اختلاط – د حيا او شرم زوال

 

حيا او شرم د ژوند اوبه دي د ناوړو کارونو څخه د ساتنې فطري ديوال دی ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ»[1]

ژباړه: هر کله چې شرم او حيا ونه لرې څه دې چې غوښتل هغه وکړه .

د کوم سړي او يا ښځې څخه چې حيا ولاړه نو په هغو کې څه خير نشته .

د مسلم شريف په يو روايت کې راغلي چې ټول خير په حيا او شرم کې دی « الْحَيَاءُ خَيْرٌ كُلُّهُ ».

ځکه حيا د ايمان برخه ده «الحياء من الايمان»

او حيا د اسلام ستر خصلت دی .

انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«إِنَّ لِكُلِّ دِينٍ خُلُقًا وَخُلُقُ الإِسْلاَمِ الْحَيَاءُ»[2].

ژباړه : د هر دين لپاره اخلاق دی د اسلام اخلاق حياء ده .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلی: «الْحَيَاءُ وَالْإِيمَانُ قُرِنَا جَمِيعًا، فَإِذَا رُفِعَ أَحَدُهُمَا رُفِعَ الْآخَرُ»[3].

ژباړه :حيا او ايمان دواړه سره جوړه او تړلي دي کله چې يو پورته شي نو بل هم ورڅخه پورته کيږي .

 فضيل بن عياض رحمه الله وايي : د بدبختۍ له نښو څخه د زړه کلکوالۍ ، د سترګو وچوالی ، د حيا او شرم نشتوالی ، د دنیا سره مينه او رغبت او اوږو هيلو او اميدونو لرل دي.

د پوهنتون محصله أسماء أنور وايي : « په نجلۍ کې مهم شی حيا او شرم دی او د نارينه سره اخلاط د ښځې فطري حيا له منځه وړي ، ځکه د اختلاط څخه مخکې د ضرورت پر مهال په لنډو ټکو خبرې کوي خو د اختلاط څخه وروسته د خبرو له اوږدولو څخه خوند اخلي او لاسونه هم ورسره ښوروي او پيل يې په مسکا او خندا سره وي، نو بې حيايي هغه د ټولو اخلاقو څخه بې برخې کوي »[4]

آن لاين اسلامي لارښود


[1] – رواه البخاري .

[2] – رواه ابن ماجه ، حديث حسن .

[3] – رواه الحاكم وقال صحيح على شرط الشيخين، ووافقه الذهبي.

[4] – آفاق العربية ، بتاريخ ۱۴۲۰/۰۷/۱۹ ، اختلاط / ۱۳۸

Print Friendly, PDF & Email