امريکايي ليکواله او د ځوانانو د چارو متخصصه «هيلسيا ستاتبسري» وايي:
عربي (اسلامي) ټولنه يوه کامله او جوړه ټولنه ده ، اړينه ده چې د دغه ټولنې د هغو دودونو تقليد وشي کوم چې د نجونو او ځوانانو لپاره په يو منطيقي حد کې ټاکل شوي دي .
د هغوی سره داسې دودونه او اخلاق دي چې بداخلاقۍ څخه يې لرې کړي دي کوم چې د امريکا او اورپا ټولنې کواښي .
نو ځکه زه دا نصيحت کوم چې تاسې د هغوی د دودونو او اخلاقو پيروي وکړئ او د اختلاط مخنيوی وکړئ او د ښځې آزادي محدوده کړئ بلکي د حجاب او پردې عصر ته رجوع وکړئ نو دا کار به د تاسې لپاره د امريکا او اورپا د اوسني بد اخلاقۍ او لهو لعب څخه غوره وي.[1]
نوموړې ليکواله بل ځای ليکي : د ټولو بلاوو بسنټ دا دی چې ښځه د خپل کور څخه ووځي او د نارينه سره ګډه شي نو په دې وجه هغه د خپل کور څخه لرې شي او غير شرعي حمل واخلي د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره عار او پيغور جوړ شي پس د نارينه سره د ښځو اختلاط يا د نارينه لپاره د ښځو مزاحمت به مونږ ويجاړ او برباد کړي[2] .
دوکتور سوليفان (Dr:Soliphan) وايي :
په امريکايي ټولنه کې د کورني نظام د پاشلو او زياتو جرمونو وجه دا ده چې ښځې خپل کور پرېښی نو کورنۍ نظام ضعيف شو او د اخلاقو سطحه ټيټه شوه .
تجربو دا په ثبوت رسولې ده چې د هلاکت څخه د نوي نسل د خلاصون لپاره يوازنی لاره دا ده چې ښځه خپل حريم ته بيرته ور وګرځي [3].
جورج رائيلي (George Raely) وايي :
اختلاط د نارينه سره سيالي يا د نارينه په څير ځان جوړول دي نو ددې کار په تر سره کولو سره ښځې د فطرت مخالفت وکړ او څومره چې اختلاط زياتيږي په هماغه اندازه به د زنا اولاد زياديږي او دا دلته د ښځو لپاره ستره بلاء ده [4].
پروفسور کلين (Professor Clain) د آلمان د دولتي روغتون سر طبيب وايي:
کله چې د عقل او فکر خاوندان وغواړي داسې دين ته ور وګرځي چې په هغه کې فضيلت خوندي وي ، د ټولنې ساتنه پکې خوندي وي او د بشر د ژوند سعادت او نيکمرغې پکې خوندي وي نو دوی به اسلام يوازنی دين و مومي چې په پوره بري سره يې ددې ټولو د ساتنې ضمانت کړی دی .
اسلام داسې دين دی چې په هغه کې د ټولو اديانو نيکۍ او غوره والی موجود دی او په بل دين کې تاسې داسې نيکۍ نشئ موندلای[5] .
آن لاين اسلامي لارښود
[1] – کتاب فتاوی علماء العالم الاسلامي ص ۱۹۷ .
[2] – مجلة المنار (۴/۴۸۱).
[3] – الاختلاط بين الجنسين ص ۱۰۶ ، المرأة بين الفقة و القانون :ص :۲۵۳ .
[4] – مجلة المنار (۴/۴۸۱) .
[5] – / استاد الجندي : ربیع الاول :۱۳۸۹ ه.ق