د اسلامي امت په هيڅ هيواد کې او سيمه کې د نارينه او ښځو تر منځ په تعليم، کار ځای او نورو کې اختلاط (کډون) نه وو .
کله چې صليبي جګړې له سختې ماتې سره مخ شوې نو د اسلام دوښمنانو وغوښتل تر څو عثماني خلافت نسکور کړي مګر دوی مخامخ ددې خلافت د مقابلې توان نلرلو نو لومړی يې د اسلامي خلافت څخه ځنې اسلامي هيوادونه بيل کړل او د دغه کار لپاره انګليس او فرانسې پخپل منځ کې تړون وکړ، انګليس په هند يرغل وکړ او په هند کې يې د بابريانو اسلامي دولت ونړولو وروسته يې په مصر او فلسطين يرغل وکړ او فرانسې په الجزاير، مراکش، سوريه او لبنان باندې يرغل وکړ او دغه هيوادونه يې د عثماني خلافت له قلمرو څخه جلا کړل او بيا يې د خلافت په داخل کې ځنې مزدوران وروزل لکه د ترکيه د اتحاد او ترکي ګوند چې مشري يې د اتارک پر غاړه وه او ددغه مزدورانو په وسيله يې د يوې فوځې کوتاه په وسيله عثماني خلافت ونړولو (انا لله و انا الیه راجعيون ) .
دا چې اسلامي امت همداسې ضعيف او د رښتنې اسلامي فکر څخه لرې او د شرعې نظام څخه بې برخه وي او د خپلو استعماري اهدافو د تر لاسه کولو لپاره يې په اسلامي هيوادونو کې ځنې بدلونونه رامنځته کړل لکه : د قانون سکولر کول، د تعليم سکولر کول او رسنيو سکولر او بې دينه کول او همدارنګه د ښځې د ازادۍ په نوم ښځه د خپل کور، خپلې جامې او حجاب، عفت او حيا څخه آزادول او د نارينه سره د هغوی کډول[1] .
انګلیس د اسلامي هيوادونو د اشغال پر مهال د تعليم په منهج کې لاندې بدلونونه راوستل :
- په مالي او معنوي توګه د شرعي تعليم محدودول .
- په اسلامي هيوادونو کې د غربي مکتبونو او پوهنتونونو جوړول .
- غرب ته د زده کړې لپاره د ځنو ځوانانو ليږل په داسې توګه چې کاملاً به د دوی تر نظارت لاندې وو تر څو غربي فکر واخلي .
- په تعليم کې د نارينه او ښځينه زده کوونکو تر منځ اختلاط را منځته کول .
د نارينه او ښځو اختلاط لومړی په کال د (۱۳۹۳ ه.ق) د غربيان په لمسون د مصري وزير «احمد لطفي» لخوا د مصر په پوهنتونو کې د هلکانو او مخ لوڅو نجونو تر منځ رامنځته شو او د دغه کار سره طه حسين مرسته وکړه[2] .
او وروسته په ډيرو اسلامي هيوادونو کې رواج او د دغه ناوړه کار د رواجولو لپاره غربيانو او د هغوی مزدورانو تبليغاتي هڅې وکړې .
امريکايي مؤسسې (فرانکلين) يو کتاب په يو اسلامي هيواد کې خپور کړی وو او په هغه کې يې داسې ويلي : ددې پر ځای چې نجونې او هلکان سره بيل کړو بايد هغوی ضرور په لوبو او کارونو کې سره کډ او شريک کړو، کچېرې د هغوی تر منځ څه پاروونكى حرکت منځ ته راشي بايد هغه ته د يو ډول دوستۍ په سترګه وګورو نه د جرم او عشق، دلته امريکايي مؤسسې کوښښ کړی تر څو د حرامو څخه د حرام نوم لرې کړي او هغه ته د پاکۍ درواجنه جامه ور واغوندي[3] .
لنډه دا چې په اسلامي هيوادونو کې د نارينه او ښځو تر منځ اختلاط د کفري يرغل پر مهال د اسلام دوښمنو لخوا رواج شوی دی .
آن لاين اسلامي لارښود
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – أساليب الغروه الفکري للعالم الاسلامي / دوکتور علی جريشه .
[2] – حراسة الفضيلة، للعلامة بكر أبو زيد، ص 139.، احتلاط بين رجال و النساء / دوکتور قحطاني ص ۱۱ .
[3] – أساليب الغزوه الفکري لعالم الاسلامي / دوکتور علي جريشه .
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله