ليلة القدر کومه شپه ده ؟

د ليلة القدر شپه ټاکلی شوې نه ده، حکمت دا دی چې د هغه د پلټنې لپاره د رمضان المبارک په ورستی لسيزه کې د ذکر او عبادت زيات اهتمام وشي .

له احاديثو څخه معلوميږي چې لیلة قدر د رمضان المبارک په اخري لسيزې طاقو شپو کې يوه شپه ده (۲۱ شپه، ۲۳ شپه ، ۲۵ شپه، ۲۷ شپه او ۲۹ شپه ) ده .

عن عائشة رضي الله عنها: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «تحروا ليلة القدر في الوتر، من العشر الأواخر من رمضان» (بخاري ) .

له عائشة رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايل : ليلة القدر د رمضان په اخري لسو طاقو شپو کې پلټئ .

مګر که د چا توان نه وي هغه دې د (۲۵ شپه ، ۲۷ شپه او ۲۹ شپه ) په عبادت رڼه کړي .

په دليل د حديث عبدالله بن عمر رضی الله عنه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «التمسوها في العشر الأواخر، فإن ضَعُف أحدكم أو عجز؛ فلا يُغلبَّن على السبع البواقي» ( البخاري ومسلم).

او که د چا دا هم په توان پوره نه وي نو يوازې د (۲۷ شپه ) دې په عبادت رڼه کړي .

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِي اللَّه عَنْهمَا أَنَّ رِجَالاً مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صلی الله علیه وسلم أُرُوا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي الْمَنَامِ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم: «أَرَى رُؤْيَاكُمْ قَدْ تَوَاطَأَتْ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَمَنْ كَانَ مُتَحَرِّيهَا فَلْيَتَحَرَّهَا فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ». (بخارى: 2015)

ژباړه: له ابن عمر رضی الله عنهما روايت کوي چې د نبی کريم صلی الله عليه وسلم څو تنو صحابه کرامو خوب وليد چې ليلة القدر د رمضان په اخري شپو کې اومه شپه ده ( اوويشتمه شپه ) رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ( وينم چې ستاسې خوبونه د ليلة القدر په باره چې د رمضان په آخري اوم شپه وي يو له بله موافق دي ) پس څوک چې د ليلة القدر د پيدا کولو په تلاش کې وي هغه د آخري لسيزې په اوم ولټوي .

اصلاً په پورته احاديثو کې اختلاف نشته دا چې په روايت شويو نيټو کې اختلاف دی دليل دا دی چې دا شپه د کال په تغير سره تغير مومي کيدای شي يو کال (۲۱ شپه) وي او بل کال (۲۳ شپه ) ، د شرع حکمت دا دی چې صالحانو په خپل عبادت کې اهتمام وکړي .

ددې شپې ليدل او د علامو درک کول شرط نه دي چا چې په دې شپو کې عبادت وکړ هغه لره اجر او ثواب دی .

په دې شپه کې ذکر ، نفلي لمونځ او تلاوت کول او په خاصه ټوګه بښنه او استغفار کول او خپل ځان ، خپل اهل عيال او ټولو مسلمانانو ته دعا کول .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email