لاره اختيار کړئ .
د خپلو ګناهونو بل کړی اور په توبه او اوښکو مړ کړئ ځکه چې ددې شپې په عبادت کولو سره ګناهونه بښل کيږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «مَنْ يَقُمْ لَيْلَةَ الْقَدْرِ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ». (البخارى)
ژباړه: چا چې د ليلة القدر شپه د ثواب په نيت رڼه سبا کړه ( يعنی دا شپه يې په ذکر او عبادت تيره کړه ) ټول مخکيني ګناهونه به ورته عفوه شي .
و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب
اللهم أعنى على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك
آن لاين اسلامي لارښود
يجب عليك تسجيل الدخول لاضافة تعليق.