اسلامي فقه برخه تکميل شوه

اسلامي فقه چې د اسلامي شريعت د دلائلو په رڼا کې د بنستيزو احکامو ، حلال او حرام بيان او تفصيل دی ، هغه ضروري أحکامو کوم چې مسلمان په ورځني ژوند کې ورته اړتيا وي پر مسلمان نارينه او ښځو فرض دي .

د اسلامي فقهې زده کړه په اسلام کې اوچت اهميت لري ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ » (البخاري:۳۱۱۶ ) .

   ژباړه:  چاته چه الله پاک د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .

او فرمايي : من سلک طريقاً يلتمس فيه علماً سهل الله له به طريقاً الی الجنة (رواه مسلم) .

ژباړه : څوک چې علم په لټه کې لاره طی کړي الله تعالی به هغه د جنت لاره آسانه کړي.

د ښاغلو لوستونکو هغو کسانو لپاره مو چې غواړي پخپل دين باندې ځان پوه کړي د اسلامي فقه مينو ترتيب او دغه برخه مو د څو کلونو هلو څلو وروسته ترتيب کړه او تقريباً تکميل شوه، تاسې کولای شئ په آسانی سره ورڅخه استفاده وکړئ :

فقه الصلاة ( د طهارت او لمانځه احکام)

فقه الزکاة ( زکات احکام)

فقه الصيام ( د روژې احکام)

فقه العمرة و الحج ( د عمرې او حج احکام )

فقه المعاملات ( د بيع ، تجارت او بانکدارۍ احکام)

فقه احوال الشخصية ( د نکاح او طلاق احکام)

فقه الحدود الجنایات ( د شرعې حدودو او جناياتو احکام)

فقه الميراث ( علم ميراث ، د ميراث احکام)

فقه النذر و الکفارات ( د نذر ، سوګند او کفارې احکام)

فقه الاطعمة و الاشربة … ( د خوراک ، څښاک او لباس احکام)

 

(Visited 64 times, 1 visits today)