د اسلامي لارښود قدرمنو کارکوونکو او ليدلونکو ته! السلام عليکم .
زما غوښنه دا ده چې نن په ټولنه کې ورځ تر بلې د پوډريانو او چرسيانو شميره زياتيږي او ځنې داسې مرحلي ته رسيدلي چې دين ، اهل او نور هر څه ورڅخه پاتې تر پلونو لاندې اوسیږي غلاوي کوي او خپل پوډر وهي نور هر څه ورڅخه پاتې دي که تاسې د دغه بلاء اسلامي علاج او مخنيوی بيان کړی ښه به وي .
عبدالغفور
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د پوډريانو او چرسيانو مخنيوی او علاج په لاندې ټکو کيدای شي:
۱- لومړی علاج او مخنيوی يې دا دی چې دغه جرم خلکو ته يوې تباه کوونکي ګناه په حيث ور وپيژندل شي چې د ترياکو (کوکونارو) او چرسو خړول او څکول حرام دي ، کرهنه ، تجارت او هر قسم کار بار يې حرام دی او د دغه خبيث بوټې څخه په لاس راغلی مال خبيث دی او ددې څخه چې هر څومره خلک متضرر شوي دي د هغوی په ګناه کې به ورسره شريک وي .
نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن كل مسكر ومفتر( رواه احمد و ابوداود سند صحيح) .
يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم د ټو لو نشه کوونکو او بې حسه او ضعیف کوونکو شيانو څخه منع فرمايې ده .
د مسکر څخه مطلب شراب او چرس دي او مفتر څخه مطلب ترياک او پوډر دي .
او ددې شيانو د استعمال ضرر کاملاً ثابت دی د اسلام عامه قاعده ده (لا ضرر و لا ضرار في الاسلام)
يعنې : په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي .
همدارنګه زراعت او تجارت يې حرام دی
او بل دا چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :: ( إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه )
يقيناً الله جل جلا له چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي .
نور تفصيل دلته ولولئ
https://dawat610.com/archives/4466
https://dawat610.com/archives/14554
۲- دوهم علاج او مخنيوی يې دا دی چې د پوډریانو او جرسيانو پر وړاندې شرعي تعزير وټاکل شي ځکه چې د ترياکو او چرسو په څکونکو باندې شرعي تعزير دی تر څو هيڅ څوک ونشي کولای په عام محضر يې وڅکوي ، لکه څنګه چې نن يې خلک په عامه لارو ، بازارونو او عامه ځايونو کې څکوي کومه ګناه چې عامه شي خطر يې نور هم زياتيږي او ورځ په ورځ زيادت مومي او ددې ګناه په وجه په عام ولس باندې د عذاب را تللو ويره ده .
کله چې خلک منکر او ګناه ويني او د هغه په منع کولو قادر وي مګر دا کار نه کوي نو بيا الله تعالی پر ټولو باندې عذاب راولي .
«إن الله عز وجل لا يعذب العامة بعمل الخاصة، حتى يروا المنكر بين ظهرانيهم وهم قادرون على أن ينكروه، فإذا فعلوا ذلك عذب الله الخاصة والعامة» (فتح الباري شرح صحيح البخاري).
۳- د هغو حلقو او کړيو مخنيوی چې د مال په بدل کې قصداً غواړي په خلکو کې دغه وباء خپره کړي .
۴- په کلي ډول د ټولو پوډريانو نيول له بازارونو ، لارو او ټولو ځايونو څخه د هغوی را ټولول او په روغتونونو کې يې بسترول او د هغوی درملنه کول او د درملنې په جريان کې د هغوی ايماني تربيه هغوی ته د عقيدي او دين درس ورکول او هغوی د دغه خطرناکې وباء څخه خبرول کوم چې د انسان د دماغ په عصبي حجرو باندې حمله کوي چې انسان د ليوني پشان وي نه دين پيژني ، نه ناموس پيژني ، نه خپل او پردی پيژني او نه هم خپل عزت پيژني .
۵- د درملني وروسته هغوی ته کار مودل او د هغوی په کار اچول ځکه که د درملنې وروسته همداسې وزګار پاتي شي نو درملنه څه ګټه نه کوي بيا بيا همدې جرم ته مخه کوي او يا هغوی د څه وخت لپاره په زندان کې اچول تر څو له ضرر څخه يې عام ولس په امن شي او د دوی بدن سالم شي او د بند او زندان په جريان د دوی پوره تربيت وشي
و بالله توفيق
نوټ: دا مطلب مو د تیر رژیم پر مهال لیکلی وو چې اوس الحمدلله اسلامي نظام دی او دوی دغو ټولو ټکو ته متوجه دی دا یوازې يوه یادونه ده ( وَذَكِّرۡ فَإِنَّ ٱلذِّكۡرَىٰ تَنفَعُ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ).
آن لاين اسلامي لارښود