د رمضان المبارک فضيلت او ځانګړتياوې :

د اسلام سپيڅلی دين چه سراسر د رحم خواخوږۍ په ښو کارونو د ترغيب او له بدو کارونو څخه د مخنوي پيغام لري . د همدې موخو لپاره روژه د مسلمانانو لپاره يو لنډ مهاله تربيوي دوره ده .

ترڅو په دغه لنډه دوره کې په ښو کارونو عادت او له بدو او بې ګټې زهرجنو شيطاني اعمالو څخه منع او همدارنګه د خپلو نورو وروڼو له لوږو اوبې وسيو خبر شي .

♠♠♠

د روژی فضيلت :

د نورو امتونو په پرتله د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم امت ته د هرې نيکۍ په بدل کې لس چنده يا تر هغه هم زياته بدله ورکول کيږي ولی روژه ددی عام قانون څخه مستثنی ده .

♠♠♠

د روژې بې حسابه اجر :

ابی هريرة رضی الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ يُضَاعَفُ، الحَسَنَةُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا، إِلَى سَبْعِمِائَةِ ضِعْفٍ، قال اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: إِلَّا الصَّوْمَ فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ، يَدَعُ شَهْوَتَهُ وَطَعَامَهُ مِنْ أَجْلِي..»[1]

ژباړه: د بنده د هر نيک عمل بدله لس څنده تر اوه سوه څنده پورې ده ، الله عز وجل فرمايي : مګر روژه زما لپاره ده او زه به د هغه بدله ورکوم ، زما بنده زما د رضاء لپاره خپل خواهش نفس ،خوړل او څښل پريږدي( نو بس زه په خپله خوښه ددې قربانۍ بدله ورکوم).

♠♠♠

د روژه نيوونکو د عزت او اکرام لپاره «باب الريان»

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِنَّ فِي الجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ، يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ..»[2]

ژباړه : د جنت په دروازو کې يوه دروازه ده چه هغې ته باب «الريان» وايي پدې دروازه به د قيامت په ورځ صرف روژه دار داخليږي ، د هغوی پرته به بل هيڅ نه ور باندې داخليږي .

♠♠♠

روژه او قرآن به د قيامت په ورځ د بنده شفاعت کوي :

رسول مصطفی صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «الصِّيَامُ وَالْقُرْآنُ يَشْفَعَانِ لِلْعَبْدِ يَوْمَ القِيَامَةِ، يَقُولُ الصِّيَامُ: أَيْ رَبِّ مَنَعْتُهُ الطَّعَامَ وَالشَّهَوَاتِ بِالنَّهَارِ فَشَفِّعْنِي فِيهِ…»[3]

ژباړه : روژه او قران به دواړه د قيامت په ورځ د بنده شفاعت کوي ،روژه به وايي : ای پروردګاره ! ما دا بنده د ورځې د خوړلو،څښلو او نفسي خواهش پوره کولو نه منع کړی ؤ – نن زما شفاعت دده په حق کې قبول کړه .

♠♠♠

روژه د دورخ لپاره سپر دی :

ابی هريرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه فرمایلي:«الصِّيَامُ جُنَّةٌ فَلا يَرْفُثْ وَلا يَجْهَلْ وَإِنِ امْرُؤٌ قَاتَلَهُ أَوْ شَاتَمَهُ فَلْيَقُلْ: إِنِّي صَائِمٌ مَرَّتَيْنِ، وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ تَعَالَى مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ..»[4].

ژباړه : روژه سپر دی (د دوزخ د اور پر وړاندې) . روژه دار بايد ناوړه خبرې او جاهلانه کار ونه کړي ، کچېرې څوک د هغه سره جنجال کوي يا ناوړه څه ورته وايي د هغه په ځواب کې به وايي : زه روژه نيوونکی يم ، زه روژه نيوونکی يم ، (بيا يې وفرمايل : ) قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په واک کې دی د روژه دار د خولې بوی الله تعالی تر مُشک هم ښه دی .

♠♠♠

په هره روژه کې يوه دعا قبليږي :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :…«وَإِنَّ لِكُلِّ مُسْلِمٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ دَعْوَةً مُسْتَجَابَةً»[5]

ژباړه : او په روژه کې د هر مسلمان لپاره په هره شپه او ورځ کې یوه قبوله شوې دعا ده ( يعنې يو دعا يې قبليږي ) .

♠♠♠

د رحمتونو د نزول مياشت :

په دغه مياشت کې د جنت دروازې پرانستل کيږي، د دوزخ دروازې تړل کيږي او سرکشه شيطانان تړل کيږي او په دغه مياشت کې د قدر شپه ده چې عبادت کول پکې د زرو مياشتو برابر اجر او ثواب لري.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ , تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ , وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ , وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ , لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ »[6]

د روژې لومړۍ لسيزه رحمت او دوهمه لسيزه يې مغفرت او دريمه لسيزه يې د دوزخ د اور څخه نجات دی.

♠♠♠

په دغه مياشت کې د بنده ګناهونه بښل کيږي:

الله تعالی د دغه مياشتې روژه نيول او په هغه کې قيام کول (تراويح ادا کول) د بندګانو د ګناهونو د بخښنې ذريعه ګرځولې ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من صام رمضان إيمانا واحتسابا غفر له ما تقدم من ذنبه »[7].

ژباړه: څوک چې د رمضان په مياشتې کې روژه  د ايمان په تقاضا او د ثواب لپاره ونيسي نو د هغه آينده ګناهونه بخښل کيږي.

او په دې مياشت کې د تراويحو لمونځ په جماعت سره داسې ثواب لري لکه ټوله شپه يې چې په عبادت کولو رڼه کړی وي په دليل د دغه حديث شريف : عن أبي ذر رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « إنه من قام مع الإمام حتى ينصرف كتب له قيام ليلة »[8]

د خويندو لپاره په کور ادا کول تر جومات هم غوره دي

امام احمد په خپل مسند کې روايت نقل کړی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرماپيلي :«خير مساجد النساء قعر بيوتهن»

ژباړه : د ښځو لپاره غوره جوماتونه د دوی کورونه دي .

او په دې میاشت کې عمره کول د حج برابر ثواب لري .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

—————————————————-

[1] – رواه البخاري و مسلم .

[2] – رواه البخاري و مسلم .

[3] – رواه أحمد و صحيح الجامع بالسناد صحيح .

[4] – رواه البخاري .

[5] – رواه مَجْمَعِ الزوائد» (٣/ ٣٤٦) للبزَّار ، صحيح الترغيب لألباني .

[6] – رواه النسائي ( ۲۱۰۶ ) وأحمد (۸۷۶۹)

[7] – البخاري ( ۲۰۱۴ ) ، ومسلم ( ۷۶۰ )

[8]- رواه أبي داود (۱۳۷۰)

Print Friendly, PDF & Email