په موټرونو او ديوالونو د مشرانو تصويرونه نصوبول


ځواب: الحمدلله رب العالمين … اما بعد

په موټرونو او ديوالونو باندې د ژونديو يا وفات شویو مشرانو، خپلوانو او نورو تصويرونه نصوبول په لاندې دلايلو حرام دي :

اول – د ضرورت پرته د ساه لرونکو تصويرونه رسمول او چاپول حرام دي په اړه يې سخت وعيدونه راغلي دي:

عبدالله ابن مسعود وايي: له پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه مې وارويدل چې فرمايل يې :

 إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ» (رواه البخاري و مسلم).

ژباړه: د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب د تصوير جوړونکو دی.

په کوم کور او ځای کې چې تصويرونه او مجسمې نصب وي هغو ځایونو ته ملائکې نه ننوځي[1].

د ضرورت پرته لکه: تذکره، پارسپورت، سند او نورو پرته د ساه لرونکو تصويرونو ترسيم اوچاپ حرام دی[2]

دوهم – د تعظيم او احترام لپاره د مشرانو تصويرونه ځړول په خاصه توګه د وفات شويو کسانو د شرک خطر لري، ځکه د نوح عليه اسلام قوم د خپلو پنځو صالحو کسانو په وفات ډير ځوريدل لکه: ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر .

نو شيطان هغوی د دغو صالحانو تصويرونه او مجسمې جوړې کړلې او بيا په وروسته نسلونو کې د بت پرستی بنسټ کیښود .

او بل دا چې دغه عمل د کافرانو او مشرکانو سره مشابهت هغوی د خپلو مشرانو تصويرونه او مجسمې پخپلو کورونو او دفترونو کې نصب کړي وي[3] .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود …

————————————-

[1] – د مسلم شريف حديث دی:«لا تدخل الملائكة بيتا فيه تصاوير أو تماثيل».

يعنې : په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .

[2] – جاء في الموسوعة الفقهية و الطحاوي علی الدرالمختار :

يَحْرُمُ تَصْوِيرُ ذَوَاتِ الأَرْوَاحِ مُطْلَقًا، أَيْ سَوَاءٌ أَكَانَ لِلصُّورَةِ ظِلٌّ أَوْ لَمْ يَكُنْ. وَهُوَ مَذْهَبُ الْحَنَفِيَّةِ وَالشَّافِعِيَّةِ وَالْحَنَابِلَةِ. وَتَشَدَّدَ النَّوَوِيُّ حَتَّى ادَّعَى الإِجْمَاعَ عَلَيْهِ. وَفِي دَعْوَى الإِجْمَاعِ نَظَرٌ يُعْلَمُ مِمَّا يَأْتِي. وَقَدْ شَكَّكَ فِي صِحَّةِ الإِجْمَاعِ ابْنُ نُجَيْمٍ كَمَا فِي الطَّحْطَاوِيِّ عَلَى الدُّرِّ.

(الموسوعة الفقهية ج ۱۲/ص ۱۰۲ ،الطحطاوي على الدر المختار ۱ / ۲۷۳).

[3] – جاء في فتوی علماء البلد الحرام :

هذه الصور مما لا يجوز، وقد نبه ولاة الأمور على ذلك، ونسأل الله لهم التوفيق، فنصب الصور في المكاتب والدوائر لا يجوز ذلك، ويخشى أن يكون ذلك وسيلة للشرك؛ لأن كثيرًا من الدول غير المسلمة ينصبون هذه الصور في الميادين، في المحلات التي يريدون، ويخشى منها أن يقع فيها الشرك بعد حين، كما فعل قوم نوح.
قوم نوح جاءهم الشيطان لما مات خمسة صالحون، وكانوا على التوحيد فلما مات فيهم خمسة من الصالحين وهم: ود وسواع ويغوث ويعوق ونسرًا، دس عليهم الشيطان لما رأى حزنهم وبكاءهم عليهم دس عليهم الشيطان، وقال: صوروا صورهم وانصبوها في مجالسهم حتى تذكروا عباداتهم وتذكروا أعمالهم فصورها، ثم طالت حتى عبدوهم من دون الله نسأل الله السلامة.
فيخشى من هذه الصور أن يطول الأمد أن تعبد من دون الله، ولاسيما مع الجهل الكثير في الناس، ولاسيما مع حب الدنيا والحرص على التقرب إليها بكل وسيلة.
فالذي نعتقد أن هذا لا يجوز نصب هذه الصور في المكاتب، ولا في الدوائر ولا في الميادين والواجب على ولاة الأمور إزالتها، ونسأل الله أن يوفقهم لذلك، وأن يعينهم على كل خير، وأن يوفقهم لما فيه صلاح العباد والبلاد.
Print Friendly, PDF & Email